Skip to main content

Pagrai, Dastar, Turban, Patkay. History And Value Of Pashtun Dastaar.

 Pagrai, Dastar, Turban, Patkay.  History And Value Of Pashtun Dastaar.

By Latif Yaad.


پګړۍپه پښتنو کې دغیرت ، عزت اوویاړ نخښه او

په پښتو ادبیاتو کې یې یادونه:

---------------------------------------------

چې دستارتړي هزاردي

ددستارسړي په شماردي

(خوشال بابا)

په پښتوژبه کې پګړۍ ته بګړۍ ، پټکی یا لونګۍهم ویل کیږي . په پښتنو کې دپګړۍ دتړلو او په سرولودود دلرغونو زمانو راهیسي رواج لري . ویل کیږي چې په لرغونو آریائیانو کې دپکهت قبیلې چې مقصد ترې پښتانه دي غټې او اوږدې پګړۍ تړلې ،له همدې کبله په نورو آریايی قبيلو کې دوی دپګړیو په وجه ځانګړي خلک پیژندل کیدل او پګړۍ ددوي د ځانګرتیا یوه نخښه ګڼله کیدله . پګړۍ یا پټکی یا لونګۍ په پښتنو کې دعزت اوشان اوشوکت او ویاړ نخښه ده اوپه درنه سترګه ورته کتل کیږي او چا چې دپګړۍ سپکاوي وکړ نو ددې مانا داده چې هغه سړي دهغه بل سړي عزت ته په سپکه سترګه وکتل او داپه پښتنوکې یو نه بخښونکي جرم ګڼل کیږي .پګړۍ په پښتنو کې دغیرت اوویاړ نخښه ګڼله کیږي او په پښتنو کې چې دکومې قبیلې مشر مړشي نو دهغه زوی یاورورته دمشرۍ پګړۍ په سرتړله کیږي او هرڅوک دپګړۍ اهل نه ګڼل کیږي. یوازې هغو کسانو ته دپګړۍ پر سر دتړلو ویاړ ورپه برخه وي چې دمشرۍ وړتیا او لیاقت یې ولري او دپګړۍ عزت وشي ساتلی . دجرګو او مرکو په وخت کې هم پښتانه پګړۍ په سروي او پګړۍ دمشرۍ نخښه ګڼله کیږي 



په ۱۷۴۷ زیږدیز کال کې صابرشاه کابلي دکندهار په شیرسرخ کې احمدشاه بابا دافغا نستان دپاچاهۍ وړوباله او هغه ته یې دمشرۍ پګړۍ په سر وروتړله


ستر خوشال بابا پر پګړۍ باندې یو کتاب په نظم سره کښلی دی چې دستارنامه نومیږي چې دپګړۍ دتړلو اودپګړۍد فضیلت په اړوند پکې ډیر څه لیکل شوي دي ،خوشال بابا دغه منظوم اثر په ۱۶۴۵ زیږدیز کال دسپتمبر په میاشت کې هغه وخت بشپړ کړ چې د هند دمغولي واکمن اورنګزیب له خوا دهند دراجستهان درنتهمبور په جیل کې بندیوان و .خوشال بابا په دستارنامه کې لیکی


چې دپګړۍ دپه سرولواوتړلو خلک خو ډیر دي او هغه څوک یې باید په سر وتړي چې عزت یې ساتلی شي او هر هغه څوک یې چې عزت نه شي ساتلی هغو ی دې پر سر نه تړي .پښتانه په خپلو پګړیوکې لوړې لوړې شملې هم پریږدي چې دا هم په پګړۍ کې دویاړ یوه بله نخښه ګڼله کیږي.همداراز پرسرباندې د کږې پګړۍایښودل هم دپښتنوالې دغیرت او ویاړبله نخښه ګڼلي شي 


ډیرو پښتنو شاعرانوهم دپګړۍ او شملو ستاینه کړې ده لکه حمزه بابا چې وایی


جګه مې شمله وه ټیټیدو ته مې پرې نه ښوده

اوښکه پښتنه وه څڅیدو ته مې پرې نه ښوده



همدارازیو بل شا عر وایی 


دشملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو

ته رڼا دستورو راوړه مونږبه ویني دزړه درکړو


همداراز سترخوشال بابا دایمل خان مومند او دریاخان اپریدي په ستاینه او درناوي کې داسې وایي


دریاخان مې دخچۍ ګوتې څلی دی

ایمل خان مې دپګړیه شملکی دی


په پښتو لنډیو کې هم پګړۍ یا پټکي ته ددرناوي په سترګه کتل کیږي او دپګړۍ په اړوند ډیرې لنډۍ ( ټپي ) شته دي لکه چې وایی


پټکی دې کوږ په وريځو کیږده---- زه د همزولو په کتار کې ناسته يم

لنډه داچې پګړۍ په پښتنو کې دغیرت ،عزت او ویاړ نخښه ده او موږ پښتانه خپل دغه ملي دودته په درنه سترګه وګورو. 

هسکه شمله دې ښکته مه شه 

دپښتنو په شملو ویاړي تاریخونه 

(یاد)



Pagrai, Dastar, Turban, Patkay.  History And Value Of Pashtun Dastaar.

By Latif Yaad..

What Is Pagrai?

What Is Pashtun Dastar? Dastaar.

Pashtun Pagri Or Patkay. Pashtun Turban.

Pashtun Castume. Pashtun Male Dress And Attires.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso