General Shah Nawaz Tanrai, Dr. Najibullah Shaheed And Khost Radio.
د خوست د رادیو خپرونې به تر شمالي وزیرستان را رسېدې، زمونږ خلکو به د خوست رادیو ډېره په مینه اروېدله، پخوا به د رادیوګانو ډېر کمی وو، د چا سره به چې رادیو وه نو سم د عزت په سترګه به ورته کتل کېدل، زه په خپله د کرکټ ډېر شوقین وم نو پلارجان مې راته په 22 سوه کلدارو باندې نېشنل رادیو آخېستې وه، کله به چې د پاکستان لوبه د چا سره وه نو مکتب ته به مې هم له ځان سره وړله
یوه ورځ د پاکستان او د وېسټ انډیز لوبه وه، استاذ مو راته وویل چې سبا رادیو د ځان سره مکتب ته راوړم، کله چې مکتب ته ورسېدم نو یو اننګز یعنې یوه پاڼۍ تېره شوي وه، نو د وقفې په منځ کې مې د خوست رادیو ونیوله، په خوست رادیو باندې جلیل القدر رئیس جمهور ډاکټر نجیب الله لګیا وو او د شاه نواز تڼي متعلق يې څه ویل، چې په دې وخت کې استاذ راباندې غږ کړو چې دا نجیب دی، دا مه اوروه، ګناه لري، بیا وايي چې د کابل نوم هم مه اخلی، کافر کیږي
نن چې کله د شاه نواز تڼي د مرګ اواز مې واورېدو نو جنان نجیب الله شهید را په زړه شو، او د خپل استاذ هغه ناوړه خبره هم را په یاد شوه، واقعاً چې ښه او بد نه هیریږي، پس له ډېرو تبلیغاتو اوس هم جنان نجیب الله شهید د خلکو په زړونو کې ژوندی دی، خو خاینان او غلط تبلیغ کوونکي د تل دپاره ورک شول
Suhail Noor
General Shah Nawaz Tanrai, Dr. Najibullah Shaheed And Khost Radio. Afghan General And Former Defense Minister Shah Nawaz Tanai Is No More.
General Shah Nawaz Tanai Died In Islamabad Pakistan Today as Was Living There After Kabul fell Into Taliban's hands On 15 August 2021.
Pashto Times Pashto Info Blogs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.