Skip to main content

Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan.

 Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan.

Reedi Gul Nazam. Poem Of Ghani Khan Explained In Pashto.

د غني خان فلسفه: ريدي ګل

يوه ورځې يو صحرا کې په ښکار وتے ووم روان

يو ګلاب مي ولاړ وليد پړقيدو ښايسته خندان

زه خفه يې خوا له لاړم ما وې اه زما پشان

ته هم ګل يې بدنصيبه ورک د زلفو د جانان

نه د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له به دي يوسي

نه به خکل دِ کړي سري شونډې د يار سره نازک لبان

هغه غلے شان مسکے شو وې خان مه کوه خفګان

زه به دا صحرا ور نه کړم  د ايران په ګلستان

دلته زه يو او يکتا يم هلته زر زما پشان

چار چاپيره سپيرې خاورې زه يواځې يم روښان

دلته دې تور ريګستان کې زه د رنګ او نُور لمبه يم

د ښايست چپه نغمه يم کرشمه د لامکان

ستا په باغ کې په زرګونو دي ګلاب زما پشان

يو بے نومه سور درياب کې يو بے نوم څاڅکے روان

ته دِ هم خپلې صحرا کې خفه نه شې زما وروره

اخر را به شي ديدن له دِ څوک سوے غني خان


د مثنوي رومي په اولني شعرونو کې يوه شپيلۍ (بانسري) فرياد کوي چي د نيستان نه جدا شوي يمه او دفرياده مې مرد و زن افسرده دي۔ نيستان د بانس ځنګل ته وايي۔

په ريدي ګل کي هم ګل د ګلستانه ورک دے۔ خوبرويان چي ګلستان ته سيل له راشي نو ګلونه خکلوي او زلفو له يې وړي۔

خو د ګل په دې تنهايۍ ګل نه بلکه غني خان خفه دے۔څه وجه ده؟ "زما په شان" ددے جواب ورکوي۔ څنګ چي ګل د ګلستانه جدا دے، دغسي غني خان هم د يو "کُل" حسن نه جدا دے۔

کوم جواب چي ريدي ګل ورکړي، هغه دراصل د وحدت الوجود په فلسفه کې يوه نوي شان نکته ده۔

ريدي ګل په "تور ريګستان" کې "د رنګ او نُور" لمبه ده۔ ځکه ښايسته او خندان دے۔ خندان رڼا کولو والاڅيز ته وايي۔ ګير چاپيره تورې خاورې، بد رنګي لري او په دې تورو خاورو کې منور او ښايسته ګل لا حسين خکاري۔

دنيا هم په مثال د يوې صحرا ده۔ دلته انسان مدام تګې وي او ددې اسباب مجازي او زړه ماتولو والا مقام لري۔ تر دې چي اولاد او مور و پلار هم بيوفا او د زړه ماتولو سبب جوړيګي۔

بيوفا ده دا نيا

بيوفا ده بې بقا

نه يې مخ شته نه يې سټ شته

لکه لُوټه د صحرا   (رحمان بابا)

تا له مستي ښه ده ليونتوب ښه دے صحرا ښه ده (غني خان)

د غني خان په باغ کې په زرګاو ګلونو کې به د ريدي ګل خپل تشخص ورک شي۔ لکه په يو  بے نومه درياب کې چي يو بے نوم  څاڅکې څه هم تشخص نه لري۔

د انسان عظمت دا دے چي په دې کاينات کې هم هغه واحد مخلوق دے چې د روح د سببه لافاني حيثيت لري۔ بل د خالق او مخلوق د محبت ضامن وي۔ د کائنات باقي اجسام، چي پکې د انسان خاورين وجود هم شامل دے، تنزل طرف ته ځي۔ خو انسان د روحاني محبت له وجې په دې ګير چاپير مجاز فاني څيزونو کې يو منور مقام لري۔ په دې سبب انسان ته په کاينات کې يو امتياز حاصل دے۔ هم دا وجه ده چي غني خان په دنيا کې د محبت سوز په جنت کې د لذاتو نه غوره ګڼي۔

عشق څه اور وي او څه نُور وي، زړه لمبې لکه تنور وي

په دې ژوند به زه ورزار کړم جنتونه ستا تمام

په دې اشعارو کې "بے نومه درياب" خاص معني لري۔ سور ورته ريدي ګل د خپل رنګ په مناسبت سره اووې۔ څنګ چي مونګ ته معلومه ده چي درياب، بحر، سمندر، داسې قسم استعارے په روايت کې د الله دپاره استعماليګي، مطلب دا شو چي د انسان د خپل رب نه جدايي په دې هقله هم ضروري ده چي د خالق او مخلوق نوم ژوندے وي۔ کنه بيا به د رب نوم څوک اخلي او د عشق و محبت دا سوز به چرته وي؟

رومي چي کومه فلسفه د "نے" په صورت کې پيش کړي، هغه غني خان د ريدي ګل په شکل کې بل شان پيش کوي او دا جدايي،چي رومي يي سوز او دردګڼي، غني خان د رنګ او نُور ګڼي۔ 

ځکه غني خان فلسفي دے۔ او ليونے ځکه دے چي د غني خان په نيز الله هم د داسې ليونو يار دے۔

غني يار د ليونو دے۔

د سوي عاشق په درد سوے عاشق پوهيګي۔ لکه شمس تبريز چي راشي او سوخته رومي لمبه کړي۔ دغه شان غني خان هم سوخته دے او يوه ورځ به ورته داسې څوک سوے ليونے عاشق دوست ضرور ملاو شي۔

د غني خان د عشق فلسفه واضحه ده او لکه د نمر ځليګي۔

د خيره سره د غني خان نوره فلسفه، د خير و شر، نيک و بد، 

ژباړونکي... تاثير خان سواتې

قـــــرار




Ghani Khan Nazam Redi Gul. Understanding And Explanation Of Ghani Khan.

Reedi Gul Nazam. Poem Of Ghani Khan Explained In Pashto. Ghani Khan Shayeri. Pashto Shayeri. Pashto Nazam. Pashto Times

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso