Using Plastic and Steal Kettles Explained In Pashto.
By Dr. Deedar Yousafzai.
#_لوښي_لرګي
مجاهد ملته د صحت پۀ لړ کښې د خوراک څښاک د لوښو لرګو پۀ حواله هم يو څو ډېرې مهمې خبرې يادې لرئ - تاسو چې د پخلي يا خوراک ګرمولو له پاره کوم لوښي استعمالوئ يا د چايو ، کافي ، او قهوې له پاره کوم ترماس يا د بجلۍ کېتلۍ استعمالوئ - نو هغه پۀ عمومي توګه د کلک پلاسټک ، د نرم پلاسټک
silicon
يا د سټيلو وي
کۀ لوښي د کلک پلاسټک وي - نو پۀ هغه لوښي يا د هغې پۀ پېکټ BPA free لېبل ګورئ - چې دا لېبل نۀ لري نو هغه مضر صحت وي - دغسې د سټيلو پۀ لوښو يا پۀ پېکټ کم از کم 18/8 لېبل ګورئ - چې د دې نه کم وي نو د صحت له پاره ښۀ نۀ وي - د دې نه علاوه چې کله پۀ مائکرو وېو يا اوون کښې د شيشې ، مټاک پلاسټک يا کلالي (سيرامک ) لوښي ږدئ - نو د
microvawe safe
د لېبل نه بغېر پکښې نور مۀ ږدئ - او هغه د وينځلو له پاره د لوښو وينځلو مشين dishwasher ته هم مۀ اچوئ -
اخيري خبره کۀ د پوست پلاسټک
Silicon
لوښي لرګي پۀ پخلي ځائے
kitchen
کښې استعمالوئ نو پۀ هغې کښې هم د پلاسټک ملاوټ د صحت له پاره ښۀ نۀ وي - د کره کتنې له پاره تاسو کولے شئ چې ئې کوږ کړئ يا پرې پۀ دوه ګوتو زور اوکړئ - کۀ د زور پۀ وخت ئې خپل رنګ پرېښودۀ يعنې کۀ سپين رنګے شۀ - نو د دې مطلب دا دے - چې پۀ دې کښې د پلاسټک ملاوټ دے او مضر صحت دے هغه مۀ استعمالوئ -
ډاکټر ديدار يوسفزے
Using Plastic and Steal Kettles Explained In Pashto. Silicon Steal Kettles Effects On Health. Pashto Health Blog Pashto Health Info Pashto Times. Pashto Blogs about Health.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.