Skip to main content

The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen

 

The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen.


"سير السالکين"


(پښتو ته وړومبے ترجمه شوے ناول کال ۱۸۷۷)

(يعنې له دنيا نه سفر وعقبیٰ ته په لباس دخوب کښې)

دناول نوم:- دي پلګريم پراګريس        

     (The Pilgrim Progress )

ليکوال:- جان بنين

(John Bunyan  )

کال:-  ۱۶۷۲ع

پښتو ترجمه:- سير السالکين (ددې دنيا نه هغه دنيا ته سفر چې راتلونکې ده)

ترجمه کونکے:-  قاضي عبدالرحمٰن

دپښتو ترجمې کال :- ۱۸۷۷ع

 دانګريزي ناول ليکوال  اودا ناول


جان بنين په ايلسټو برطانيه کښې په کال ۱۶۲۸ کښې زيږيدلے وو۔ دپيوريټن عيسائي فرقې مبلغ وو ډير زيات شهرت ورته په “پيلګريم پراګريس” ليکلو ترلاسه شوے وو۔ ولې ددې نه علاوه ئې څه خوا وشا شپيته کتابونه ليکلي دي کوم چې زيات د وعظ ونصېحت تقريرونه اومقالې دي۔ د کال ۱۶۸۸ د اګست يوديرشمې(۳۱)  نيټې پورې ژوندے وو


دا ناول په عيسائي دنيا کښې د چاپ نه پس تر دوۀ صدو پورې د "بائيبل" نه پس ډير زيات چاپ کيدونکے  اوخرڅيدونکے کتاب دے او په دوه سوو(۲۰۰) ژبو کښې ترجمه شوے دے چې څه خواوشا اتيا(۸۰) ژبې پکښې افريقنۍ دي ۔ د دې کتاب وړومبۍ برخه په کال ۱۸۷۲ کښې چاپ شوې وه چې په ټائيټل يې ليک وو"ددې دنيا نه هغه دنيا ته سفر کومه چې راتلونکې ده"


او دويمه برخه ئې شپږ کاله پس چاپ شوې وه چې د وړومبۍ برخې د مسيح د ښځې "کرسټيانا "سفراو دهغې دڅلورو بچو سفر دے۔ په کال ۱۷۷۶ کښي دواړه برخې په يو ټوک کښې چاپ شوې ولي وروستو بيا ځان ځانله خوريدل شورو شوې۔ "سيرالسالکين" دوړومبۍ برخې ترجمه ده۔


" سير السالکين" دجان بنين د کتاب يا ناول(دي پلګريم پراګريس) پښتو ترجمه ده چې په کال ۱۸۷۷ کښې قاضي عبدالرحمان په بنو کښې د يو مشنري عيسائي مبلغ په وينا کړې وه اوهم په دغه کال په امرتسر کښي د "سفير هند" په مطبع کښې چاپ شوې اوخوره شوې ده۔ اودا پښتو ژبې ته وړومبے ترجمه شوے ناول دے۔ د انګريزي کتاب يې  ډير ليکوالان  د انګريزي ژبې  وړومبے ناول  شماري۔


دا کتاب د پادري رجب علي په اهتمام چاپ شوے دے اود کابل امير ته منسوب (اهدا) شوے دے ۔ ليکي نذرانه

د اميرالمومېنين عليشان منبع فيض و احسان وارث خلفاء راشدين " امير د کابل خلد الله ملکه ۔"


 ناول داسې شورو کيږي 

د قيصې راوي وائي چې فلاني ځاے ته اورسيدم ،هلته څملاستم اوده شوم اوخوب مې اوليدو


څه ګورم چې يو سړے چې زړې شليدلې جامې ئې اغوستلي دي چې فلانې ځاے کښې ولاړ دے  اوله خپله کوره ئې مخ اړولے دے ، يو کتاب ئې په لاس کښې دے لولي ئې، يو پيټے ئې په شا دے۔ چې ورته ګورم هغه کتاب ئې پرانيستلو لولي ئې۔ او چې لولي ئې نو په زارو زرو ژاړي ځان نه شي ټينګولے۔ جوړ هغه سات په نارو ګډ شواو وئې وئيل چې هئ هئ زۀ څه اوکړم چې له راتلونکي عذابه خلاص شم۔۔۔۔۔۔۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ 


دقيصې ټول مخونه ۲۹۴ دي ، په اخر کښې ئې دوه نيم يا څه کم درې مخه نظم دے اوپه هغې پائې شوے دے۔ په يو مخ د کرښو شمار پينځلس(۱۵) دے۔ چې چرته ضرورت محسوس شوے دے نو هلته حاشيه (فټ نوټ) ليکلے شوي دي ۔ په اخر کښې يو مخ اغلاط نامه هم لري۔ چې د پروف يا کتابت  دغلطيانو تصحيح ده ۔ د کتاب په اخر مخ يعنې بيک ټائيټل يا د ګس اړخ نه  په وړومبي مخ د کتاب په انګريزي ژبه کښې ټائيټل يا نامه اوپيژند ګلو ليک ده۔ په دويم مخ د ګس اړخ نه د کابل امير ته منسوب شوے دے۔ په دريم مخ د چرچ مشنري سوسائټي له اړخه د ټي۔ جے۔ ايل مئير  د کتاب دباچه  په انګريزي ژبه کښې ليک ده۔ چې د وړومبي اکتوبر ۱۸۷۷ نيټه لري



په دې کښې ليکوال د کتاب يا ترجمې پيژندګلو ، د برخه اخېستونکو پيژندګلو اود پروف اومشورې لپاره ديوې کميټئ ذکر دے وائي چې کله ترجمه پوره شوه نو يوه کميټي ترتيب کړے شوه چې غړې ئې دپښتونخا د بيلابيلو سيمولکه يوتن د پيښور، يود وزيريستان،  يو د کوهاټ، يو د مروتو اوبل د خټکو د سيمې وو۔ دا کتاب په غور سره دوئ ته واورولے شو چې په کوم ټکي يا نامې به يوتن نه پوهيدلو نو د ټولو غړو په مشوره به مناسب ټکي سره دغه بدل کړے شو چې ټول به پرې پوهيدل ۔ دهغې نه پس دا منظور شو او ريورنډ ټي۔ هيوز( ايس ايم سي) پيښور ته وړاندې شو څوک چې د "کليد افغاني" مصنف دے۔ چې اوئې لولي اوخپلې مشورې راکړي۔

 شاليد 



په کال ۱۸۰۰ کښې د اباسين په ښۍ غاړه ابادې ټولې سيمې د بلوچستان پورې د افغانستان د بادشاهت برخه وي۔ ايسټ انډيا کمپني چې کله په ۱۸۵۷ کښې ځان ځاے کړو او بيا برطانوي پارلمنټ د يو قانون پاس کولو له مخه اختيار په خپلو لاسو کښې واخېستلو۔ په دغه زمانه د برطانوي حکومت سره سره روس، ايران اوفرانس هم  په افغانستان کښې دلچسپي اخيستله ۔ برطانوي حکومت د سيکهانو د کمزورو نه فايده  پورته کړه اوپه دې سيمو ئې قبضه اوکړه اوځان ئې دلته رااورسولواوپه کال ۱۸۴۹ کښې ئې دلته خپل عمل دخل شوروکړود سيکهانو اختيار ختم شو۔ پيرنګيانو کابل اوپښتونخا د قبضې لپاره ډير جنګونه اومعرکې اوکړې خو بريالي نه شول البته د افغانستان بادشاهانو اواميرانو ترمينځه د جنګونو، نښتو او ناچاقو نه ئې فائده واخېستله اود ګندمک معاهدې ته ئې مجبور کړل کومه چې په کال ۱۸۷۹ کښې لاس ليک شوه۔ د ډيورنډ کرښه چې ۱۲۰۰ کلوميټره اوږده ده په کال۱۸۹۳ کښې راښکلے شوه۔ اوپه دې سيمو د خپلې عملدارۍ اوحکومت د چلولو لپاره پښتو زده کولو ته اړ شول۔ اود افغانستان نه جداشوې سيمې په کال ۱۹۰۱ کښې په ځانګړي  ډول يوه صوبه شمال مغربي سرحدي صوبه او نومولے شوه کومې چې اګاهو دپنجاب برخه وې۔


پښتو ژبه اوپيرنګيان



په شورو کښې عيسائي مبلغان د عيسايت د تبليغ لپاره دې سيمې ته راغلي وو اوهغوئ به د تبليغ لپاره مواد په پښتوژبه کښې خورول۔ د انجيل څه برخې چې پښتو ته ترجمه شوې وي په کال ۱۸۱۸ کښې "سيرمپور باپتيست مشن پريس" خورې کړې وې۔ بيا د سيول سرويس ملازمانو پښتو زده کول شوروکړل۔

جارج ډبليو ګيلبرټس دپښتو دوړومبي کتاب په ديباچه  کښې ليکلي وو چې پښتانه په هيڅ صورت غيرژبي خلک نه خوښوي خو که ته ورسره په پښتو کښې خبرې اوکړې نو رويه ئې دوستانه وي۔ هم داسې خبره ايس ايس تور برن

(S.S. Thorburn 

په ۱۸۷۶ کښې کړې وه


د بنګال اشياټک سوسائټي جرنل  په  کال  کښې ۱۸۳۸" په سائينسي  بنيادونو د پښتو "ووکيبيولري " مطالعۀ" ميجر رابرټ ليچ خوره کړه ۔ ښاغلے د ټولو وړومبے يورپي وو چې افغانستان تلے وواود ټولو اخري وو چې افغانستان ئې پريښود لے وو۔ په کال ۱۸۴۵ کښې مړ وو اوپه پيښور کښې د عيسايانو په قبرستان کښې ښخ دے۔


بل يو جرمن پروفيسر ډاکټر بر هارډ ډورن وو چې په سينټ پيټرس برګ کښې اوسيدلو اوپه پښتو ژبه ئې کار کړے وو۔ 

ډاکټر والټر بيليو چې په بنګال ارمي کښې سرجن وو  د پښتو ګرامر ليکلے وو دا وړومبے انګريز وو چې د پښتو ګرائمر ئې په کال ۱۸۵۴ کښې چاپ کړے وو۔


 په پښتوژبه په زړه پورې کار جارج هنري راورټي کړے وو  هغۀ په کال ۱۸۴۹-۵۰  کښې د مولوي عبدالرحمان خان چې وروستو قاضي شو نه زده کړې کړې وي۔

قاضي عبدالرحمان دانجيل څه برخې پښتو ته ترجمه کړې وې اوبل ئې د جان بنين "دي پلګريم پراګريس" پښتو کړے وو۔ قاضي عبدالرحمٰن سر رچرډ فرانسز برټن ته هم پښتو ورزده کړې وه چې ډير مشهور شوے وو۔دا واحد يورپي غيرمسلم وو چې د يو پښتون سره ئې په کال ۱۸۵۳ کښې حج کړے وو۔

نور بلها مستشريقين شته چې دپښتو ژبې په ادب ئې ډير کار اوزيار کړے دے۔ زما مقصد دخپلې موضوع سره دے او لږ شاليد مې لوستونکو لپاره غوره اوګڼلو چې څنګه پښتو ته ترجمې راغلې اود کوم مقصد لپاره راغلې۔ اوس راګرځو خپلې موضوع ته۔

Qazi Abdur Rahman. Pashto Translator.


قاضي عبدالرحمان

قاضي عبدالرحمان چې اول په ملا عبدالرحمان مشهور وو د قندهار اوسيدونکے وو۔ ديني علوم ئي زده وو اوپه فارسي عربي ښه پوهيدلو۔ انګريزي ژ به ئې هم زده کړې وه۔ د فقهې لوئي عالم وو اود کابل امير ئې هم عزت کولو۔ وائي چې کله په افغانستان کښې حالت خراب شول نودوئ بنو ته په کډه راغلل په هغه زمانه دا سيمې د افغانستان د بادشاهت برخه وه۔ ځينې روايتونه وائي چې د دوئ خاندان اول د هشنغر تنګي کلي ته ميشتې له تللے وو ولې بيا بنو ته لاړ شو اوهلته پوخ ميشته شو۔ هرڅه چې وي داخو معلومه خبره ده چې د اتياکالو په عمر کښې په بنو کښې وفات شوے وو اوهم هلته ښخ دے د وفات کال ۱۸۹۸ ښودلے شي۔



کله چي دئ په بنو کښې ميشته شول نو هلته د دوئ دعلم اواز خور شو۔عيسائي مبلغين بنو ته راغلي وو نو د چانه ئې تپوس کړے وو چې دلته څوک په انګريزي ښه پوهيږي۔ نوهغوئ په قاضي عبدالرحمان پسې بوتلل ۔ دغه شان د دوئ پيژندګلو اوشوه۔

قاضي عبدالرحمان دانجيل څه برخې د دوئ لپاره پښتو ته ترجمه کړې چې يو پکښي دعبرانۍ ژبې انجيل هم شامل وه۔ د دې نه پس د نورو ترجمو نه علاوه  ئې د يو عيسائي مبلغ" پادري يوحنا لي مهر" په وينا د جان بنين د ناول پښتو ترجمه اوکړه۔ کومه چې زمونږ د دې ليکني موضوع ده او بحث پرې وړاندې کوو۔

دقاضي عبدالرحمان يو ځوے منشي احمد جان يا قاضي احمد جان وو چې د پښتو ادب اوژبې خدمت ئې کړے دے۔دوئ دانګريزانو دپښتودزدکړې لپاره نصاب جوړ کړے وو اوکتابونه ئي ليکلي وو چې اوسورته دکلاسيک درجه حاصله ده۔ نوے اسلوب او رجحان ئې پښتوژبې ته بخښلے دے۔


سيرالسالکين

Seer Ul Salikeen, Pashto Novel.

" سيرالسالکين" چې انګريزي نامه ئې 

"The Pilgrim Progress" 

ده، په کال ۱۶۷۲ کښې جان بنين ليکلے وو او پښتو ترجمه ئې د"سيرالسالکين" په نامه قاضي عبدالرحمان کړې وه چي په کال ۱۸۷۷ کښي چاپ او خورشوے دے۔ ترجمه روانه ده اوپه اسانه ژبه کښې شوې ده۔ اوداسې دا پښتو ژبې ته "وړومبے ترجمه شوے ناول" دے۔ اومونږ داوئيلے شو چې پښتو ته ناول نيغ په نيغه د انګريزي ژبې نه راغلے دے۔ د جان بنين ناول "دي پلګريم پراګريس" په انګريزي کښې د وړومبي ناول کيدلو دعويدار هم دے۔


ددې ناول قيصه داسې ده چې راوي وائي زه فلاني ځاے ته لاړم اوهلته څملاستم د ارام  کولو په نيت اواوده شوم۔ وائي چې خوب مې اوليدلو۔ راوي په خوب کښې اوليدل چې يو سړے دے چې په لاسو کښې ئي يو کتاب دے اوپه ملا ئې يو پيټے دے۔ دغه سړے چې دغه کتاب لولي نو زوږ اوسوران جوړ کړي چې زۀ څه اوکړم اود راتلونکي عذاب نه به څنګه بچ شم ۔ دے په دې وير واويلا وي چې يوسړے ورته راشي اوورته وائي چې ولې دې دا زوږ سوران جوړ کړے دے۔ نودغه سړے چې اصل نوم ئې مسيح دے ورته وائي چې زۀ ډير ګناه ګار يم اوڅنګه به د ګناهونو نه قلار شم اومعاف به شم۔ نو" زيرے"  ورته وائي چې مخامخ اوګوره دغه لار درته ښکاري په  دې روان شه چې کله اورسې نو دغه دروازه به تاته پرانيستلے شي اوچې څه درته وائي نو هغسې کوه۔ مسيح روان شي چې دوه ګاونډيا ورپسې راشي  کورته د بيرته بوتلو په نيت ځکه چې د دۀ ښځې او بچو وئيلي وي چې دے(مسيح) ليونے شوے دے۔ اودارنګه قيصه روانه شي۔ً خپل منزل ته رسيدو پورې دۀ ته رنګ رنګ واقعې مخې ته راځي اوتکليفونه ور رسي۔ خو دے په خپله اراده ټينګ وي اواخر خپل منزل ته رسي ۔اول ئې د اوګو نه پيټے اولويږي اولاړ شي۔  بيا د جنت دوزخ ننداره هم کوي۔ او اخر کامياب شي۔

چونکې دا کتاب د عيسايت تبليغ کوي ځکه چې ليکوال ئې عيسائي وو۔ او د ښو اخلاقو د خورولو اوبدۍ خلاف ئې ليکلے دے خو دعيسائي عقيدې مطابق۔  زۀ  دقيصې تفصيل  نه بيانوم او ډ ډه ترينه کوم البته نور بحث به پرې اوکړو۔

د دې ناول ژبه

 کله چې د دې ناول ترجمه مکمله شوه نو د چرچ مشنري سوسائټي له اړخه  ټي جے ايل ميئر ( T.J.L.Mayer) په خپله انګريزي دباچه کښې په دريم مخ (له ګس اړخه) ليکي چې يوه کميټي جوړه شوه اوغړې ئې ورله دپيښور نه د يوسفزۍ لهجې لپاره، يو مروت او خټک دهغوئ د لهجو لپاره، يو تن دکوهاټ نه او يو وزير د وزيري لهجې لپاره منتخب کړل اودوئ ته ئې په غور سره ترجمه واوروله۔ چې څوک به په کوم ټکي نه پوهيدل نو په هغې به بحث اوشو اوداسې ټکے به ئې منتخب کړو چې د ټولو لهجو غړي پرې پوهيدل اوڅه دقت ئې نه محسوسولو۔ دا د دې لپاره چې دا کتاب به هرڅوک لولي اودهرې لهجې خلک به ئې لولي نو چې د څه مشکل سره مخ نه شي اوټول پښتانه پرې يوشان پوهه شي۔ د هغوئ د منظورولو نه پس ئې نوموړو مستشريقينو لکه پادري هيوز، راورټي اوداسې نور چې دغه وخت ئي په پښتو کښې کتابونه او ګرامرونه تصنيف کړې وو حواله کړو چې پروف سره سره خپلې مشورې ورکړې اود هغې نه ورستو ئې چاپ کړو۔ هم دا وجه ده چې ډيره اسانه ژبه ئې ده اوهرلوستونکے پرې ښه پوهيږي۔ دا کتاب په کال ۱۸۷۷ کښي چاپ شوے او خور شوے دے ولې ماته ئې په لوستلو کښې څه مشکل رانغلو نو زۀ وايم چې هرڅوک ئې ښه په اسانۍ سره لوستلے شي۔ ژبه ئي ساده اوروانه ده۔ چرته چرته چې ترجمه نګار غوره ګڼلي دي نو هلته ئې شعرونه اوابيات د مضمون اوموقعې سره سم راوړي دي۔ البته د نامعروفو او نااشنا نامو کومې چې د يورپ سره تعلق لري لر کړے شوي دي اوداهرڅه دهغه زمانې دلوستونکو لپاره شوي دي۔


د ناول ليک دود


ددې کتاب ليک دود دهغه وخت سره مروج ليک دود دے۔ دا دهغه  وخت دپښتو معياري ليک دود دے ځکه چې دهرې لهجې لوستونکي پري پوهيږي۔ په هغۀ زمانه د "ځ" توري رواج عام نه وۀ نو ځکه به په "څ" سره ليکلے کيدلو۔ نور "ګ" ،"ړ" ،"ډ" ،"ژ" او "ږ" هم په دغه ډول ليکلے شوي دي۔"ښ" هم دغه شان استعمال شوې ده۔ کتابت يه ډير ښائيسته اوخط نسخ  کښې دے۔ د"ڼ" په ځاے مرکب"نړ" ليکلے شوي دي۔ اود اوږدې "ے" لپاره "ي"  ليکلے شوې ده۔د"وخت" لپاره "وقت" او "ثواب" لپاره "څواب" ليکلي شوي دي ۔داسې د"اګۍ" يعنې"ها" لپاره "هاګۍ" او "تپوس" لپاره اصلي عربي لغت "تفحوس" ليکلي شوي دي۔ کوم چې صحي دې اوپه لوستلو کښې څوک دمشکل سره نه مخ کوي۔


 د "ګاونډې" لپاره "ګوانډي" مستقل ليکلے شوي دي۔ کاتب ليکل ډير صفا اوپه ښکلي ښائيسته نسخ  کښې کړي دي۔


 کردار نګاري


د دې ناول کردارونه د ناول د نفس مضمون سره سم غوره کړے شوي دي۔ د دوئ نومونه د دوئ د کردار نمائيندګي کوي اومطلب ښه پوره واضح کوي۔ دا نامې ټولې په اخلاقي اقدارو او مذهبي اعمالو سره سمې ايښودلے شوي دي ۔ دمرکزي کردار نامه "مسيح" ده  چې دحضرت عيسیٰ عليه سلام د دين اوتبليغ نمائيندګي کوي۔ "مسيح" چې ناول کښې د ګناهو نو نه ځان خلاصوي او په هغه جهان کښې ښه ژوند غواړي۔ هغه د دين عيسوي سره سم ژوند تيروي اوهم په دغه عقيده وي۔ "زيرے" يو نيک کرادار دے لار ښود دے او د فرښتې نمائيندګي کوي دغه رنګ "دوه زړے" يو متردد کردار دے چې داسې اوکړم  که داسې۔  او کله کله ګمراه شي اوکله نيک کارونه کوي۔ "ضدي" يو داسې کردار دے چې خپل کلي ته بيرته ځي د مسيح مرسته نه کوي اودنيا دارۍ ته ډ ير راغب دے۔ اوهم دغه شان ټول کردارونه لکه "ايماندار" ، "دنيادار" او نورداسې ډير دي۔ په کردار نګارۍ ليکوال توجه ښه ورکړې ده اودهغوئ دسوچ فکر اوعملونو په تناظر کښې ئې ورله نامې غوره کړې دي۔ داداسې دي لکه دپښتو ژبې په پخوانو قيصو کښې د"نيکي" او "بدي" کردارونه۔


د ابن طفيل د حئ بن يقظان سره يوشان والے



دابن طفيل کتاب يا ناول "حئ بن يقظان" په دغه زمانه يورپي ژبوته ترجمه شوے وو اوانګريزي ترجمې یي شوې وې۔ هغه هم مذهبي کتاب(ناول) دے۔ اود ښه اخلاقو تبليغ پکښې شوے دے۔په اسلامي فلسفه اډاڼه دے اواسلامي فلسفه ئې بيان کړې ده۔ دهغې هيرو هم د الله يا دخالق په تکل کښي وي ۔ په دغه ناول کښي دتصوف رموز اومرحلې بيان شوي دي۔ کله چې دا يورپي ژبو ته ترجمه شونو ترډيرې مودې پوري دا د بيسټ سيلر په لسټ کښې په ټاپ وو۔ د يورپ په منوروريدلو کښې ئې د سرخيل کردار ادا کړے دے۔ او اکثر يورپي فلاسفه او ناول نګار ترينه متاثره شوي وو۔اود دې په رڼا کښې هغوئ خپل ناولونه اودفلسفې کتابونه ليکلي دي۔ نو ارو مرو به جان بنين په شپاړسمه اواولسمه صدۍ کښې دغه کتاب لوستلے وي اودهغې نه متاثره کيدلو ورستو ئي دغۀ کتاب ليکلے دے۔ د يورپ ډيرليکوال په دې خبره متفق ښکاري اومني ئې۔ په قيصۀ کښي يوشان والے يعنې مماثلت لري۔ اومقصد اوموخۀ د دواړو يوه ده۔

The First Book Translated Into Pashto.

پښتو ژبې ته وړومبے ترجمه شوے ناول

"سيرالسالکين" پښتو ته وړومبے ترجمه شوے ناول دے۔ دا په کال ۱۸۷۷ کښې ترجمه شوے اوخور شوےدے۔ ددې نه اګاهو په پښتو ادب کښي دا روايت راروان وو چې ميا حسيب ګل کاکاخيل د مولوي نذيراحمد دهلوي ناول "مراة العروس" د "نقش نګين" په نامه ترجمه کړے وو او ميا محمد يوسف کاکا خېل د مولوي نذير احمد دويم ناول"توبة النصوح" هم په دغه نامه ترجمه کړے وو۔د ميا حصيب ګل کاکاخېل ته وړومبے ترجمه شوے ناول وئيل کيدل اود م=ميا محمد يوسف کاکاخېل ترجمه توبة النصوح ته دويم ترجمه شوے ناول وئيل کيدل۔ولې دميا حسيب ګل کاکاخېل "نقش نګين په کال ۱۹۵۷ کښې چاپ اوخور شوے دے اوميا محمد يوسف کاکاخېل توبة النصوح په کال ۱۹۰۴ کښې ترجمه کړے اوخور کړے دے۔ ولې اوس دامعلومه شوه اوحقيقت هم دادے چې "سيرالسالکين" په کال ۱۸۷۷ کښې ترجمه شوے اوچاپ شوے دے۔ 

په پښتو ژبه کښې په دې ناول چا څه ليکل نه دي کړي البته بي بي مريم په  خپله مقاله "دپښتو ناول يوه تجزياتي مطالعه " کښې ددې ذکر کړے دے۔دډاکټر خالد خان ددې ذکر ديو مذهبي داستان په څير کړے  دے شايد دغه وجه وي چې ليکوالودا يو مذهبي داستان ګڼلو او ناول يې نه ګڼلو۔بيبي  مريم پرې بحث کړے دے۔(مخ255تا259)


په دې ناول دليکوالو خاموشي


 لکه څنګه چې وړاند مونږ وئيلي دي چې ليکوالانو  يا خو پته نه وه اودا کتاب چا لوستلے نه وو او يا په دې کتاب سترګې پټې کړي دي  او "نقش نګين" او "توبة النصوح " ته  ئې اوليت ورکولو نو داعجيبه خبره ده ۔ که څوک دا وائي چې په دې ناول کښې دعيسايت تبليغ شوے دے يا دانګريزي دعيسايت دعقيدې سره تړون لري۔ نو دلته داخبره بې ځايه نه ده چې د مولوي نذيداحمد ناولو مراة العروس او توبة النصوح دواړه دانګريزي ناولو نو چربه ده اويا ترجمې دي اودا د اردو د ناول ټول پوهان وائي۔ا و په هغې کښې هم دانګريزانود سرکار او انګريزې" ملکې" صفت شوے دے اودغه وجه وه چې انګريز سرکار په هغه زمانه مولوي موصوف ته "دوه زره روپۍ" انعام ورکړے وو او د دوۀ زره په تعداد کښې ئې ورله په سرکاري خرڅ چاپ کړې وو۔ 


په هر حال هرڅه چې وي۔  دا کتاب پښتو ته ترجمه کول دعيسائي مبلغانو لپاره وو اودعيسايت د تبليغ لپاره شوي وو۔ ولې د دې هرڅه باوجود د وړومبي کيدلو يا پښتو ته دترجمه شوي ناول اوليت له لاسه نه ورکوي اودا پښتو ژبې ته وړومبے ترجمه شوے ناول دے۔


يو بله افسوس ناکه خبره مې دا اوليدله چې د يونيورسټي يو طالب علم په خپل تهيسز کښې په دې موضوع دغه زړه خبره تکرار کړې وه نو ماورته اووې چې وړومبے ترجمه شوے ناول خودا دے او اوس پرې مقالې ليکلے شوي دي اوچاپ دي نو وئيل ئې چې ماليکلي وو خو زما سپر وائزر پروفيسر اود پښتوڅانګې چيئرمين کټ کړل چې دغه د شورو نه راروان اوخلکو قبول کړے روايت دے  دغه ليکه۔ نو اوس نوره فيصله په تاسو چې داسې خلک د تحقيق په مرۍ کښېني نو څه به ترې جوړيګي اوتحقيق دڅه شو؟۔ تحقيق مقاله څنګه شوه اوتحقيقي ادارې دڅه شوې؟؟۔ 


حوالې ،ماخذونه اودنورې مطالعې لپاره

عبدالرحمان،قاضي(دپيژندګلو لپاره لنک)


https://www.britishempire.co.uk/article/pashto.htm

سيرالسالکين ، قاضي عبالرحمان ، ۱۸۷۷،سفيرهند مطبع،امرتسر

احمد ،رشيد ، دابن طفيل حئ بن يقظان،۲۰۲۰

 احمد،رشيد، پشتو ناول تاريخ کے ائنے ميں ،جنوري،۲۰۱۸۔

مريم,بي بي  ډاکټر,دپښتو ناول يوتجزياتي مطلعه,پښتو اکيډيمي پيښور يونيورسټي,2019,مخ255-259


انګريزي حوالې

 

The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen by Qazi Abdur Rahman. First Pashto Translated Book. Pashto Novels, Pashto Book, Pashto Adab, Pukhto Adab Pohana Book.
The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen by Qazi Abdur Rahman. First Pashto Translated Book. Pashto Novels, Pashto Book, Pashto Adab, Pukhto Adab Pohana Book.

John Bunian, The pilgrims Progress, 1776.

https://www.google.com/search?gs_ssp=eJzj4tDP1TewLC-0NGD04s7Kz8hTSCrNq0zMAwBPlwdK&q=john+bunyan&oq=jhon+bun&aqs=chrome.1.69i57j46i10j0i10j46i10j0i10j46i10j0i10l2j46i10.9432j1j15&sourceid=chrome&ie=UTF-8


Pashto Times.

The Pilgrim Progress Novel And Its Pashto Translation Seer Ul Salekeen by Qazi Abdur Rahman. First Pashto Translated Book. Pashto Novels, Pashto Book, Pashto Adab, Pukhto Adab Pohana Book.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso