Skip to main content

Ajal, Mula, Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal

 Ajal, Mula,  Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal

Aajal, Mulla, Khawra Aw Ghani.

اجل، مُلا، خاوره او غني

چغې وهي اجل، مُلا ته اورې او که نه اورې

تشه خاوره نه ده غني څنګه به شي خاورې

اجل: اجل خپل څه جسماني وجود او اواز نه لري۔ د اجل مخ د روح په سترګو ليدلے شي او اواز د روح په غوګونو اوريدلې کيدے شي۔

مُلا: د رندانه مزاج شاعرانو علامت دے په جسم او وجود (يعني ماده) يقين ساتلو والا، چي شهوت پرست وي ځکه چي وجود پيجني او روح نه۔ هم دا وجه ده چي مُلا د اجل اواز نشي اوريدے۔

عقل ترينه ګيرې اوخوړخيټې تري ايمان اوخوړ

ګوره په وربشو کې خره لعل د بدخشان اوخوړ  (غني خان)

خاوره: مادي حيثيت لري۔ د انسان خاورين وجود د فطرت نظام ته مجبوره او محتاج دے۔ په فطرت کې هر شے تغير طرف ته ځي۔ په دې وجه انساني جسم خراب شي او خاورې شي۔

غني: غني د الله نوم دے۔ د انبياےکرام علیہم السلام اجمعین، بيشتر فلسفيانو (مثلا سقراط، افلاطون۔ ارسطو، تهامس ايکوناس وغيره) او صوفياو مطابق د انسان وجود د خاورې او د روح امتزاج دے۔ صوفيان پکې دا خبره هم کوي چي روح دراصل د الله د هستۍ يوه حصه ده، لکه  شمس تبريز، رومي، ابنِ عربی، شيخ عبدالقادر جيلاني، رحمان بابا، وغيره۔

ساينس هم وڅ دا وييلي دي چي د کاينات هر مادی جسم د پارټيکل نه جوړ دے او دا دوه خويونه لري څنګه چي په ايټم کي دننه اليکټران هم پارټيکل( ذره) دے او هم  ويو(موج)۔

غني خان که وفات هم شي خو په هغه کې چي کوم روح دے هغه د الله د ذات حصه ده، الله غني دے او په دې وجه د غني خان روح هم غني دے، مطلب غني دے د دي نه چي په هغه کې دي د کاينات د مادي جسمونو شان تغير راشي۔

هم دغه شان د خپل ذاتي نوم ذو معني استعمال او د روح دا خبره غني خان په بل ځايې کې هم کوي۔

دغلته رُک دغلته رُک شوي غني

زړګې دي خپل پردو سينو له يوړو

يعني غني (حقيقت ۔ الله) د خپل ذات حصه ( زړګے، لافاني روح) پردۍ سينے (مجاز،خاورے) له يوړو۔ چې حقيقت په مجازي وجود کې بند شو۔ او دمجازي وجود سترګې دومره وسعت نه لري چي غني ويني،ځکه غني رُک دے ( د انسان د سترګو)۔

 او بيا ددي خبرې د وضاحت دپاره ورپسې شعر کې فرمايي

خيامه دغه ستا د مرګ وو ساعت

چي خپل سرور دې صراحو له يوړو

ځکه، چي سرور روحاني څيز دې او صراحي جسماني۔

منصوره ځکه خو په دار اوختې

چي د اشنا راز دِ حجرو له يوړو

ځکه چې راز روحاني دې او حجره جسماني۔

سقراطه دغه ځايې کې تيروتلې

ايمان دې واغست فلسفو له يوړو

ځکه چي ايمان روحاني دې او فلسفه په دماغ کې يي او دماغ جسماني دي۔ سقراط خپل قوم (ايتهنز يونان) ته په فلسفه کي دا ثابتوله چې د هغوي مذهب غلط دے۔


زمونګ مسله دا ده چي کله د چا په فن او فکر خبره کوو نو مزيد يې مشکله کوو او بجاے د فنکار په فن د پوهه ورکولو، دنيا ته خپل علم او پوهې تشهير کوو۔

زمونګ غني خان عظيم الشان مفکر دې۔ د خیرہ سرہ نور مضامين به هم د غني خان په باره کې ليکو۔ انګريزانو د شيکسپيير په پيجندو کې دوه سوه کاله اغستي وو۔ مونګ به د خپل اتل په پيجندو کې دومره وخ نه اخلو۔ اول به دغني خان مذهبي فلسفه واضحه کوو بيا به د هغه معاشرتي، سياسي او رومانوي فلسفه ته توجه ورکوو۔ ددي سره به د پښتنو ذهن ته نور وسعت ملاو شي او د خيره ستر دانشوران او ادبا و شعرا به پکې راپيدا شي۔

. ژباړونکي.. تاثير خان سواتي





Ajal, Mula,  Khawra, Aw Ghani Khan. Ghani Khan Nazan Explanation. Ajal

Aajal, Mulla, Khawra Aw Ghani. Lewany Falsafi. Falsafa Da Ghani Khan. Ghani Khan Baba. Pashto Times, Pashto Ghazal, Pashto Nazam, Kalam Ghani Khan Baba.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso