Skip to main content

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil.

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil.

Da Mula Aw Shetan Mukalema.

Pashto Poetry Genre. Poem Nazam

«د مُلا او د شیطان مکالمه»

شاعر: اشرف مفتون

***

مُلا:

دا تپوس له تا کومه؛ اے شیطانه! جنت څۀ وي؟

د غیورو خود دارانو هلته قدر و قیمت څۀ وي؟


شیطان:

هلته تل ابدي ژوند وي, هلته تل خندا خُندي وي 

هلته بل رنگ شرابونه, هلته بل رنگه مستي وي

هلته گير چاپېر چې ګورې, يو پُرکیفه کیفیت دی 

ژوند خو هغه ځای کې ژوند دی, دلته ژوند خو مصیبت دی

همیشه د شهدو پیو ویالې هلته کې بهیږي

مست او یخ ښُکلې بادونه هلته شامُدام چلېږي 

هلته خواؤ شا په خرامونو د مرغو ښائیسته چغار 

د لختې سپینو اوبو کې د مزې مزې شرار

د میوو نه ډکې ونې ښکته ځمکې ته نسکورې 

سرۀ پیازی او زیړ ګلونه, د شنو ونو ښکلې سیورې

د طوبیٰ د ونې لاندې په چمن کې ناست خاموشه 

نوراني ښائیسته جلوو کې فکر و خیال دواړه مدهوشه

هلته زړۀ له درده خلاص وي, غم، ژړا، واویلا نۀ وي ـ

جوش, جوبن, تگ, د ځوانۍ گرځیدۀ په همسا نۀ وي 

هلته د هجر د اشنا کې د دې اُوښکو باران نشته 

د جانان له جوړ ستمه د چا څیری ګرېوان نشته 

هلته حُورو او غلمانو سره ښکلې مشغولا وي 

شړنگا شړنگ پېنزیب په پښو کې, ښۀ د جوش خروش گډا وي

هلته ملاسته په کمخوابو, د زربفتو پوشاکونه

ډوب د مئیو په نشه کې, قسما قسم خوراكونه 

هلته دا تُوری وریځې, دا ږلۍ او باران نۀ وي 

دا کږې وږې شیبې هم, زول او تندر طوفان نۀ وي 

هلته قحط, لوږه, تنده, نۀ خواري, نۀ ناداري شته 

نه خطر د زلزلې شته, نۀ د سِل دِق بیماري شته

هلته پو, ما, خټې بوختې, چلې, واورې, جړۍ نۀ وي 

د هاړ, جېټ, دا تُورې خاورې, سرۀ غارمۀ او سیلۍ نۀ وي

هلته ژوند زما په خیال کې یو رنگينه فسانه ده 

له زمان د مضراب خلاصه زړۀ راښکونکې ترانه ده 


مُلا:

بیا تا څۀ رنگ هغه پاک ژوند دې ناپاک ژوند نه قربان کړو؟

د حکیم نوم دې خوښ نۀ کړو, غوره نوم دې د شیطان کړو! 

موږ خو صرف خپل قیاس کې د جنت تصویر تیار کړو

د دُنیا دا سه روزه ژوند د بهشت په خیال نثار کړو

تا خو هر څۀ په خپل ژوند کې خپلو سترگو دې لیدلی

د فنکار ښائیسته فنون د گل حواسو دې کتلی

ستا خو ښه عقل پخته وو, فرښتې دې شاگردانې

د ناری درس و تدریس ته, گل نوری جوسی حیرانی

زموږ عقل خو کچه دی, زر تر زره مو خطا کړی

زر ګناه رانه سر زد کړی, سزا وار مو د سزا کړی 

تۀ خو ښۀ هوښیار عاقل وی, د ھر نیک و بد اگاہ وی

د خپل ښو خوبو په وجه باعزته په بارګاه وی 

  


شیطان:

دا خو درست وه چې فِردَوس کې زما لویه مرتبه وه

مرتبې سره تړلې د خودئ یو دبدبه وه

زۀ د خپل خودئ په وجه خدای له خلده رابهر کړم

د خاکۍ نوری نظر کې د بترو نه بتر کړم

کۀ خودي د ژوند دپاره یو لازم ملزوم صفت وی

بیا پکار ده خدای سره هم چې د دې قدر و قیمت وی

د عزت، ننگ و ناموسه ما هر شی فوراً نثار کړو

د جنت شان و شوکت مې له دې خپلې خودئ ځار کړو

د ادم اولاد دپاره دا زما عظیم مثال دی

زۀ تاجدار د خود دارانو, شیطان نوم خو خواب دی


مُلا:

تۀ د کردگار له حُکمه په جنت کې انکاري شوی

د ادم اولاد دپاره په دُنیا کې بدکاري شوی 

تا زموږ د بابا هیڅ څۀ په جنت کې خیال ونکړو

چې خدای د کار منکر شوی دا څۀ تا کمال ونکړو 


شیطان:

زۀ چې څه رنگ له فرمانه هغه ځای کې انکاري شوم

ستا خطا شوم, ستا گناه شوم, ستا بدي او بدكاري شوم

داسي رنگ خو ستا ادم ھم له فرمان د خدای ویزار شو

د غنم دانې دپاره له جنت نه دست بردار شو

آ د نفس حریص د وجې د حاکم زر حکم هیر کړو

ما د ښې خودئ خاطره هغه جاه و جلال زیر کړو

که زما مقصد دُنیا کې شیطاني او شرارت وی 

بیا پکار ده چې په بدو زما ښۀ محکم قدرت وی

دا په سر پاس له اسمانه ستا لوی تندر گذار څوک کړي؟

شل په لاسو پښو دې څوک کړي, له کتو دې اوزگار څوک کړي؟

دا زلزله, ږلۍ او چلی او قحط د چا کار دی 

ته اوس خپله سوچ پری وکړه چې دا "جبر" که "اختیار" دی 


مُلا:

دا خو ستا مکر و فریب وو چې ادم خوار دې دوکه کړو

په دغا, ریا,  لالچ دې د قادر مخکې پیکه کړو

پټ په پټه ورته لاړې د شجر هوس دې ورکړو

د خپل بدنیت په منشاء دې له جنته رابهر کړو


شیطان: 

زۀ خو هغه وخت نه پس ته د جنت په لوری بند شوم

چې ښکته سر نیوو نه د اوچت سر ارزومند شوم

بیا زۀ څۀ رنگ د ناظر نه پټ جنت ته یم ختلی

د قادر د خیال خلاف مې ستا ادم دی تیریستلی

صد افسوس دی چې زۀ هسې ستا په خیال بد مُدام یم

که لږ غور او فکر وکړی, زۀ هم ستا هسې رنگ بنگ يم

تۀ زما سره په جنگ يې, زۀ تقدیر سره په جنگ يم

زۀ ناری د اور نه ساز یم, زما کار شُغله بازي ده

تۀ خاکي د خاورو ساز یې, ستا فطرت کې خاکساري ده

زما ژوند ډک د عمل دی, لوی طاقت مې تمنا ده

ستا خو سهار نه تر ماښامه یا دُرود دی یا دُعا ده

زما ټول عمر دُنیا کې جهدوجهد جستجو ده

ستا مقصد وهم، خیال دی, بې ثمره ارزو ده 

زما لوی کار دی جهان کې حقیقت پسې تلاش دی

کوم یو راز چې تانه پټ دی هغه راز همت ته فاش دی

ستا مغزو کې "خیر" ارام دی, د خطر هر فعل شر دی

زما زړۀ کې دا "شر" خیر دی, ھر يو کار مې د خطر دی

ستا ماحول په تا حاوي دی, تۀ په خپل ماحول شیدا یې

زۀ دښمن د خپل ماحول یم, ته دښمن د ارتقا یې

ستا اخلاق خودغرضي ده, خودبيني تنگ نظري ده

زما ښۀ نیت، ښه اخلاق دي, یو ښه ژوند ته تیاري ده

ستا تعلیم د نفس پرستو د کمزورو, د بې کارو

زما علم د هوښیارو، بهادرو، جان نثارو

دا منم چې ستا نظر کې زۀ مجرم او گنهگار یم

د قهار صفت دې هیر کړو چې بار بار وایې قهار یم

 

                                       ***



Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil.

Da Mula Aw Shetan Mukalema.

Pashto Poetry Genre. Poem Nazam. Pashto Times Pashto Poetry. Pashto Ghazal. Ashraf Maftoon Pukhto Shayeri.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso