Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023.
Da Cricket Loba. Khan Zaman Kakar.
غزل // خان زمان کاکړ
که خبر مې شو د روح له لېونتوبه
مولانا د بلخ به نېغ راځي تر ږوبه
لښکر ګاه د پنجابيانو پناه ګاه شوه
د پښتون بدن په وينو شوه خړوبه
د جانان د خوبولو سترګو ديد ته
زه به پاته تر سهاره وم بې خوبه
زه زغملی شمه هر منظر د حسن
خو توبه د سترغليو له پړسوبه
د سينو څلي هوار ساتې هوښيارې!
نښانې د بغاوت ساتې سرکوبه
د واده تصور خام وو، نفس دهوکه کړې
شو دې ټول بدن خالي له پېغلتوبه
ستا د شان د تقاضې خيال مې ساتلی
پر ښايست باندې مې داؤ کړې زلميتوبه
نه دې يار نه دې ديار شته دی هلکه!
نوکرۍ کړلې محروم له سړيتوبه
د کابل سقوط څه دومره پېښه نه ده
اوس زده کړې پښتنو د کرکټ لوبه
۱ مارچ ۲۰۲۲
Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023.
Da Cricket Loba By Khan Zaman Kakar Janoobi Pashtunkhwa.
Pashto Times Pashto Ghazal 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.