Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022.
New Pashto Ghazal Poetry And Lyrics.
زما تصوير زمـــــــا غزل زمــاسنــــــــدره واوره
په فن پارو شونــډو د ژونـــد د لار خبــره واوره
ستا د تاو کړو بنړو غشى پــــرې ولاړ ګـــــرځوم
باقى قصه زمــــا د زړه د هــر پــــرهــــره واوره
په مخ ئې اوښکې او په شونډو د انکار ټکى دى
زړګيه راشه کـــنه! بـــــــــله د دلبـــــــــره واوره
نن آئيــــــــــنې تــه ډيـــــر ډير اوګوره زما دپاره
زما د قــــــــتل فيصله د خــپل نظــــــــره واوره
يه د زړه دړده ځايې د خپل دړد په کتاب کښې ورکه
د آدم خــان او درخــانـــئ قصــــه د سره واوره
د ماښامو خيالونو ټول قياسونه ټــولې معــــنې
لکه د نن بڼګړو د شړنګ د مــــازيــــــــګره واوره
د خپلې مينې د سائل ليـــونـــــــى خواله راشه
د زړه درزا ئې د غلـــبيل غلبـــيل ځيــګره واوره
Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.