Pashto Short Story. Pashto Story And Taliban Rule In Afghanistan.
وايي چې د يوه سړي کور ته سمساره ورغلې وه، نو سړي يې ادب او احترام پيل کړ، له ډېر درنښت به يې ورته ابۍ ويل، او خپلې ښځې ته يې ځانګړې لارښوونه وکړه چې د ابۍ به ډېر خيال ساتې، نو ښځې چې به څه پخول، د سمسارې برخه به يې په کې کوله، په مېوه کې به يې هم برخه ورته کوله، سمسارې ته هم دې قدر او عزت خوند ورکړ، په ښځې پسې به روانه وه، او هر څه به يې ترې غوښتل او خوړل
سړی چې به سهار له کوره وتلو، هم به يې له خپلې ښځې د ابۍ پوښتنه کوله، او کله چې به ماښام راغلو هم به يې د ابۍ خاصه پوښتنه کوله
يوه ورځ ښځه نغري ته د غرمې ناسته ده ډوډۍ پخوي، سمساره څنګ ته ورغلې، ښځې ورته يو چنډه ډوډۍ اچولې، هغه يې چې خوړلې، بيا بيا څنګ ته ورغلې، آخر ښځه تنګه شوې، په سمسارې يې د اورلړوني ګوزار کړی، سمساره يې ځای پر ځای فيصله کړې، ښځه سخته ستومانه شوې، ټوله ورځ يې په خفګان تېره کړې چې ماښام به مې مېړه ته څه ځواب ورکوم، ماښام يې چې مېړه راغلی، لومړۍ پوښتنه يې د ابۍ کړې، ښځې يې په غمجنې او ژړغونې لهجې ورته ويلي چې دغسې کيسه وشوه، ابۍ خو رانه مړه شوه
سړي له خوشالۍ خپله ښځه په غېږ کې نيولې او ورته ويلي يې چې: په پير دې رحمت شه، دا خو دې غټ کار کړی، اصل کې زه ترې ډېر ډارېدم، له ډاره مې ورته ابۍ ويلې
نن سبا د ځينو حال دغه سړي ته ورته دی، چوپه خوله يې پرده ده
Pashto Short Story. Pashto Story And Talinan Rule In Afghanistan. Pashto Times Pashto Funny Story. Pashto Qessa, Pukhto Qessa. Pashto Adab, Pashto NFTs.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.