History Of Ukraine In Pashto. Ukraine History Explained.
By Sarbani Afghan
په لنډو د يوکرين حالات د نژدې تاريخ رڼا کې
1
زر کاله مخکې کيوين روس يو لويه امپراطوري وه کيو ښار د دې پلازمينه وه. ننی روس، بیلاروس او يوکرين ځانونه د دغې امپراطورۍ وارثان ګڼي. خو دا چې کيو نن هم د يوکرين پلازمينه ده نو اصل وارثان يې همدا يوکرینيان دي ځکه ورته روسيان تل د سيال په نظر ګوري
2
د اولسمې پېړۍ نه رادېخوا تر 1991 يوکرين زياتره د روسي امپراطورۍ ترلاندې پاتې شوی. دې دوران کې روسيانو دغلته خپله غلبه جوړه ساتلو لره ډېر شی نسلي روسيان ځای پر ځای آباد کړي وو چې لامله يې نن د يوکراين ٪17 آبادي روسي توکمه ده. فاشسټ روس په دغې بس و نه کړه اولسمې پېړۍ کې روسي ملکې کیتهرين دي ګريټ ښوونځيو کې په یوکرینۍ ژبې بندېز ولګوه. کال 1800 کې يوکرینيان پابند کړی شو چې نوي نسل ته به يواځې روسي ښيي. همدا وجه ده چې نن د هر درېيم يوکرینين مورنۍ ژبه روسي ده.
3
کال 1991 کې يوکرين ازادي ترلاسه کړه، دغه وخت د روسي ايټمي وسلو يو لويه برخه (1200 ايټم بمونه او 2000 ټيکټيکل نيوکلير ویپنز) يوکرین کې انسټال وه.
4
پنځم دسمبر 1994 کې يوکرين، بيلاروس او قزاقستان روس سره #بوداپسټ_میمورینډم لاسليک کړو چې پکې انګلستان او امريکه ضامنان ول. د دې تړون ترمخې ياد هیوادونو خپلې ايټمي وسلې او بیلسټک ميزايلونه روس ته وسپارل بدل کې روس د هر ډول خطر په وخت د دوی د سلامتيا ژمنه وکړه.
5
فروري 2010 نه تر فروري 2014 وکټر يانوکووچ د يوکرين اولسمشر پاتې شوی و. دی ډېر ښکاره پرو روس و. د باندې په لوی لاس د بډو اخيستو او ملکي خزانه لوټ کولو تورونه پورې شوې وو. ماسېوا د ختيزي يوکرين لوهانسک او ډونیسک (دې دواړو ته په شريکه ډانباس هم ویلی شي او دلته روسي نسل اکثريت لري) نور ټول هيواد کې يې هېڅ اولسي مقبوليت نه لرو خو هره پېره به په زور زياتي، غلا غلطۍ او روسي ډاډ يې د مشرۍ سيټ نيوو.
6
2013
کې
EU
سره د يو ډېر لوی سوداګريزې اړيکې تړون لاسليک کولو پرځای روس سره 15 بلين ډالرو يو تړون لاسليک کړو. يوکرینيانو دې ته داسې نظر وکړو لکه چې يوکرين يې په روس خرڅ کړو. ځای په ځای لاريونونه شورو شو مظاهرين ورو ورو د کيو میدان ته راغونډ شو دوی بس دوه غوښتنې لرې EU سره تړون او د يانکووچ ښکته کوزېدنه، دې مظاهرو ورځ تر بله دوام موندو او ورته ته د يورو-میدان نوم ورکړی شو. فروري 2014 کې آخر يانکووچ سر ټیټ کړو او روس ته وتښتېد
7
روس او د يوکرين ختيزي سيمې (ډانباس) د يانکووچ ملاتړي وو، دې واقعاتو هغوی ډېر وپارول. روس د يوکرين سويلي سيمه کريميا په زور ونيوله. وروسته کريميا کې ريفرنډم وکړی شو، کوم کې چې کريميا روس سره تړاو وکړو. بلې خوا ډانباس کې يې هم د ازادۍ غورځنګ پيل کړو
8
او بيا چې يوکرين د EU سره ځان تړولو پرېکړه وکړه نو روس پرې يرغل وکړو ځکه چې روس نن هم دغه هیوادونه خپلې کالونۍ ګڼي او نه غواړي چې دوی د ده د اغيزو وځي
History Of Ukraine In Pashto. Ukraine History Explained. Pashto Times Pashto History Article. Learn Pashto By Reading Pashto Blogs. Pashto Blogs About History Of Ukrainr.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.