Skip to main content

Open Letter To Taliban Leadership By Abdul Bari Jehani USA.

 Open Letter To Taliban Leadership By Abdul Bari Jehani USA.

Pashto Open Letter To Taliban From USA.

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته پرانیستی لیک 


درنو مشرانو السلام علیکم. زړه ته مي نه لوېږي چي زما دا لیک دي تر تاسي پوري ورسیږي او یا دي، د رسېدلو په صورت کي، څوک اهمیت قدر ورکړي؛ خو زه خپله وجداني وظیفه پر ځای کوم.  


درنو مشرانو! شپږویشت کاله مخکي، چي ستاسي اکثریت ځوان ملګري به یا زېږېدلي نه ول او یا به ماشومان ول، ما د محترم وکیل احمد متوکل صاحب په مخکي، په کندهار کي، مُلا محمدعمر اخند ته وویل چي « تاسي له مخکني حکومت څخه د خلکو د نارضاییت او په نتیجه کي، له تاسي څخه، د خلکو د ملاتړ په زور راغلي او قدرت ته رسېدلي یاست. موږ ته په امریکا کي آوازه را ورسېده چي کله تاسي د اسماعیل خان سره په جګړه لګیا واست یوې سپین سري ښځي د خپل پوړني په پلو کي ماش درته راوړي وه او ویل یې ما په کور کي دغه څه درلوده دا واخلئ او طالبانو ته یې ورکړئ. دا د همدغه اولس صمیمیت او احساسات وه چي تاسي یې قدرت ته ورسولاست. خو زه چي افغانستان ته راغلی یم؛ ما ستاسي څخه یو سړی هم خوښ نه دی لیدلی او ټول درڅخه ناراض دي. که تاسي خلک په دغه شکل ناراض وساتی، ستاسي سرنوشت به هم د پخواني حکومت په څېر وي.» 


ما ملاصاحب ته، په دغه ارتباط، نوري ډیري خبري هم وکړې او ډېر مثالونه مي ورته راوړل. متوکل صاحب شاهد دی چي ملاصاحب زما د خبرو جواب نه درلودی او هیڅ یوه خبره یې هم ونه کړه. 


 له بده مرغه چي شپږویشت کاله وروسته تاریخ په یوه بل شکل تکرارېږي. زه یقین لرم تاسي پوهېږی چي په وطن کي لوږه او بېکاري خپل وروستي سرحد ته رسېدلې ده. د دې مدعا ښه ثبوت له یوې خوا پر سړکونو او بازارونو کي د خیرات خورو ښځو، ځوانانو او ماشومانو کتارونه  او له بلي خوا اېران ته د افغان مهاجرینو سېل دی چي د ګاونډي هیواد اېران د ټول غیر انساني سلوک سره سره بیا هم خلک د خوارۍ مزدورۍ او یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د هغه هیواد ټول زحمتونه او غیر انساني سلوک پر ځانونو باندي مني او له خپلو کلیو او ښارونو څخه ورتښتي. دا د افغانستان تاریخ او حیثیت ته څپېړه ده. 


محترمو مشرانو! تاسي له یوې خوا وایاست چي افغانان باید له وطنه ونه وزي او له اِمارت سره همکاري وکړي مګر له بلي خوا مو د وزارتونو په مخکي طالبان درولي او ږیرخریلي مامورین دفترونو ته نه پرېږدي. د دې معنا دا ده چي تاسي ته لیاقت او د انسان شخصیت نور هیڅ اهمیت نه لري او د ښه سړي توب او لیاقت معیار یوازي ږیره ده. ستاسي د عالی  تحصیلاتو وزیر وايي چي په تیرو شلو کلونو کي چي هر چا تعلیم او تحصیل کړی وي هغه د هیواد په درد نه خوري. آیا د یوه حکومت د عالی تحصیلاتو وزیر باید دغه راز بې مسوولیته خبري وکړي؟ زه ګومان نه کوم چي د دغه سویې څښتن سړی دي د یوه عادي مدیریت د چوکۍ صلاحیت او وړتیا ولري. 


د دې پرځای چي د هیواد بې ساري اقتصادي ستونزو حلولو او یوې لاري پیدا کولو ته توجه وکړئ، خپله توجه مو د محتسبینو ادارې ته متمرکزه کړې او هغوی پرته د خلکو له آزارولو څخه بل کار نه لري. موږهره ورځ په ټولنیزو رسنیو کي د افغانستان د خلکو د لوږي، بېکارۍ او ګدايي ګری ويډیوګاني ګورو. موږ هره ورځ وینو چي د هیواد ځوانان د ایراني او پاکستاني مقاماتو له ټولو سپکاویو سره سره بیا هم هغو هیوادونو ته تښتي. تاسي دې مهمي حیاتي مسئلې ته د توجه کولو پر ځای خپل ټول قوت د رباب ماتولو او د موسیقۍ د هنرمندانو وژلو ته متوجه کړی دی. د سړک پر غاړه طالب یا د امر بالمعروف نفر ولاړ وي او د موټروان تر زني لاس لاندي کوي او وايي که ږیره پرېږدې څومره به ښه ښکارې. دا د انسان پر شخصیت باندي تېر ی دی. دا چي هغه موټروان له ویري څه نه سي ویلای دا بېله خبره ده.  


تاسي د نجونو پر مخ د مکتبونو دراوزې تړلي دي، پوهنتونونه مو رخصت کړي دي او بیا د ترقۍ نارې وهئ. په جهان کي داسي بل کوم اسلامي هیواد هم سته چي د نجونو ښوونځي ونه لري؟ او د نجونو له ښونځیو پرته ترقي او حتی د هیواد ژوندي پاته کېدل ممکن دي؟ پر سړکونو باندي د ځوانانو وېښتان قیچي کوی او د خلکو په مخ کي یې توهینوی. دا نه یوازي پر انساني کرامت باندي تېری دی بلکه د حق متعال پر حدودو باندي هم ښکاره تجاوز دی. تاسي ځانونه د اسلام د دین علمبرداران بولی؛ مګر دا راته ویلای سی چي تاسي ته کوم کتاب د مسلمان اولس د دغه راز توهینولو او له هغوی سره د دغه راز سلوک کولو اجازه درکړې ده؟ 


درنو مشرانو! ستاسي د قدرت اته میاشتي پوره کیږي. په داسي حال کي چي د افغانستان د خاوري په سلو کي سل مو هم تر کنټرول لاندي ده خو تر اوسه پوري نه کوم کُفري او نه اسلامي هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت  پېژندلي یاست. نن ورځ نړۍ د یوه لوی کور حیثیت لري. په دونه لوی کور کي څوک یوازي ژوند نه سي کولای. یوازي افغانستان او اسلامي امارت د ټولي نړۍ څخه ګوښه او تجرید دی. دا د افغانستان بین المللي حیثیت ته سپکاوی دی او چاره یې یوازي تاسي کولای سی.  


د اسلامي اِمارت خارجه وزیر ښاغلي متقي یوه ورځ وویل چي نړۍ زموږ څخه څه غواړي؟ موږ څه باید وکړو چي نړۍ مو په رسمیت وپيژني؟ زه ګومان کوم چي دا سوال باید پخپله ستاسي او پخپله له متقی صاحب څخه وسي. تاسي په نړۍ کي بل داسي هیواد  پېژنئ چي په دنیا کي یې هیڅ څوک په رسمیت نه پيژني؟ د دې علت تر بل هر چا تاسي ته پخپله معلومیږي. 


درنو مشرانو په دې هم پوهېږم چي زما دا پرانیستی لیک، که احیاناً تر تاسي ورسېږي، هیڅ اغېزه نه لري خو ما خپلي غاړي خلاصي او وجداني مسوولیت مي سپک کړ. یو ځل بیا هم درته وایم چي د اولسونو نارضاییت ستاسي د سقوط او پر هیواد باندي د یوې بلي فاجعې د نازلېدلو پیلامه ده.  


په خپل قدرت مه مغرورېږئ. دا یوازي ستاسي کمال نه وو چي تاسي د هیواد چاري په لاس کي واخیستلې او نن ورځ په ټول هیواد کي داسي غښتلی سیاسي رقیب نه لری چي له هغه څخه و وېرېږئ. دا د مخکني رژیم منتهی فساد او له هغه څخه د خلکو شل کلن نارضاییت وو چي ستاسي بري ته یې لاره هواره کړه؛ او اوس هغه نارضاییت ستاسي څخه هم موجود او پرله پسې مخ پر زیاتېدلو دی. 


 د خلکو نارضاییت، عامه لوږه او بېکاري او له ټولي نړۍ څخه ستاسي سیاسي تجرید ستاسي د سقوط او کندي ته د لوېدلو پیل دی. وما علينا إلا البلاغ. 


عبدالباري جهاني 

د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) ۲۳مه



Open Letter To Taliban Leadership By Abdul Bari Jehani USA.

Pashto Open Letter To Taliban From USA. Abdul Bari Jehani Is Afghan Pashto Poet Who Composed Afghanistan National Anthem. Open letter To Taliban In Afghanistan. Pashto Times.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso