Skip to main content

Aya Da Munafiqat Na Day. Afghanistan And Afghan Flag History. Pashto Blog

 Aya Da Munafiqat Na Day. Afghanistan And Afghan Flag History. Pashto Blog

By Adv Hamayun Kaasi.


آيا دا به منافقت نه وي?


سردار داؤد د توپک په زور له ظاهر شاه څخه هغه وخت باچاهي و نيوله، چې هغه پر بهرنۍ دوره وو. او ورسره يې بېرغ هم بدل کړى.


خلقيانو د هغه ټوپک په زور سردار داؤد او د هغه کورنۍ وو وژل او واکمن شول. او ورسره سم يې بېرغ بدل کړى.

خلقيانو يو او بل وژل او چې خلقيانو د افغانستان بېرغ بدل کړى وو ورسته پرچميانو هم بېرغ بدل کړى


 مجاهدینو هم هغه د ټوپک د زور له لارې باچاهي و نيوله او د وطن بېرغ يې بدل کړى



د مجاهدینو پس ټاليبانو هم دغه کارونه و کړل يعنې د زور له لارې واک ترلاسه کول او بيا د افغانستان بېرغ له منځه وړل.


د افغانستان تېر جمهوري نظام هم د يو زور په نتیجه کشې راغلى وو او تېر واکمنان د زور له لارې له منځه وړل شوي وو.


دا اوس چې ټاليبان راغلي هم هغه د زور لاره د او هم يې بېرغ له منځه وړى دى.


اوس سوال دا دى چې په دا ټولو کشې کمې ډلې واک د افغانستان د اولس په خوښه او په جمهوري طريقه ترلاسه کړى دى?


که چېرې د ټولو طريقه واردات يو شانتې دى او ټولو له ملي بېرغ سره لوبې کړي بيا د دوى تر منځ توپېر څه دى?


د دوى ټولو تر منځ يو توپېر دى، چې چا د اولسواکۍ په نامه ملت ته دهوکه ورکړې او واک يې نيولى، خو اولسواکي يې بيا نه ده ورکړې.


چا د کميونزم او سوشلزم پر نامه واک ترلاسه کړى او بيا يې يو د بل غاړې پرې کړي.


مجاهدینو او ټاليبانو د اسلامي نظام او مزهب پر نامه واک ترلاسه کړى، خو بيا يې د مزهب احکام نه دي خپل کړي او وهشتونه او جنايتونه يې کړي دي.


تېر جمهوري نظام چې د نړيوالو په زور راغلى وو، هغه هم افغانانو د دېرش کلنو بدمرغيو او بدبختيو پس دوى ته هغسې سيال ژوند ور نه کړى، کم چې د ټولو افغانانو حق وو. 

يعنې ژبنيز تفريقونو او تعصباتو ته يې حوا ورکړه، پښتانه کشې زى او خېلى پر بنياد د سکني مېرني رويه و ساتله او د ملت هغه باور يې تر پايه و نه ګټلى کم چې د اولسواکۍ ښائست وي.


اوس چې بيرته ټاليبان د پرديو په زور يو ځل بيا واکمن شو، نو د شريعت او اسلامي نظام حال يې دا دى، چې حکومت پخپله زنانه اغوا کوي او وژني، بوډۍ زنانه وهي او ډبوي او کور ور ړنګوي او پېسې ځينې لوټي.


ګوا نه د داؤد په اولسواکۍ کشې اولسواکي وه، نه د خلقيانو په نظام کشې اشتراکیت وو، بس د واک پر سر يو او بل وژل وو.

نه د مجاهدینو او نه د ټاليبانو په اسلامي حکومتونو کشې اسلام او شريعت ښکاره کېږي.


ګوا موږ. په کم دليل د يوه ملاتړ او د بل مخالفت کوو?


آيا دا ټول د ملت خاينان نه دي او له وطن او ملي بېرغ سره يې چلن يو شانتې نه دى کړى?


آيا له سردار داؤد بيا تر اوسني ټاليبانو پورې ټول د پرديو ګوډاګي او لاسپوڅي نه دي ?


زما په زاتي نظر ما ته په تېر پينځوست کاله کشې يو کس داسې څرګنده شوى، چې هم يې فکر ملي او هم د واک وږى نه وو او هم يې د وطن له پاره خپل هر څه قرباني کړل، آن تر ژونده.

او هغه وو ډاکټر نجیب شهيد.

اوس چې موږ ګورو افغانان چې د يوې ډلې ملاتړ کوي او لا د بلې ډلې مخالفت کوي، نو لامل يې صرف او صرف دا دى چې د دوى فکري تړون به ورسره وي.

مزهبي خلقو ته به مجاهدین او ټاليبان اتلان ښکاري او دا نور غداران. سېکولرانو، او لبرلانو او کميونسټانو ته به دا نورې ډلې اتلان او ټاليبان او مجاهدین غداران ښکاري.

دغسې په مزهبيانو کشې به هم د فکري تړون پر بنياد د ځينو اتلان مجاهدین وي او د ځينې هغه ټاليبان.

سېکولر، لبرل او کميونسټ به هم پر دغه فکري بنيادونو لا ځينې سېکيولر خلق اتلان ګڼي او ځينې خاينان.


د يو ملتپاله په توګه ما ته فرق نه راکوي چې څوک له کوم ايزم سره تړون لري.

ما ته مهم دا دى، چې د وطن او ملت مفادات او ارزښتونه چاته د خپلو ايزمونو په مقابل کشې مقدم دي.

د وطن استقلال، د ملت سوکالي چا ته د خپل اقتدار او ايزم په مقابل کشې اوليت لري?

چاد ملت رائې ته ارزښت ورکړى او چا نه دى ورکړى.


په تېر پنځوست کاله کشې دغه يو کس ډاکټر نجیب داسې وو، چې د وطن او ملت په مقابل کشې نه خپل ايزم ته ارزښت ورکولى او نه يې واک او باچاهي هتا خپل ژونړ ته يې لا هم ارزښت نه وو ورکړى. دغه خو لامل وو، چې د هغه فکري ملګري هم د هغه مخالف وو او په بد وخت کشې يوازې يله کړى وو.

ځکه چې هغه ته وطن مهم وو، او د وطن د استقلال او ارضي تماميت په خاطر هم خپل واک قرباني کولو ته چمتو وو او هم خپل ايزم.

افغانستان ته د نجيب رنګه خلقو اړتیا ده، او دغه سوچه ملتپالنه ده، او داسې ملتپاله افغانستان ژغولى او رغولى شي.

دا نور ټول ايزمونه زما تر وطن او ملت قربان.


نو پر ما باندې د تېرو پنځوستو کلونو د يوه زورواکه يو توپېر هم نه شته.


البته په تېر شل کاله کشې چې کمه ماته ګوډه اولسواکي ملت ته په لاس ورغلې وه، هغه دوره بيرته د تېرو پنځوستو کلونو بهترينه دوره وه.



د يو افغان په توګه زموږ اصول بايد يو وي او هغه د هر زورواکه مخالفت کول او د اولسواکۍ ملاتړ کول.


د افغان ملت په خوښه که هر حکومت جوړېږي او د هر ايزم فکر و لري، ما ته هغه نظام محترم دى. او د افغان ملت د خوښې پر زيد او د زور له لارې چې هر څوک واک کوي هغه د ملت خاين او دښمن دى.

هغه که بيا ټاليب وي او که مجهاد او که کم لبرل، سېکولر او لا کميونسټ



Afghan History In Pashto. Pashtun Afghan Tarikh. Wars In Afghanistan. Afghan flag History. Sardar Dawood Govt, PDPA Govt In Afghanistan. Pashto History Blogs.

Aya Da Munafiqat Na Day. Afghanistan And Afghan Flag History. Pashto Bloh

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso