Skip to main content

Who Was Dr. Najibullah Shaheed? Life and Career Of President Najib

 Who Was Dr. Najibullah Shaheed? Life and Career Of President Najib. Pashto Info Blog


ډاکټر نجیب الله

محمد نجيب الله د ۱۳۲۵ ه.ل کال د زمري میاشتې په ۱۵ نېټه کابل کې زیږېدلی و. پلار یې اختر محمد نومیده. د کابل په حبیبیه لېسه کې یې زده کړي پای ته ورسول. په خټه احمدزی و.  نجیب د کابل له طبي پوهنتون فارغ شو. ښه پوخ پرچمي و او د چپي ايډيالوژۍ او سیاسي فعالیتونو لرلو له امله څو ځلي بندي شوی. بیا چې د خلقي امین په مشرۍ پوځ راپاڅېده؛ نو دی  تهران ته د سفیر په توګه واستول شو  او امین د پرچميانو په شړلو پېل وکړ. نجیب له تهرانه یوګوسلاویا ته وتښتېده او د سفارت له خزانې يې سل زره ډالر هم له ځان سره یوړ. له کارمل او نورو پرچمیانو سره یو ځای د سره پوځ پر ټانګونو سپور کابل ته راننوت.  د خاد استخباراتي ادارې مشر شو، دا چې څوک، څنګه او څومره يې وژلي، تاریخ خوندي کړي.

دا چې دی ولې شورویانو د حکومت مشر وټاکه لامل يې د ګورباچوف  پلان و، هغه غوښتل پوځ له افغانستانه وباسي ځکه (انقلاب ضد او امپریالېزم، افغانستان د ناسور په زخم بدل کړی و). د پوهاند کاکړ له قوله شورویانو کارمل ته ویلي و افغانستان کې انقلابي بنسټ نه شته، د افغانانو د اسلامي ارزښت درناوی وکړه، مخالفانو سره واک ووېشه او یاغیانو سره جوړه وکړه. خو کارمل نه منله او د شوروي پوځ پاتې کېدل يې غوښتنه وه. کې،جي، بي ځکه نجیب د کارمل پر ځای غوره کړ چې د شورویانو نوی پروګرام يې منلی و او اړینه داچې د شورویانو د اعتبار وړ ګرځېدلی و. خاد د نجیب په وخت کې داسې و لکه د کې، جي، بي کومه څانګه چې وي (بندي کول، ترور، وژل، کړول)


پوهاند کاکړ زیاتوي، نجیب د رژیم  په سروال کېدلو سره د ګورباچوف او شیواردنازي په سپارښتنه یو لړ سمونونه پېل کړل. د بېلګې په توګه هغه کمونستي تمرینونه يې چې د خلقي رژیم او کارمل په وخت کې کول، پرې يې ښودل. ځان يې مسلمان وښود او د جومې لمونځونه يې په پل خیشتي کې جمات کې کول. شورویانو د ده له راتګ وړاندې د پوځ په ایستلو فکر پېل کړی و. د ژینو خبرې هم روانې وې. کله چې يې ولیدل، نور به یې شورویان ملا و نه تړي؛ نو د ملي روغې جوړې کړنلاره يې د ۱۹۸۷ په جنورۍ کې اعلان کړه. جنرال لیاخوفسکي وايي، خلکو يې په خبره ځکه شک کاوه چې له دې وړاندې دوی یوزاې د زور نارې وهلې


بیا چې کابل ته ملېشې ننوتې او کابل د سقوط په درشل کې و؛ نو له وطنه د تېښتې له پاره يې له اسلام اباده بینین سېوان راوغوښت. ډېر ګومان دادی چې نجیب به هند د تلو اراده درلوده، څو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي


دا چې داکتر نحيب چا وواژه، په دې اړه ډېرې خبرې شته او ډېر لیکل پرې شوي. خو دا خبره چې ډېره مشهوره ده او ځینې يې د واقعیت په توګه مني، بلکل ناسمه ده چې نجیب جي ایج کيو (پنډۍ) ته وړل شوی او هلته د ډیورنډ د نه لاسلیکولو له امله ووژل شو او بیا اریانا څلور لاره کې را وځړول شو.

نجیب د افغانستان خلق دموکراتیک ګوند پنځم مشر او ولسمشر و

Who Was Dr. Najibullah Shaheed? Life and Career Of President Najib. Dr. Najib Shaheed. Afghan President Najib was Killed by Taliban. Najib As President. Dr. Najib As Head Of Khad, Afghanistan. Life And Pashto Biography Of Dr. Najibullah Shaheed.
Who Was Dr. Najibullah Shaheed? Life and Career Of President Najib. Dr. Najib Shaheed. Afghan President Najib was Killed by Taliban. Najib As President. Dr. Najib As Head Of Khad, Afghanistan. Life And Pashto Biography Of Dr. Najibullah Shaheed.

Who Was Dr. Najibullah Shaheed? Life and Career Of President Najib. Dr. Najib Shaheed. Afghan President Najib was Killed by Taliban. Najib As President. Dr. Najib As Head Of Khad, Afghanistan. Life And Pashto Biography Of Dr. Najibullah Shaheed.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso