Ian Talbot, Pakistan A New History Book and Pashtun National Jirga.
Pashtun National Jirga Bannu.
اين ټالبوټ په خپل کتاب "پاکستان - اي نيو هسټري" کې ليکي چې په پنجاب ايالت/ صوبه کې ميشت هر څلورم کس په 1947 کې د هندوستان د مشرقي پنجاب څخه پاکستان ته را کډه شوې دي - ښاغلي اين ټالبوټ زياتوي چې د خوند خبره دا ده چې نه هغه پنجابيانو ته په پاکستان کې څوک مهاجر وايي او نه دوې ځان مهاجرګڼي - نن د پاکستان په آبادی کې هغه پنجابي مهاجر د 40 څخه تر 45 ميليونه پورې دي
د دې سره سم په پاکستان کې 'اردو ژبه ويونکي' مهاجر هم په کراچۍ او حيدر اباد غوندې ښارونو کې په ميليونونو اباد دي - بله خوا ته په پاکستان کې افغان کډوال د 40 کالو څخه زيات ژوند کولو باد هم د رياست له خوا تنګول کيږي او هغوی ته د شهرت حق خو پرېږده، تش د انسان حق هم نه ور کول کېږي - د افغان کډوالو په بهانه ټول پښتون کام سره غير قانوني او غير انساني چلند روان دي - نادرا او پاسپورټ دفتر د کورنۍ وزارت دوی هغه ادارې دي چې د پښتنو د زورولو، شکولو او سپکولو کار ځينې اخستل کیږي - په بنو کامي جرګه کې په کار ده چې په دې حکله پريکړه وسي
Nafy Achakzai
#پښتون_قامي_جرګه
#PashtunNationalJirga
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.