Skip to main content

Pukhtana Da Tarikh Pa Ranra Ki. Pashtuns History In Pashto.

 Pukhtana Da Tarikh Pa Ranra Ki. Pashtuns History In Pashto.


پښتنو تر اوسه پورې څه کړي دي !!


ځينۍ ښه پوهه ملګري زما سره بحث کوي چې تر اوسه پورې پښتنو څه کړي دي خو ټول عمر ٸې په ډيرانونو جنګونه کړي دي ـ  ټول عمر په دې خړو غرونو کښې  اوسيدلي دي او د خپل تربور ښپې ٸې وهلي دي ـ نو د دې ملګرو دپاره زما دا ځواب دے چې پښتون ته ده هر اړخ نه اوګوره که هغه سياسي اړخ دے که ادبي اړخ دے اوکه د لوبو ميدان دےاوکنه د ساٸنس اړخ دے نو تاته به معلومه شي چې پښتون تر اوسه پورې څه کړي دي ـ خبره به اول زه په سياسي اړخ او د شيرشاه سوري نه به يې شروع کړم ـ محمد غوري به په خپل ځاے پريږدم ـ که مونږ اوګورو شيرشاه سوري چې په هندوستان باندې ٸې پينځه کاله حکومت  کړے دے او داسې داسې اصلاحات ٸې کړي دي  چې هم دوست او هم دښمن ٸې صفت کوي ـ اول به مونږ دې جي ټي روډ ته اوګورو بيا به د ډاګ سسټم ته اوګورو او بيا به يې سرايو او د قلعه روهتاس  کارنامې ته اوګورو د هغې نه علاوه به يې بادشاهت  ته اوګورو چې څومره انصاف پسنده بادشاهت  ې کړې وو ـ   د شير شاه سوري نه به لږ مخکښې  راتير شو په ميرويس بابا به راشو او بيا به په لوٸ احمد شاه ابدالي بابا باندې راشو او دا سوچ به اوکړو چې پښتون څه کړي!  د هغې نه پس به دريا خان او ايمل خان هم ياد ساتو  او يو دې به سوچ کوو چې پښتون څه کړي دي !  هغه لوٸ شخصيت چې انډيا ٸې په تمغو لمانځي او بهرني ملکونه د هغه د ژوند مبارزې په خپلو پوهنتونونو کښې  خپل بچو ته د درس په توګه وړاندې کوي  او مونږ پښتانه ٸې تراوسه لاپيژندو هم نه اوکه کوم د مطالعه پاکستان والا ٸې پيژندي هم نو پرې د غدارې ټاپه اولګوي   ـ تاسو به پوهه وې چې دا کوم لوړ شخصيت دے دا هغه لوٸ شخصيت دې چې نړۍ ٸې د ستر باچاخان په نوم پيژندي او زمونږ ناپوهه پکښې اواٸي چې پښتنو څه کړي ! 

د سياست د ميدان نه به مخکښې  تير شو او د ادب په ميدان به راشو  او خبره به د لوٸ خوشحال بابا نه شروع کړو آيا پښتنو په نورو قومونو کښې داسې شخصيت تير شوے دے؟ اوکه تير شوے وي نو ماته ٸې په ګوته کړو ـ بيا به د خوشحال بابا نه مخکښې  تير شو او د صوفي رحمان اړخ ته به راشو او دا سوچ به اوکړو چې پښتنو څه کړي دي ! زه به پيروښان بابا، مرزا خان انصاري ، ارزاني خيشکي ، علي محمد مخلص اړخ ته نه ځم ځکه چې خبره رانه لوٸيږي ـ د رحمان بابا خبره مې کوله د رحمان بابا په شاعرې چې کله مستشرقينو کار شروع کړو  نو دوٸ د رحمان بابا په شاعرې دومره مٸىن شو چې بس۔  د ده شو ـ که څوک د بلې ژبې وګړے د رحمان بابا شاعري يا شعر واوري  او په مطلب ٸې پوهه شي نو زر د ځان سره اواٸي چې واه واه نو پښتنو څه کړي دي !  د رحمان بابا نه پس به حميد بابا ته راشم او  د ده موشګافي به اوګورو او بيا به فيصله اوکړو چې پښتنو څه کړي دي ! د حميد بابا دا يو شعر به د مثال په توګه وړاندې کړم او بيا ٸې د غالب شيرازي او د تورو ژبو د شاعرانو سره ې مقابله کړو بيا به درته پته اولږي چې پښتنو څه کړي دي ! 


مشکين خال ٸې يو سرو لبو هسې زيب که 

لکه مست په ميخانه کښې ملنګ کيني 


داسې به د کاظم خان شيدا خبره اوکړو چې مشکل پسنده شاعر دے خو که د شيدا د شعر تل ته رسې نو کيدے شي چې پکښې ورک شې زه ٸې يو شعر دلته راوړم :


د افتاب په کمند نه خيژم اسمان ته 

نه وړم بار لکه شبنم په دوش د ګلو 


نو بيا به درمعلومه شي چې پښتون څه کړي دي ! 


د دې نه پس به د علي خان بابا شعر هم نه هيروو ـ 


په ادب کښې په خاصه توګه په کلاسيک کښې زمونږ سره نور هم د لوړې پاٸې شاعران شته چې مونږ ٸې د دنيا د لوړو شاعرانو په صف کښې اودروے شو خو مونږ خو دا وايو چې پښتنو څه کړي دي ! 

په جديد دور کښې د حمزه بابا د رحمت شاه ساٸل د خاطر اپريدي ، د صاحب شاه صابر ، او داسې نور ډېر شعراء چې زه ٸې دلته د مضمون د لوٸ والي له سببه نه شم راوړلے ـ که دا ټول مونږ په نظر کښې اوساتو نو بيا به راته پته اولږي او داسې به نه وايو چې پښتنو څه کړي دي ! 


د ساٸنس  اړخ ته که راشو نو ډاکټر عدالقادر الله دې جنتونه ورکړي هغه پخپله څه واٸي چې زه څوک يم ؟ او دا وګړي دې لږ د ځان سره سوچ اوکړي چې پښتنو څه کړي دي ! 

د لوبو ميدان ته که راشو نو په هغې کښې به د پښتنو کردار اوګورو  او بيا به فيصله اوکړو چې پښتنو څه کړي دي ! 


مونږ پښتانه خو ډېر بې تعليمه دي خو که کوم وګړي لږ ډېر تعليم کړے دے نو په پردې ژبې کښې ٸې کړے دے او پرې د پردو خلقو کارنامې ٸې پرې يادې کړي دي  او خپل اتلان ٸې ورته غداران او سپک کړي دي ۔   هم دا خلق داسې واٸي چې پښتنو څه کړي دي  نو اے بې علمه اے د خپل تاريخ د خپل اتل نه ناخبره ته خو اول خپل تاريخ خپل اتل اوپيژنده د هغې نه پس دا فيصله اوکړه چې پښتنو څه کړي دي ـ زه هيس کله هم د بل قوم ژبې او اتل او سپک نه ګورم  خو چې زما باچاخان  زما عجب خان  ماته  د هغوي پر ځاے غداران کوي ورکوي ٸې سپکوي ٸې  يا زما اتل نه مني نو خداے شته که نه خو د چا اتل منم او نه دچا ژبه۔ ۔  چې زما اتل  زما ژبې زما خاورې ته په دروند نظر ګورې نو هم ستا ژبه منم هم دې اتل منم او هم دې خاورې ته د قدر په نظر ګورم ـ 


زما هغه ټولو پښتنو ته خواست دے چې اول خپل تاريخ خپله ژبه او خپل اتلان د تاريخ په رڼا کښې اوګوره د هغې نه پس فيصله کوه چې پښتنو څه کړي دي !


Pashto Times Pashto Blogs, Pashto Info, Pashto History, Pashto SMS, Pashto Poetry, Pashto Tappay, Pashto Learning By Pashto Reading.

English To Pashto In USA. Learn Pashto To English USA. Learn Pashto Reading Online In United States. Pashto NFTs Pics. Pashtun NFTs New 2022. Pashto Reading and Listening. Pashtun Heros Biographies, Pashtuns History.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso