Mansoor Halaj Sook Wo. Who Was Mansoor Helaj. A Great Sufi
منصور حلاج
Who Is Mansoor Helaj?
دا مالومات د هغو ملګرو لپاره دي چې اکثره د منصور په اړه پوښتنه کوي، چې منصور څوک دی؟
د هغې سره څه شوي دي؟
او چې شوي دي، ولی شوي دي؟
کومو ملایانو د هغې خلاف فتویٰ ورکړي؟ او کوموعلماوو یې حمایت کړی؟
Personal Biography Of Mansoor Helaaj.
شخصي مالومات
زیږیدنه: ۸۵۸ م. فارس
مړینه: ۲۶/ مارچ/۹۲۲
د مړینې وجه: اعدام
مذهب: اسلام- اهل سنت
تابعیت: عباسي دولت
Life Of Mansoor Helaj In Pashto
عملي ژوند:
استاد: جنید بغدادي
کار: شاعري، متصوف، معلم
ژبه: فارسي، عربي
شعبه: عمل تصوف
مؤثر: ذوالنون مصري، بایزید بسطامي
متأثر: حافظ شیرازي،شیخ فریدالدین عطار، سنایې غزنوي، مولانا جلال الدین محمد بلخي رومي، بالیم سلطان، سچل سرمست، غني خان او په زرهاوو نور مشهور او غیر مشهور اشخاص.
الزام
Allegations On Mansoor Helaj.
د کفري کلمو ویل
منصور حلاج یو فارسي صوفي او لیکوال وو. پوره نوم یې ابوالمغیث الحسین ابن منصور الحلاج وو. د منصور پلار مسلکي نداف وو نو ځکه ده ته هم د حلاج (پنبه وهونکي یا هغه کس چې پندانه د مالوچو نه بیلوي یانې الاجي کوونکی) نسبت کېږي
نوموږی د فارس په شمال مشرقي سیمه الطور کې پیدا شوی وو، د عمر اولني وختونه یې د عراق په واسط ښار کې تېر کړي، بیا یې د اهواز په تستر کې د سهل بن عبدالله او له هغې وروسته یې په بصره کې د عمرو مکي څخه په تصوف کې استفاده وکړه. ۲۶۴ هـ کې بغداد ته لاړه او د جنید بغدادي په تلمذ حلقه کې شامل شو. د عمر ډېر وخت په سیل او سیاحت کې تېر کړی او ډېرو ملکونو ته یې لکه مکه او افغانستان ته سفرونه کړي
تفصیل
Mansoor Helaaj Tasawoof Info.
حسین بن منصور حلاج په ۲۴۴ هـ کې د ایران په طوس ښار کې پیدا شوی. په شپاړلس کلنۍ کې یې قران کریم حفظ کړ او د سهل بن عبدالله تستري مرید شو.
هغه د لمونځ اودس پابند او د سیل او سیاحت سره یې شوق و. شل کلنۍ کې د حسن بصري مدرسې ته ورسیده.-- کله چې د وخت حکومت په بصره کې تنګ کړ نو بغداد ته لاړه او هلته د یو صوفي په ډول راښکاره شو. په بغداد کې یې ښځه او واده وکړ او څلور بچي یې وشول. په بغداد کې یې چې کله مریدان ډېر شول نو، حکومت یې تنګول شروع کړل او ډول ډول بهانې به یې ورته جوړولي-- د هغه خلاف د حکومت خلاف د خلکو د راپارولو تورونه لګول کیدل.-- له دي ځایه یې کوچ وکړ او د حج په سفر روان شو، درې کاله یې هلته تېر کړل او بیا هماغسي افغانستان ته ولاړ. له هغې وروسته یې په ختیځ ایران کې پنځه کاله تېر کړل او بیرته تستر ته ولاړ. بیا یې د هندوستان دوره وکړه او هلته یې هندو فلسفه مطالعه کړه.-- ترکستان کې د بودیزم مطالعه وکړه او له هماغي ځای نه دریم ځل
حج کولو ته لاړه او واپسۍ کې بغداد کې ایسار شو، هلته یې د کعبې یو ماډل هم جوړ کړ. هغه به په عبادت او تبلیغ کې شپه او ورځ مشغول وو. حسین منصور د یوي نوي لاري علمبردار وو، د هغه شاعري باغیانه او خیالات یې د هغي وخت د فکري رویو بیخې برعکس وو
همدا وجه وه چې ځینو خلکو هغه دیوانه او لیونی وګڼلو، منصور انسان ته مرکزي حیثیت ورکاوه. د هغې مطابق د انسان په ذات کې خدای موجود دی او په دي خبره به یې ډېر تاکید کولو چې په فرد کې دي خودي او عزت نفس تر دي حده موجود وي، چې هغه په نورو خپل انفرادیت ومني
په همدې خبره د هغه مخالفت وشو او ډېر مشکلات یې ولیدل. په هغه وخت کې په عربو کې بغاوتونه شروع وو او خلک د عباسي دولت خلاف راپورته شوي وو
د حسین بن منصور د کارنامو او د مریدانو د زیادښت څخه عباسي حکومت په ویره کې وو، نو د وخت حاکم حامد بن عباس په ۲۹۷هـ کې د ابن داؤد اصفهاني نه د هغه د قتل فتوا واخیسته او منصور یې ګرفتار کړ.--یو کال وروسته هغه خوزستان (سوس) ته وتښتیده. ۳۰۱ هـ کې هغه بیا ونیول شو او څو کلونه قید تېرولو نه وروسته خوشي شو، مګر د حامد بن عباس د اسرار په وجه بیا ونیول شو. تر یو کال پورې یې دوسیه وچلیده او بالاخره په ۳۰۹ هـ کې په بې رحمۍ سره قتل کړای شو، د ځړولو څخه وروسته یې جسد وسوځول شو او ایره یې په سیند کې لاهو کړل شوه
" حامد بن عباس د وخت وزیر چیغې کړي او ویې ویل: لاړ شئ او د هغه خاورین جسد وسوځوئ او ایري یې وبادوئ!
د هغې نفس ما قتل کړ، اوس به هغه د حق نارې څنګه ووهي؟"
بیا هغې منډي کړي او د خلقت په هجوم کې یې لاره وکړه-- بیا یې د هغه بې سره وجود او تړل شوي غوڅ شوي لاسونه د لرګو په ډېرې کیښودل او اور ورکول شو. خلکو چغې وهلي او واویلا یې کوله او په هوا کې د شغلو هري ذرې د "انالحق" نارې وهلي.
دومره ډېرو سترګو منصور لیده چې اتش کده تري جوړه وه، هغه یو شغله باندې بدل شوی وو چې خپله یوه شغله وه.-- انالحق ویل چې هغه حق وو.
انا الحق
انا الحق
انا الحق
راټولونه او زیاتونه: ایاز مطیع
Anall Haq By Mansoor Helaj.
یو کس يې د منصور د بزرګۍ خلاف خبري ليکلې دي او مفهوم يې دا جوړيږي چې څومره شاعرانو، اديبانو او ليکوالو منصور په خپلو شعرونو کښې د عقيدت په خاطر ستائيلې دې نو دا د علم کمې دې او دې خلقو ته دغه علم نشته چې منصور يو جادوګر او غير دينه انسان وۀ اه هه خپل جاهليت کښې دومره مخکښې تلې ؤه چې ځان ته يې خدايې او خپلو شاګردانو ته يې د پيغمبرانو په نيز کتل او بلل، او د خپلې انګور ته يې ؤوئيل چې ماته سجده ؤکړه چې هغې ترې پوښتنه ؤکړه چې آيا دا خدايې نه علاوه بل چاته سجده کيدې شي نو منصور په جواب کښې ؤوئيل چې يو خدايې بره په اسمان کښې دې او يو خدايي زۀ يم. دغه شان نورې خبرې پکښې هم موجود دي په برني کمنټس کښې شته
بله ډله د دې بر عکس ده وائي چې منصور يو ډير لوې بزرګ ؤه او د وخت انتها پسندو ملايانو پرې فتوې د کفر جاري کړې او منصور يې ډير په بې درديې سره ؤوژلو. دغه رنګې بشمول رحمان بابا او نور ډير نامتو شاعرانو او صوفيانو منصور په خپلو شعرونو کښې په حقه او د بزرګانو په نيز ستائيلې دې او شهيد يې ګنري...
نو دلته اوس عوام الناس په چا يقين ؤکړي؟
کوم يو ټهيک دې او کوم غلط،
زمونږ په زيات تره تاريخ کښې مخالفت دې، يو يو شان ليکلې دي نو بل د هغې مخالفت کړې دې او خپلې ته يې ټهيک وئيلې دي
. دحلاج داشعارو دیوان
لکه چې دمخه مو وویل دپښتو ژبې پخوانیو او ا وسنیو شاعرانو په خپلو شعرونو کې دده نوم ډیر یاد کړی دی چې دادی دځينو پخوانیو او کلاسیکو شاعرانو او او سنیو شاعرانو هغه بیتونه راوړم چې دمنصوریادونه یې پکې کړې ده :
ګوره دمنصور غوندې په دار نه شي رحمانه
مکړه دا دعشق خبرې مستې رندانه
( رحمان بابا )
هر وګړی چې منصور غوندې په دارشي
دار داریې پس له مرګه نخل میوه دار شي
( رحمان بابا )
كه مې سر لكه منصور غوندې په دار شي
دغـــــــــه دار دى و رحمــــــن وته معراج
( رحمان بابا)
اورنګ زیب او شاه جهان غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
(رحمان بابا)
د منصور وحال ته گوره! حال ئې څه شؤ؟
خـدای دي فــاش د هـيـچــا نـه کاندي پـټ راز
(رحمان بابا )
د منصــــــور رشتيا سبق و
دا ســـــــبق يـــې پر ورق و
هــر ورق باندې يــــې كښلى
ســـر كـلام د انالـــحق و
( ارزاني خیشکی)
پر منصور علماو ځكه سياست تير كا
چې یی هر تقليد فاش نكا
( دولت لواڼی)
هــر چې دار نه قبلوينه د منصور دعوه دې نه كا
هر چې ويره كا له داره دى ملحد حال يې تباه دى
( دولت لواڼی)
منصور چې مـــــست و له هغه جامه
جرعه يې راغلـه زمـــــا تر كامــــــــه
منصور په دار شه زه به لا نور څه شم
كـــه رازمې ورسي تر خاص و عامـه
( ستر خوشال بابا )
لكه منصور په سر د دار دعوه د عشق نه پريږدي
كــه مبتلا يې په بلا كـاندي پښيمان به نه شي
( حافظ الپوري )
كه دې راز د انالحق په زړه كې پټ كړ
څوك به تا څكــوي و دار ته د منصور
( شمس الدین کاکړ)
منصوره ځکه خو په داروختې
.چې د اشنا راز دې حجرو له یوړو
(غنی خان)
كه هوښياران مې راخبر شول په اسرار د مينې
لكه منصور به په خندا پړى د دار ونيــــــسم
( شاعر ؟)
که منصور غوندې په دار او په سنګسار شم
نشته داچې ستا له مینې توبه ګار شم
( حمید ماشو خیل )
سربه نظرانه کړو که زموږ په کلي بیاراغلي
تاته ډیر سرونه د منصور غوندې په دار خیژي
( رحماني )
نه مې شمعې بلې کړلې
نه مې ژوند دخوار پتنګ شو
نه منصور غوندې په دار شوم
نه مې ځان په وینو رنګ شو
( عنایت الله پویان )
د منصور غوندې په دار یم چې ریښتون یم
په شته کور کې در په در یمه پښتون یم
(ظهیرعباس خان زاک)
په رښتیا ویل منصور غوندې په دار شوې
خپل افغان ولس . وطن ته وفادار شوې
( اسماعیل اړم)
مونږ د منصور په پلونو درومو ځکه دار خوښوو
چی تر جانانه پری رسیږوهغه لار خوښوو
( شاعر ؟ )
که منصور غوندی په دار شم پرواه نشته
بیا به هم وایم اشنا ته می حاجت دے
( شاعر ؟ )
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
( پیر محمد کاروان )
خدايه ! په دار بيا د منصور غوندې شوم
پـه دې حــا لاتو کې مجبور غوندې شوم
( مصطفی پسرلی)
دا کمزوری د زمانی ده ګرانه
منصور تیار دے خو دار نه دے تیار
( محمد ګل منصور)
ستا مینه که جرم وي سنګسار دې شم
خیردی د منصور غوندې په دار دې شم
( هلا مهاجر)
یو منصور د اناالحق نارې په دار کړئ
بل منصور خو لا جانان ته هم کافر ويلي
(منير بونيری)
مونږ په مسلک يو د منصور د مرګه نه ويريږو
د حق اواز مو ښه ښکاره په سر د دار کړې دې
( شاعر؟)
دا وطن د منصور نه
Who Is Mansoor Helaj. A Sufi In Islamic History. Pashtun History and Mansoor Hilaj. Pashto Info about Mansoor Helaj. Mansor Helaj Info In Pashto. Pashto Info. Pashto Times Pashto Blogs about Mansoor Helaj. Mansoor sook wo.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.