Skip to main content

Ghani Khan Baba, Marg, Janan Aw Mula Jan. By Younas Khan Buneri.

 Ghani Khan Baba, Marg, Janan Aw Mula Jan. By Younas Khan Buneri.


Ghani Khan Baba, Marg, Janan Aw Mula Jan. 

د زنګ لاندې شمشیر 

                           ( اوومه برخه )

غنی خان دمرګ په باب کښې هم  د ملا سره اختلاف لری او ملا چې په کوم انداز کښې د مرګ تصویر کشی کوی نو غنی خان د هغې فلسفې په قطعی توګه باندې رد کۍ او د دې لوړ کار کول جرآت  هم د عارفانو  کار دې ولې چې ظاهربین خلق مرګ یوه توره بلا تصور کوی او په خوف کښې ترې مبتلا وی خو دا د عارف کمال دې چې عوامو  ته د مرګ هغه ښکلې اړخ وړاندې کوی چې زما پشان  یو ګنهګار انسان هم دې ته تیار شی چې هغې دې هم د مرګ تمنا د زړه له کومې اوکړی او عارفان وايی هم دوﺉ ته څوک چې عوام د الله د  هر امر په حکمت باندې ښه په دلیل سره   پوهه کړی 

عارف او عالم کښې څه فرق دې ۔۔؟ ډیر ملګری ماته ډیر په فخر سره وايی چې ما خپل بچې په مدرسه کښې کښینولې دې او عالم ترې نه سازول غواړم ته دعا اوکړه چې ځما بچې عالم شی نو زما ورته دغه وینا وی چې عالم ترې مه سازوه بلکه عارف ترینه ساز کړه هغوﺉ تندی تراؤو کړی او ځما په مقصد ځان پوهه نه کړی ولې چې عوامو ته خو د محسوساتو علم یو لوﺉ نعمت ښکاری او بیا يې دا لالچ هم وی چې ځَه که ځه هر څومره ګنهګار شم خو چې بچې مې علم حاصل کړی نو جنتی به شم خو داسې خلق ځما د محبوب صلی الله علیه وسلم په دې ارشاد نه وی رسیدلې لکه چې فرمايی ۔۔ الناس کلهم هالکون الا عالمون والعالمون کلهم هالکون الاالعاملون والعاملون کلهم هالکون الاالمخلصون والمخلصون فی خطر شدید  ۔۔ یعنی تمام انسانان به جهنم ته ځی خو عالمانان به سلامت وی او تمام عالمانان به دوزخ ته غورزیږی خو په خپل علم چې چا عمل کړې وی هغوﺉ به سلامت وی او ټول عمل کونکی به هم جهنم رسید کیږی خو صرف مخلصین به ترې سلامت وی  خو ولې د اخلاص خاوندان  په ډیره خطره کښې دی ۔۔۔

د تحقیق نه دا ثابته ده چې مخلصین فقط عارفان دی او د ظاهر بینه عالمانو په دې قیمتی ګنج کښې هیڅ برخه نه وی او دا یوازې غنی بابا نه دې چې ګنی هغه په ظاهربینو علماوو تنقید کړې دې بلکه خوشحال بابا هم د محسوساتی علماؤ او د معرفت د علماؤ په مینځ کښې په دې ډول کرښه راکاږی لکه چې وایی 

          چې  دستار  تړی هزار   وی 

خو  ۔۔  د دستار سړی په شمار وی 

یعنی د دستار تړلو لایق هغه عالم دې چې عرفان لری او بل ځاﺉ کښې خوشحال بابا داسې ارشاد کۍ 

ملایان او شیخان ډیر دی بې حسابه 

د  خوشحال خټک  پکار دی  عارفان 

ولې چې ځان او قام د شخړو او مصیبتونو نه هغه نران  ویستلې شی د چا سره چې د معرفت هنر وی ځکه چې د معرفت د هنر په مقابله ټول هنرونه او پوهې بې معنې او فاسدې شی 

ځمونږ د ډیرو پوهانو خلقو هم دا خیال دې چې غنی خان لیونې فلسفی وو او هم د دې  فلسفې د لیونتوب اثر وو چې غنی خان د مذهب په واکدارانو باندې ګزار کړې دې خو د دې خلقو دا خیال زما په نیز بیخی فاسد دې ولې چې غنی فلسفی نه وو بلکه عارف دې خو د عرفان د رنړا نه نابلده خلق د غنی بابا دې عرفان ته فلسفه وایی کوم چې د بابا سره سراسر ظلم او زیاتې دې ولې چې دا خبره د تجربې نه ثابته ده چې د عرفان د علم نه محرومه فلسفیان د الله د وجود نه انکاری وی لکه دغسې یو فلسفی شاعر خو اشرف مفتون هم دې خو ولې د هغه شاعری د معرفت نه خالی ده او په ډیرو شعرونو کښې يې شیطان ته یار او جانان ويیلې دې خو غنی بابا چرې هم د خداﺉ د وجود نه انکاری نه دې او خداﺉ ته هغه حسن ويیلې مینه وییلې او یار او جانان ويیلې دې دا فرق دې په فلسفی او په عارف کښې ۔۔۔ فلسفی چې چاته یار وایی نو عارف ورته دښمن وایی او فلسفی چې د کومې هستۍ د وجود انکار کۍ نو عارف ورته یار او جانان وایی او دغه رنګې دا د معرفت نتیجه ده چې د الله کوم امر  چې عوام خلق بلا او آفت ګنړی د ژوند د رونق دښمن یی ګنړی نو د معرفت نه باخبره عارف ورته د ژوند ښکلا وایی لکه غنی بابا نه هم  له مرګه بوږنیدونکې عوام په دا رنګ تعجب  کښې پوښتنه کۍ 

وې وایه لیونیه خلق وﺉ ته مرګ ته خاندې 

دا   دې   کښې د خندلو  څه خبره ده  آشنا  ۔۔؟ 

                       ( نور بیا   انشآ ءالله )




Pashto Times Pashto Blogs, Pashto Info, Pashto History, Pashto SMS, Pashto Poetry, Pashto Tappay, Pashto Learning By Pashto Reading.

English To Pashto In USA. Learn Pashto To English USA. Learn Pashto Reading Online In United States.

Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha. Akhtar Pashto Shayeri 2022 And 2023. 



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso