Walwar. Roymal, Romal Or Roimaal Rasam In Pashtun Society. Pashto Blog
خپل کلتور او د کوژدی قیصه
........ د......................................
ځویه د کوژدی پۀ یوه دستوره کښې می ګډون درلود ما تر څنګ پۀ دغه دستوره کښې د انجلۍ او الک کورنۍ او د کلۍ مخورو هم ګډون لرو. او دعا لپاره د جمات ملا هم ناست وو.
دغۀ پروګرام د رویمال لا رومیال پۀ نامۀ وه. د الک کورنۍ د انجلۍ له کورنۍ څخه رویمال وړو. ډوډۍ حوړولو پس د الک کورنۍ یو مخور اعلان وکړو چې د انجلۍ ولور یو کروړ ده. د الک پلار وخندل او سینه یې وټکوله وېل یې سر پۀ سترګو.
دغه مینځ کښې انجلۍ تره ولاړ شو وېل یې چې د کورنۍ پۀ مخ د شل لکه روپي پاتۀ وي. د انجلۍ رور ولاړ شو وېل یې د پلانکي خیل مشرانو پۀ درنښت د شل لکه نوری پاته وي. بل ورور ولاړ شو وېل یې د پلانکی پلانکی مشر پۀ درنښت د شل لکه نوري پاته وي
همدغسی دغه ولور دونیم لکه ته راغی او پۀ ملا یې ږغ کړو چې ملا ساب پورته ښه د خیر دعا وکۀ او دغۀ دستوره ډیره پۀ خوشالی تر سره شوه
دغۀ د پښتونولی یو عرف وو چې د الک پلار خبر وو چې دغه یو کروړ ولور په دا معنه د چې د انجلۍ ورور پیغام راکوي چې زما خور دومره قدرمنه د ایا تۀ یې قدر پاللې شی. او د الک د پلار سینه ټکول په ده معنه وو چې وو زما کور هم قدرمن وو او د خلکو پۀ درنښت پیسې پریښودل په ده معنه وو چې راغلي میلمانۀ موژ ته قدرمن دي.
ووس کۀ مو دغې دستورې اختیار ملا ته ورکړی واي نو ممکن نه وا چې دغه پروګرام په دومره خوشالی سر ته رسیدلی واي حرمت او د ممانعت شل قیصې او روایت به مخی ته راغلی ول
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.