Skip to main content

Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah And Amanullah Letter To Hitler. Pashto Translatuon

 Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah And Amanullah Letter To Hitler.


Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah Khan Of Afghanistan. Pashto Translation

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ!

شاه امان الله خان ته د جرمني مشر #آډولف_هيټلر ليک:

"د القابو او ډيپلوماتيكو احتراماتو وروسته آډولف هيټلر و اعليحضرت #غازي_امان_الله خان ته داسي نوشته کړي وه:

" موږ دواړه پوهيږو چي د آلمان ملت او افغان ولس دواړه آريايي نژاده دي، ددغه نژادي بنسټ پر اساس آلمانيان او افغانان سره يو نژاد او ورونه دي. د آلمان دولت تصميم نيولى دى چي تاسي خپل ښاغلى ورور اعليحضرت په ۴۸ ساعتو کي دننه بيرته د افغانستان د سلطنت امير قايم مقام کړي. د آلمان دولت ستاسي څخه دوستانه تقاضىٰ کوي چي ستاسي د واک ته د رسېدلو سره سمدستي ده افغانستان دشمالي سرحداتو پر خوا نظامي حمل او نقل او د تعرض له پاره بشپړي تيارياني ونيول سي. د المان دولت به ستاسي سره د هر نوعه مالي او لوجيستيکي مرستو څخه درېغ و نه کړي؛ چي په دغه تدبير به په سيمه کي زه او تاسي دواړه خپلو ګټو او سياسي اهدافو ته يو د بل په مرسته او همکاري ورسېږو. زه د خپل ښاغلي ورور څخه هيله کوم چي زما پيشنهاد قبول کړي."

په درناوي

آډولف هيټلر ( امضأ)



Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah And Amanullah Letter To Hitler.


Ghazi Amanullah Khan Letter To Adolf Hitler Of Afghanistan. Pashto Translation

اعليحضرت امان الله خان ددغه ليک په جواب کي آډولف هيټلر ته يو په قلم ليکل سوى خط ليکي او د القابو او ډيپلوماتيکو احتراماتو وروسته داسي نوشته کوي:

" زما عزيز ورور آډولف هيټلر!

ستاسي پيشنهاد مي په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چي زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کي د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چي دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټي مشروع او مشترکي هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چي په افغانستان کي د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. "

په درناوي

امان الله خان ( امضأ)

هارولډ وايلډ چي يو انګرېز ژباړونکى او څيړونکى دى په خپلو څيړنو کي ددغه ليک په اړه داسي يادونه کوي چي کله چي په کال ۱۹۴۵ کي د برلين ښار امريکايانو اشغال کړى؛ نو دوي ته د بهرنيو چارو په وزارت کي د ډېر هيوادنو محرمانه اسناد په لاس ورغلل، چي بيا يې د جنګ د ختمېدو وروسته د راډيو له طريقه پيغام خپور کړ او د هغه هيوادو نومان يې واخيستل چي دوي ته يې اسناد په لاس ورغلي وه چي ددغه هيوادو په ليست کي د افغانستان نوم هم شامل وو. ددغه خبري پيغام په اورېدلو سره سم، په ايټاليا کي د افغانستان سفارت د بهرنيو چارو وزارت ته خبر ورکړ، او د بهرنيو چارو وزارت د امريکايانو سره اړيکه و نيول او هغه اسناد يې ټول په ايټاليا کي د افغانستان سفارت ته و سپارل.

ښاغلى #خير_محمد_صالح ( بايګان) په خپل کتاب (#تاريخ_سياسي_افغانستان) کي يادونه کوي چي دغه ليک او د غازي امان الله خان جواب ليک دواړه په هغه اسنادوکي وه؛ او بيا وروسته د بهرنيو چارو د وزارت په آرشيف کي خوندي کړل سول او شايد اوس هم هلته موجود وي".

سرچينه: From constitutional movement to constitutional government

ژباړه: قدرت الله نيازی



Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah And Amanullah Letter To Hitler.


Adolf Hitler Letter To Ghazi Amanullah Khan Of Afghanistan. Pashto Translation. Pashto Info Blog. Pashto Pedia, Pashto Words, Pashto History.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso