Da Dir Utmankhel. Utmankhail In Dir Lower and Dir Upper.
By Tariq Utman.
*د دیر اتمان خیل*
Umtankhel Of Dir And Bajaur.
*ستاسي مدلل او منطقي ځوابونو ته اړتیا لرو*
دیر کې یو شمیر اتمان خیل ژوند کوي چې کره بره سر شمیرنه یې لا تر دې دمه نه ده شوي ولي د تنظمیي مشرانو دا داعوه ده چې کوذ دیر کې پنځوس سلنه 50% اتمان خیل ژوند کوي د دوي داعوه یو څه زمکنیز حقیقتونه لري د چکدرې چټ پټ او د باډوان د کڅۍ نه تر ادنیزو تالاش پوري او بیا د تیمرګري د لویو لویو درو پیټو دره، شیخانو درې نه تر سیار درې، رباط درې، طورمنګ درې پوري د اتمان خیلو یو شمیر روغ روغ کلي موجود دي داسي د سیند نه پوري غاړه د خال واتنګو، ګل ډيرۍ، میرې سچې نه تر بارون، منجای، سر بانډې، مورڼۍ، حاجي آباد، لاجبوک، بیارۍ، کوهیرې، ملاکنډ، بلامبټ، خزانه، کوټکې، ماخۍ او داسي تر جندول میدان پوري د دوي وجود په کثیر تعداد کې موندل شي.
اوس پوښتنه دا ده چې دوي ته دیر کې دا ویل کیژي چې دوي د باجوړه راغلی دي نو آیا دا ممکن ده چې دومره لوی تعداد کې میشت خلک د باجوړه کوچیدلې وي؟ او که وو نو څه وجوهات وو؟ چې دوي دیر پله راغلل؟
د دیر اتمان خیلو زیر لوی لوی کليو درو ذکر په ملیټرې ریپورټونه کې شته خو څه رنګ چې د نورو اتحادي قبایلو ذکر دی داسي د اتمان خیلو ذکر نشته
د دیر اتمان خیل هم د دیر خلک دي خپلی زمکي خپل کاروبارونه خپلی هجرې ډنډی لري نو باید د دوي د وجود حقیقت تسلیم شي آیا داسي څه کول پکار دي چې دغه ستونزي حل شي؟؟؟
Da Dir Utmankhel. Utmankhail In Dir Lower and Dir Upper.
By Tariq Utman.
*د دیر اتمان خیل*
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.