What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto
What Is Secularism In Pashto?
سیکولریزم
دریمه برخه
کتاب: د فکر زېری
ژباړه: غورځنګ اتل
که چېرته سیکولریزم د ټولنیز نظام په توګه قبول کړو، نو دینداره به بې دینه او خدای پرست به بت پرستنه شي؛ نو ویلای شو، چې سیکولریزم د اسلام لپاره کوم خنډ او خطر نه دی، نه هم د پاکستان راتلونکی په خطر کې دی؛ بلکې زموږ له انده پر سیکولر اصولو ولاړ پاکستان به ډېر روښانفکره، پرمختللی او متمدن هیواد وي
د سیکولریزم موخه دا نه ده، چې د ټولنې دننه ګډوډي زیاته کړي او اخلاقي نظام له منځه یوسي؛ بلکې سیکولریزم یوه داسې فلسفه ده، چې د فکر او شخصي آزادۍ لپاره ځانګړې شوې ده؛ د تقلید او روایت پرستۍ پرځای د عقل او علم پر ځواک تکیه ده، نو ځکه خو سیکولرانو تل هڅه کړې، تر څو خلک له وهمپالني / توهم پرستۍ (په پټو سترګو د یو څه منل. ژباړن) څخه وساتي او د عمل او فکر خواته یې راوبلي. دا کومه ځانته فلسفه نه ده
زموږ صوفي کرامو به هم ویل چې حقیقت خپله وپلټئ، خپله یې زده کړئ او که د خالق یا مخلوق سره هم اړیکه ټینګوئ؛ نو باید مخبنا یې پر حق ولاړه وي؛ نه د جنت او دوزخ له وېرې. د حضرت رابعه بصري په اړه ویل کېږي، چې یوه ورځ هغه د بصرې پر سړک روانه وه، چې په یو لاس کې یې شمعه او په بل لاس کې د اوبو ژی وو. خلکو ترې وپوښتل، نو هغې ځواب ورکړ، چې زه غواړم په جنت کې اور ولګوم او د دوزخ اور په دا اوبو مړ کړم؛ تر څو مسلمانان د ګناه او ثواب له فکرونو آزاد شي او په ډک زړه له خدای سره مینه وکړي
هغه خلک چې د عقل او اجتهاد پر ځای تقلید او اطاعت باندې زور کوي؛ هغوی پخپله د مذهب له تاریخه بې خبره دي. لږ فکر وکړئ، که چیرته حضرت ابراهیم د روایت پرستۍ لاره خپله کړې وه، پلرنی مذهب یې منلی وو او هغه یې پر فکري دلیلونو نه وو رد کړی؛ نو ابراهیمي دین به چیرته وو؟ غالب په دې اړه لیکي
با من میاویز ای پدر! فرزند آذر رانګر
هر کس که شد صاحب نظر، دین بزرګان خوش نه کرد
غالب خو د خضر غوندې د شخص اطاعت هم اړین نه ګڼي، بلکې وایي هغه زما همسفر دی. سیکولریزم پر دغه ماده را څرخي، چې د فکر او رایې آزادي د ټولو انسانانو بنسټیز حق دی، نو باید هر یو وګړي ته پوره - پوره اجازه ورکړل شي، چې رښتینې لار خپله وموندي او د ژوند ټولو مسائیلو په اړه که څه هم هغه سیاست، اقتصاد، مذهب، اخلاق، فلسفه، حکمت، ادب وفنون او يا نور وي؛ له وېري پرته خپل نظریات وړاندې کړي. د زور په وسیله/ له وېري د چا خوله بنده نه شي او هېڅکله دې هم په زوره په چا خپل نظر ونه تپل شي
Pashto Times. What Is Secularism In Pashto. Pashto Article About Secularism. Secularism Future In Pakistan. Secularism And Talibanization In Pakistan.
What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.