Olas Janan Kra No Da Tool Olas Janan Ba Shay. Pashto Ghazal Lyrics.
Poem By Rahmat Shah Sayil
Singer. Haroon Bacha
ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې
که لږ په خپله ځمکه ودرېدې اسمان به شې
په تنهايۍ کې وي بې دره بې دياره سړى
د زړونو کور کلي له راشه نو ودان به شې
د ژوند په شور کې ځينې ځينې اوازونه اوره
که ناست يې پابه څې که پاڅېدې روان به شې
ستوري خالونه په تندو کړه د وطن د ښکلو
تيارې دې نۀ شي پټولى چراغان به شې
د پردي سيوري نه په خپلو سرو غرمو کې ښه يې
دلته به ډېر ګران يې که هلته شوې ارزان به شې
د خپل پرهر د درد د سرو ګلونو ژبه زده کړه
په خپل ګل به شې د ګل د خاندان به شې
ماتول هېڅ نه دي مشکل د نفرتونو پولې
د مينې لار واخله يقين به شې ايمان به شې
بيا به تمبېږي د پلکونه ګوزارونه درنه
د ستمګرو مينه وکړه نو سندان به شې
يا بنجارى شه يا ملنګ د پښتنو د کوڅو
سايله دا اعزاز حاصل کړه شاه جهان به شې!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.