Ajmal Khattak Baba Nazam To Tribute Ghani Khan Ba. Pashto Lyrics
Ghani Khan Ta. Nazam By Ajmal Khattak
د اجمل خټک بابا غنی خان ته د عقیدت پیرزونې
د غني په نامه ليکم څو شعرونه
په پنجره کښې يادوم تازه ګلونه
د هغه سره رنګونه د قلم دی
زه لرم يو څو ساړه ساړه آهونه
د هغه خُله کښې د خوند نه ډک چغار دى
زما ذړه کښې دی د درده ډک داغونه
هغه خيال فن او ښکلا سره لوبيږی
زه لګيا يم لوبوم داغلی زړونه
سيلانې هغه د نُور د دنياګي دې
بلوم زه د کوډلو مشالونه
د هغه احساس د حُسن تازه ګل دې
زه جذبات يم په ما بل دی سره اُورونه
هغه مينه ده غيرت دى ولولۍ دی
زه وفا یمه پښتو یمه ننګونه
هغه مست شی په مکان کښې لامکان شی
زه چی ويښ شم لاس او پښى مى زنځیرونه
هغه بحر د هستى او د مستى دې
زه د خپل وطن د غرونو آبشارونه
هغه راز د پُښتنو د مستقبل دى
زه د نن د غیرتیانو غورځنګونه
اجمل خٹک باباؒ
Ajmal Khattak Baba Nazam To Tribute Ghani Khan Ba. Pashto Lyrics
Ghani Khan Ta. Nazam By Ajmal Khattak. Pukhto Sherona. Pukhto Lyrics. Tappy Pashto Lyrics. Pashto Language, Pashto Learning, Afghan Pashto Poetry. Khattak Baba, Ghani Khan Baba.
Waya Waya Mulla Jana by Ghani Khan.
Pashto Poem Waya Waya Mula Jana. Mula Nazam By Ghani Khan Baba.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.