Skip to main content

Irada Nazam. Rizwanullah Shamal Nazam Irada. Pashto Poetry.

 Irada Nazam. Rizwanullah Shamal Nazam Irada. Pashto Poetry.

Pashto Nazam Irada By Rizwanullah Shamal Of Dir Lower. Ghazal, Pashto Shayeri.

پۀ خپله مورنۍ ژبه پُښتو ، پُښتونولۍ آؤ خپل پُښتون قام مئین دَ ډېر محترم خاکسار آؤ ملنسار نوموړي شاعر ښاغلي رضوان الله شمال صېب نظم " اِراده " خپلو ټولو ملګرو ته پۀ ډېره پُښتنه مینه ډالۍ ـ هیله لرم چې خوښ ئې کړئ ـ مننه آؤ اِحترامات


نوټ! دا نظم مې دَ شمال صېب دَ یو ویډیو نه لیکلے دے ـ کۀ څۀ کمے زیاتے رانه پکښې شوے وي ـ نو دَ شمال صېب نه اؤ هم دَ نورو ملګرو نه بخښنه غواړم 

دویمه خبره چې کیمه دو نو هغه دا دو چې امارا یہ عکس اُس وخت کا هے جب سړے بیخي ځوان تها ـ جو دَ یو چا پۀ غوښتنه مې ایسته وروشغولو نو خو نو ھھھھھھھھھ


طبقات دي تضادات دي آګري نګري ده ړوند راج دے

اے دې ته کۀ څوک وائي چې سماج دے دا سماج دے 

                       ♥♥اِراده♥♥

دَ ویخې پۀ یو خوب کښې مې یو خیال راپورته شوے دے 

تعبیر ئې ځنګوومه لکه ټال راپورته شوے دے 

مهدي پۀ مقابل کښې دَ دجال راپورته شوے دے 

زما پۀ دې نظام باندې یو سوال راپورته شوے دے

پۀ لاره پۀ وله آؤ پۀ سړک جاګیرداري ده

دَ هر چا نه جوړ شوے دے ملک جاګیرداري ده

دَ خټو دَ بیګار آو دَ کنډک جاګیرداري ده 

دَ جنګ دَ آشرګرندو پۀ ټوپک جاګیرداري ده 

نو دَ چا پۀ دسترخوان چې پۀ یو وخت کښې څومره بیاج دے

نو دومره دَ غریب دَ لوږې ټول عُمر علاج دے

طبقات دي تضادات دي آګري نګري ده ړوند راج دے 

اے دې ته کۀ څوک وائي چې سماج دے دا سماج دے ؟ 

نو زما دَ دې سماج دَ بدلولو منصوبه ده 

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده ؟ 


کۀ ګز وهلے کیږي کۀ څپق وهلے کیږي 

خو دلته کښې دَ هر کمزوري حق وهلے کیږي

دَ حقې پۀ خبره پسې پړق وهلے کیږي

عظمت دَ سړیتوب دلته پۀ شړق وهلے کیږي

نظام څۀ دے پۀ شمار کښې دَ راغلي ککرو دے

نظام څۀ دے دَ دغو څو مړو سړي خورو دے

نظام څۀ دے دَ دوي لاس آؤ زمونږه دَ مرو دے

نظام څۀ دے پۀ پوست قالین دَ هسې مشورو دے

نو قیصې مو دَ نیکونو آؤ دَ نیا هر څۀ غلط دي 

کۀ وید دے کۀ ګوسپل دے کۀ مونیا هر څۀ غلط دي 

تاریخ خو دې خُدائے ډک کړي پۀ سنکیا هر څۀ غلط دي 

دَ دې نظام تادې مادې ګوڼیا هر څۀ غلط دي 

 زما دَ دې ګوڼیا دَ سمولو منصوبه ده 

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده ؟ 


چا دَ خپل دولت آؤ سرمائې نه بُت جوړ کړے دے

چا دَ خپل جاګیر آؤ مرتبې نه بُت جوړ کړے دے

چا دَ قام قبیل آؤ عقیدې نه بُت جوړ کړے دے

هر سړي دَ خپلې نظرئې نه بُت جوړ کړے دے

چا دَ خپل پټکي دَ قرقرې نه بُت جوړ کړے دے

چا دَ نام نهاده عمامې نه بُت جوړ کړے دے 

چا دَ خوشامندې د صِلې نه بُت جوړ کړے دے

چا دَ زور اؤ غصب دَ قیصې نه بُت جوړ کړے دے

نو ریچ پۀ ریچ کول به غواړي دا وهم آؤ دا بُتان 

دا بُتان زما بُتان آؤ ستا آؤ دَ هر چا بُتان

دغه دَ فرېب آؤ دَ درغو دَ أنا بُتان

نۀ ښائي پۀ شپه کښې پۀ أئین کښې دَ رڼا بُتان

زما دَ دې بُتانو ماتولو منصوبه ده 

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده ؟


یا حاجي حج دې مُبارک شه خو نهر نۀ وینې 

هر کال دې حج دے خو بې کوره در پۀ در نۀ وینې

لاره کوڅه کښې پښې آبله پښې آؤ سرتور سر نۀ وینې

ګُناه دې وینې دَ غُربت دَ وباء غر نۀ وینې

ستا دَ سرود دَ محفلونو نه قُربان خانجي

لکهونه شنې قودې نچه کړې پۀ یو أن خانجي

چرته پۀ خیال کښې دې راغلي غریبان خانجي 

ستا کوټه ایز دَ ټوک ډوډۍ دي پۀ آرمان خانجي

پۀ یو نیم بنیادم باندې څۀ بل شانتې نیستي ده

اؤ پۀ یو نیم بنیادم باندې څۀ بل شانتې هستي ده

دَ چا ماړۀ آرګي سخا دي پۀ چا باندې قاتي ده

رښتیا خبره دا ده دا زیاتي برخه زیاتي ده

زما دَ دې زیاتي مال دَ ویشلو منصوبه ده 

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده 


هغه چا ، چې وې چې وخت به راځي کله به راځي

پۀ مونږ چې شنۀ را ؤټوکیږي هله به راځي 

زمونږ دَ څۀ تدبیر آؤ دَ عمله به راځي

کۀ مونږ به داسې ناست یُو آؤ پخپله به راځي

دَ عقل آؤ شعور پۀ آبیارۍ کار شروع شوے دے

دَ خلکو دَ وجدان پۀ تیارۍ کار شروع شوے دے

دَ دې موجوده حال پۀ تباهۍ کار شروع شوے دے

دَ بل نظام دَ پاره پۀ شپېلۍ کار شروع شوے دے

پۀ خپل عزم ولاړ یُو څو کپرې مې پکار دي

سپرغۍ سپرغۍ سړي لکه بڅري مې پکار دي

یوازې خو خُدائے ښۀ دے څو ملګري مې پکار دي

ملګري مې پکار دي خو کمرې مې پکار دي 

زما دَ بل بُنیاد دَ ایښؤدلو منصوبه ده

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده


نابود شوه توراڼکه ، توت خورکه لۀ وحشته

پۀ ګُل هم کېناستې نۀ شي لولکه لۀ وحشته

زمونږه زندګي هم کونجیلکه لۀ وحشته

بدلون داسې چې خلاصه شي دا زمکه لۀ وحشته

بدلون چې آډانه ئې روڼ شعور وي آؤ وجدان وي

بدلون چې ئې آساس آؤ مرکزي نقطه اِنسان وي

بدلون چې ئې بُنیاد دَ ژوندانۀ ساز و سامان وي 

بدلون چې پکښې یؤ موټے دا زمکه آؤ آسمان وي 

بدلون چې آهلیت پکښې معیار دَ مرتبې وي 

بدلون چې آزادي پکښې دَ ژوند آؤ عقیدې وي

بدلون چې اِحترام دَ اِنسانانو دَ ریشتې وي

بدلون چې تقّدُس پکښې دَ شال آؤ لوپټې وي

زما دَ دې بدلون دَ راوستلو منصوبه ده 

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده 


دَ پنجو نه به خلاصه شي دَ تور آؤ پېغور زمکه

جنت کښې به بدل شي دَ دوزخ غوندې اُور زمکه

چې شاړې پکښې نۀ وي دَ چا دَ پلار آؤ دَ مور زمکه

چې هر سړي له ورکړې شي دَ کر آؤ دَ کور زمکه

چې هر سړے موړ پټ وي زکاتونه پکښې نۀ وي 

چې سوال آؤ سرسائې آؤ خېراتونه پکښې نۀ وي

صابون آؤ مُړدیګان آؤ اسخاتونه پکښې نۀ وي

دَ هر کور ځانله ځانله جماعتونه پکښې نۀ وي

دَ ظُلم آؤ دَ جبر نه سلګۍ راپېدا کیږي

پۀ خلکو کښې اِحساس دَ کمترۍ راپېدا کیږي

دَ عدم مساوات نه محرومۍ راپېدا کیږي

بیا دَ محرومو نه تباهۍ راپېدا کیږي

نو تعمیر له مې دا شتۀ دَ ورانولو منصوبه ده

زما سره پۀ تاسو کښې دَ چا ، چا اراده ده ؟


هسې پۀ تنقید آؤ پۀ غندلو باندې نۀ کیږي 

تش پۀ احتجاج ریکارډ کولو باندې نۀ کیږي

نۀ کیږي خېرو آؤ پۀ کنځلو باندې نۀ کیږي

حق پۀ خوار پیړقه خُلۀ غوښتلو باندې نۀ کیږي

چا ته پۀ سوالونو منتونو باندې نۀ کیږي

ژوند تش پۀ سلګو آؤ پۀ آهونو باندې نۀ کیږي

خپل مرام ګټل خو پۀ خوبونو باندې نۀ کیږي

نۀ کیږي " شـــــماله " پۀ ویرونو باندې نۀ کیږي

نو چرته دے ملنګ دَ آکوړي راله خبر کړئ

څۀ شو دَ مومندو کاکاجي راله خبر کړئ

تُوره چې وهي فقیر ایپي راله خبر کړئ

خلکه محمد جان نومې غازي راله خبر کړئ

دَ سر نه مې دنګلي دي یو خُدائے ته مې آسره ده

پۀ تاسو کښې دَ چا وینه زما غوندې تؤده ده ؟


پۀ ډېر درنښت ستاسو ورور جمیل خان


Irada Nazam. Rizwanullah Shamal Nazam Irada. Pashto Poetry.

Pashto Nazam Irada By Rizwanullah Shamal Of Dir Lower. Ghazal, Pashto Shayeri. Pashto Sherona. Pukhto Adab. Pashto Times

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso