Ghani Khan Pashto Nazam For Bacha Khan Baba. Letter To Ghaffar Khan By Ghani Khan.
Baba Ta Nazam By Ghani Khan Baba. Pukhto Sherona
غنی په خپله کورنی کې تر هر چا زیات د ننګیالی پلار عبدالغفار خان درناوۍ دځان فرض ګڼی،کله چی پلار یی د انګریزانو په جیل کی پروت وو او غنی خان ته یی یو د ګیلو ډک لیک لیکلی وو،غنی خان په ځواب کی دا بیتونه ورلیږل:
بابا ته
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دی
زه یی لولم هره شپه دوباره دوباره
کله خاندم ،کله ژاړم ،لیونۍ یم
ای زما په بند کی پروت غریبه پلاره
نه ته نه یی غریب ډیر لوی یی اوچت یی
مصیبت هم ستا عزت دی عزت داره
خدای ورحم و په تا باندی لږ کړی
بل ښه زوی به یی و کتلی ستا دپاره
چی تا کی کوم جوهر دی ما کی نشته
ستا نیکي زما بدي دواړه بیشماره
ته سالار یی دکاروان په نیغه لار ځې
زه کوږ ځغلم لکه اوښه بی مهاره
ستا د زړه فوارې ډکې د مینې
زما زړه دی وچ کوهی نه لری داره
وهم منډی تا پسې خو ته هم لیرې
وینم ستا ایله ایله د پښو غباره
پروا نشته که په منډو منډو لاړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم دپاره
نورو معلوماتو او بیتونو لپاره زموږ پاڼه خوښه کړی
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.