Skip to main content

Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation.

 Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation.


د ليونيانو نيکه، مونځ، مستي او حسن جوړيدل


اې د ليونيانو نيکه مونځ ښه که مستي ښه ده

حسن جوړيدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده؟

ښه ده مستي ښه ده خو زړه پاک لکه آينه غواړي


دا درياب هضمول د سمندر هومره سينه غواړي (غني خان)

دليونيانو نيکه مطلب د بغداد منصور حلاج۔ ځکه چي هغه په عاشقانو او شاعرانو کې ډير مشهور دې، د عشق د ميدان اتل دې او عاشقان اکثر ليوني شمارلي کيګي۔مستي مطلب الله۔ غني خان چي کله د موسي عليه السلام قصه کوي په هغي کي وايي


ناګاهه پړق شو، درياب د نُور راغې

څه په مستۍ راغې څه په سرور راغې

هستي شوه ګونګا مستي ګويانه

د الله پاک سره د مستئ ذکر کوول د صوفيا روايت دې لکه رومي چي په ديوان شمس تبريز کي وايي،

مردِ خدا مست بود بې شراب

الله عالم دې چي منصور ته څه کشف شوې وو، خو د هغې نه پس ديارلس کاله د هغه صرف دا خبره وه چي "لااله"مطلب دا دې چي د الله نه علاوه نور څه هم نشتې، په دې وجه زه هم الله يم (انالحق)۔

جمله معشوق ست و عاشق پردهٔ (رومي)

خود کوزه و خود کوزه ګر و خود ګلِ کوزه، خود رندِ سبو کش (رومي)

 هغه به وې ما خپل زړه پاک کړې دې او دلته الله حلول کړې دې۔ هغه به وې خلق مونځ ولې کوي، مونځ کوول خو ځان ته سجده کوول دي۔ زړه صفاکړۍ چي د مخلوق د حيثيت نه اوځۍ۔ په دې د هغه وخت جيد علما دده خلاف شو او د مرګ سزا يې ورکړه۔ اګرچه دده په دې فلسفه څه علما پوهه هم وو، لکه جنيد بغدادي صيب چي د منصور د قتل په سزا دستخط کولو نو د صوفيانو خرقه يې اوويستله او د عدالت دفتري لباس يې واغستو۔

غني خان په دي اشعارو کي هم منصور مخاطب کړې دې۔ ورته وايي چي ښه ده چي مستي په انسان کې حلول وکړي او دې هم مست شي او په خالق کي ورک شي۔

قطره دريا میں جو مل جائے تو دریا ہو جائے (غالب)

او دا هم پکار ده چي زړه د آينے شان پاک شي چي الله پکې خکاره شي


چاروں طرف سے صورتِ جاناں ہو جلوہ گر

دل صاف ہو تِرا تو ہےآئینہ خانہ کیا؟ (آتش)


 خو دا درياب چي هضموې نو سينه به غټه ساتې۔ (کومه چي منصور و نه ساتلې شوه۔)

منصوره ځکه خوپه دار اوختې

چې د اشنا راز دي حجرو له يوړو  (غني خان)

 منصور راز افشا کړو او سزا يې اوموندہ۔ د الله پاک نُور په زړه کې ساتل اسان کار نه دې۔ انسان چي مست شي نو ځان قابوکوول ورته ډير ګران شي۔ په دې وجه صوفيا فرمائي چي د منصور سزا دراصل د الله د طرفه وه چي ده د عشق اصول مات کړل، الله ورته په دنيا کې سزا ورکړه او خپل ولي يې آخرت ته پاک کړو


د غني خان دا دوه شعرونه د وحدت الوجود د فلسفې او د منصور حلاج د واقعے احاطه په ډيرو کمو او جامع الفاظو کې کوي۔ دا د غني عظمت دې چي هغه د استعارو په ژبه کې عظيم فکر پيش کوي۔

مونګ له پکار ده چي پوهه حاصله کړو او خپل دا اتل دنيا ته د يو ملحد او بې دينه شاعر په شکل کې نه پيش کوو۔ غني خان د متنوع خيالاتو حامل دې، هغه وخت به ضرور راځي چي پښتانه به پري پوهه شي او استفاده به تري اوکړي۔


تاثير خان 

سوات

8/3/22




Da Lewanyano Neka By Ghani Khan. Understanding And Explanation. Pashto Songs Lyrics Of Ghani Khan Baba. Da Ghani Nazam A Da Lewanyano Nekka.

Pashto Times.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso