Skip to main content

Babarra, Pashtun's Karbala, History Of Babarra Massacre. History blogs

Babarra, Pashtun's Karbala, History Of Babarra Massacre. History blogs



بابړه، د پښتون قام کربلا

ليک: اياز ايسپزے

کله چې دويم نړيوال جنګ ختم شو نو پهٔ نړۍ کې دوه ستر قوتونه راوړاندې شول، يؤ اړخ ته د اشتراکيت(کميونزم) ډله وه چې د روسيې سويت يونين يې سرخېل ؤ او بل اړخ ته مغربي سرمايه دارانه نظام ؤ چې پيرنګی يې سر لښکر ؤ. د نړۍ زياتره هېوادونه هم د دغه دواړه قوتونو پهٔ ډله ټپله کې پهٔ دوه برخو کې تقسيم وو. د دواړه قوتونو هم پهٔ پټه او هم پهٔ ښکاره د لومړی ورځې نه دا هڅه وه چې خپل مخالف قوت کمزوری او مات کړي او د نړۍ ټول واک اختيار پهٔ خپل لاس کې واخلي.

لهٔ بلې خوا چې کله د سرمايه دارانه نظام سر لښکر پيرنګی پهٔ هندوستان کې کمزوری شو او لهٔ هند نه يې د بيرته تګ اراده يې وکړه نو غوښتل يې چې پهٔ دې سيمه کې د کميونزم او روس پرضد خپله يوه کلکه مورچه جوړه کړي چې پهٔ راتلونکي کې ترې د روس او کميونزم لهٔ منځه وړلو يا د هغوی پرضد د ممکنه جنګونو پهٔ مهال کار واخلي او خپله بين المللي پاليسي مخ پهٔ وړاندې بوځي. همدا لامل ؤ چې متحده هندوستان يې د هند د اکثريتي غوښتنې باوجود وويشلو او د مذهب پهٔ نوم د نړۍ لومړی رياست جوړ شو خو جناح صېب پهٔ يوولسم اګست 1947م د خپلې يوې وينا پهٔ ترڅ کې د اسلامي رياست تصور ختم کړو او د يوهٔ سيکولر رياست خبره يې وکړه. پير مانکي ورته يؤ ځل پهٔ يوهٔ ملاقات کې وويل چې تا خو زما سره د شريعت لؤظ کړی ؤ او ما هم د خپلو خلکو سره همدغه لؤظ کړی ؤ او اوس خپل هغه کړی لوظ نهٔ پورهه کوې. جناح صېب ورته وويل چې دا سياسي لؤظونه دي او د سياسي لؤظونو دومره اهميت نهٔ وي.

د هندوستان تقسيم او ازادي ورکول د پيرنګي مجبوري وه ځکه چې د هغهٔ لپاره دلته نور پاتې کېدل ناشوني شوي وو خو د تللو نه يې وړاندې دلته د کميونزم خلاف خپله مورچه جوړه کړه او د نظرياتي جګړې د ګټلو او خپل پليت سياست لپاره يې د اسلام سپېځلی نوم وکارولو، د خپل سياسي او سامراجي پياوړي توب لپاره يې ځايي سياسي قوتونه هم د ځان سره ملګري کړل او د راتلونکي وخت لپاره برابر منصوبه بندي جوړه کړه او بيا لاړو. 

د روس لهٔ اړخه ټولې درې او لارې د پښتنو پهٔ خاوره کې دي او د کميونزم خلاف د جوړې کړې مورچې لومړنۍ پوړۍ خېبر پښتونخوا وه، چرته چې د باچا خان رحمة الله عليه جوړ کړی خدایي خدمتګار تحريک تل د پيرنګي سامراج خلاف غږ پورته کړی ؤ او د هغوی د پليت سياست سره کلک مخالف کړی ؤ. همدا لامل ؤ چې دغه تحريک د پيرنګي لپاره يؤ لوی خڼد او د سر درد جوړ شوی ؤ او روس ته د پيرنګي د تګ راتګ همدا يوازينۍ لاره وه چې پهٔ خېبر پښتونخوا تېرېږي، او د خدايي خدمتګار تحريک پهٔ شتون کې پهٔ دغه لاره تېرېدل د پيرنګي سامراج لپاره اسان نهٔ وو.

پيرنګي غوښتل چې پهٔ خپل راروان پلان باندې بې لهٔ کومې نيوکې او مخالفت عمل وکړي خو د دغه مقصد لپاره د هغه ټولو قوتونو ختمول يا کمزوري کول ډېر مهم وو چې د پيرنګي د پاليسيو مخالفت يې کولو؛ ښکاره خبره وه چې خدايي خدمتګار تحريک د پيرنګي مخالفت کولو او نهٔ يې غوښتل چې د مذهب پهٔ نوم د پښتنو خاورې ته د بين المللي سامراجي طاقتونو د مفاداتو د ساتنې جګړه راشي د کومې چې به نهٔ پښتون قام ته څهٔ ګټه وي او نهٔ به ترې پښتون وطن ته کوم خير ورسي. او هم هغسې وشوه؛ د نړيوالو د مفاداتو او ګټو د ساتنې جګړه چې د جهاد پهٔ نوم پښتون وطن ته راوړی شوه، پايله(نتيجه) يې زمونږ د ټولو پهٔ وړاندې ده. باچا خان رحمة الله عليه به پهٔ ډاګه دې اولس ته ويل چې دا د تور او سپين هاتي(پيرنګيانو او روسانو) جګړه ده، چې څوک يې ځان پهٔ منځ کې ورکوي هغه به چقيږي، دا پردی جنګ کور له مهٔ راوړئ، ګنې نسلونه به مو تباه کړي، خو چا منل؟

کله چې پهٔ 1946م کې د پيرنګي پهٔ نګرانۍ کې پهٔ ټول هندوستان کې ټولټاکنې پهٔ دې شرط وشوې چې چرته د کوم ګوند ووټ زيات ؤ پهٔ هغه سيمو به د هغوی وزارتونه جوړېږي. دغه ټولټاکنې پهٔ صوبه سرحد(اوسنۍ خېبر پښتونوخوا) کې هم ترسره شوې چرته چې د صوبې پهٔ پنځوسو چوکيو کې د پيرنګي پلوي ګوند مسلم ليګ يوازې اوولس چوکۍ وګټلې او خدايي خدمتګارو درې دېرش چوکۍ وګټلې او د باچا خان رحمة الله عليه د مشر ورور خان عبدالجبار خان(ډاکټر خان صېب) پهٔ مشرۍ کې يې پهٔ صوبه کې خپل وزرات جوړ کړو. دغه کار پهٔ سياسي ډګر کې د پيرنګي ستره ماتې او د خدايي خدمتګارو ستر بريا وه. خو پيرنګی پهٔ دې خبره ډېر ښهٔ پوهېدلو چې تر څو د صوبه سرحد(خېبر پښتونخوا) واګې د هغوی د پلويانو پهٔ لاس کې نهٔ وي تر هغې د هغوی لپاره پهٔ خپله پليته بين المللي پاليسۍ عمل کول کهٔ ناشونی نهٔ دی خو ډېر ګران ارو مرو دی نو تل يې دا يوازينۍ هڅه وه چې خدايي خدمتګار تحريک يا خو کمزوری کړي او يا يې لهٔ مخې لرې کړي خو ستونزه دا وه چې خدايي خدمتګار د يوهٔ ستر سيياسي قوت ترڅنګ د صوبې وزارت او اکثريت هم پهٔ لاس کې لرلو نو آئيني، قانوني او سياسي ټولې لارې بندې وې. يوازينۍ لاره دا وه چې د صوبه سرحد(خېبر پښتونخوا) اسبملي پهٔ وچ زور ماته کړی شي او د خدايي خدمتګارو حکومت لهٔ منځه يوسي. د پښتنو ترمنځه خدايي خدمتګار تحريک ډېر نوم او ستر ځای پيدا کړی ؤ او پيرنګي غوښتل چې دغه تحريک بدنام، بې عزته او بې باوره کړي نو د ډېر سوچ او فکر نه وروستو يې پهٔ صوبه سرحد(خېبر پښتونخوا) کې د ريفرنډم ډرامه جوړه کړه چې هېڅ منطقي جواز يې نهٔ لرلو. ځکه چې د هند د ويش پرېکړه د مذهب پهٔ بنياد شوې وه او پښتانهٔ هم مُسلمانان وو نو د دغه پرېکړې ترمخه د نوي رياست برخه ګرځېدل خو مسلم ليګيانو او د پيرنګي نوکر شاهي پهٔ شريکه د خدايي خدمتګار تحريک د بدنامولو لپاره دغه قدم پورته کړو، غوښتل يې چې بهر نړۍ ته هم دا وښايي چې وګورئ مونږ څومره جمهوري خلک يو چې د پښتنو نه دا تپوس کوو چې کهٔ ستاسو خوښه وي نو پاکستان ته راشئ او کهٔ خوښه مو نهٔ وي نو بهر پاتې کېدی شئ. باچا خان رحمة الله عليه ورته پهٔ ډاګه وويل چې د هند تقسيم خو د مذهب پهٔ بنياد شوی دی او د پښتنو د راتلونکي پرېکړه هم تاسو کړې ده، بيا د هندوستان او پاکستان پهٔ نوم د ريفرنډم څهٔ ګټه ده او کوم جواز لري؟ کهٔ خامخا ريفرنډم کوئ نو پښتنو ته يؤ دريمه خوښه کېږدئ چې هغه پښتونستان دی. خو دغه کار هغوی کله کولو. هغوی خو باچا خان رحمة الله عليه او خدايي خدمتګار تحريک بدنامول غوښتل. باچا خان رحمة الله عليه پهٔ دغه هر څهٔ پوه ؤ نو ځکه يې د ريفرينډم د دغه ډرامې نه باييکاټ وکړو او کله چې پهٔ صوبه کې ريفرنډم وشو نو جناح صېب د هندوستان وايسرائی لارډ ماونټ بيټن ته وويل چې قام خو خپله فيصله واوروله بايد اوس د خدايي خدمتګارو وزارتونه لهٔ منځه يوړی شي. لياقت علي خان هم لارډ ماونټ بيټن ته چغلي وکړه چې کهٔ د ډاکټر خان صېب وزرات مات نهٔ کړی شو نو پهٔ پنځلسم اګست به هغه د پښتونستان د آزادۍ اعلان کوي، ماونټ بيټن د لياقت علي خان دغه خبره هم لندن ته ورسوله خو هغوی ورته وويل چې د لياقت علي خان خبره رشتيا نشي کېدای. لارډ ماونټ بيټن هم د جناح صېب سره همغږی ؤ خو د لندن نه ورته اجازه ورنکړی شوه. نو جناح صېب ته يې وويل چې کله ستا واک شو نو بيا پخپله دغه کار وکړه ځکه چې اوس يوازې مرکزي حکومت دغه اختيار لري.

او همدغسې وشوه، کله چې جناح صېب د نوي جوړ شوي رياست ګورنر جنرل شو نو د پيرنګي پهٔ جوړ شوي قانون انډيا ايکټ 1935 کې يې لومړی ترميم(بدلون) دا وکړو چې د صوبايي اسمبلۍ د ړنګولو اختيار يې د ملک ګورنر جنرل له ورکړو او صوبايي خودمختاري يې لهٔ منځه يؤړه، د پاکستان د جوړېدلو اتمه ورځ وه، پهٔ 22م اګست 1947م جناح صېب د اولس رائی او ميڼډيټ د پښو لاندې کړو او د اولس پهٔ ووټ جوړ شوی د ډاکټر خان صېب منتخب وزارت يې مات کړلو، دا پهٔ دې وطن پهٔ جمهوريت او اولسي رائی د ډاکې اچولو او د اکثريت خوښه د پښو نه د لاندې کولو ابتدا وه چې جناح صېب پخپله کړې وه. د ډاکټر خان صېب د وزارت ماتول او د خلکو لهٔ خوا يؤ ټاکلی شوی حکومت لهٔ منځه وړل د مملکت خداد پاکستان پهٔ تاريخ کې د قانون، دستور، جمهوريت او پارليماني نظام خلاف لومړی شعوري ګام ؤ او پهٔ ناويلې توګه دا اعلان ؤ چې دلته به د قانون، دستور، جمهوريت او پارليماني نظام پهٔ ځای د يوهٔ تن حکمراني وي.

وزارت خو يې مات کړلو خو دلته اوس بله ستونزه دا وه چې د چا وزرات به مات شو نو د آيين ترمخه به د صوبې واک اختيار د صوبايي ګورنر سره تر هغې وخته پورې ؤ چې بل چا به د ممبرانو ټاکلې/اکثريتي شمېره لرله نو ګورنر به هغهٔ ته د حکومت د جوړولو او د اسمبلۍ نه د اعتماد د ووټ اغيستلو بلنه ورکړه خو د صوبې ګورنر سرجارج کنګهم چون پيرنګی ؤ نو جناح صېب د پيرنګي پهٔ پاتې شوي دستور کې يؤ بل بدلون وکړو او د ګورنر پهٔ ځای يې اختيار د مسلم ليګ يوهٔ کشميري غړي قيوم خان له ورکړو او هغه يې د درې دېرش غړو پهٔ مقابله کې د اوولس غړو پهٔ سر د صوبې وزير اعلا کړو. او د ټاکلې منصوبې ترمخه يې د هزارې محمد عباس خان او بيا وروستو د قيوم خان پهٔ غوښتنه د بنوں حبيب الله خان د هغهٔ مرستيال وزيران کړل.

د پښتون اولس پهٔ تاريخ کې د قام خرڅه، ضمير خرڅه او بې ننګه خلکو بلها نومونه پراتهٔ دي چې پهٔ سخت وخت کې يې د قام نه اوږه ويستلې ده او د دشمن پهٔ خوا کې ودرېدلي دي او د يؤ څو پيسو يا خپلو شخصي ګټو پهٔ خاطر يې قام پهٔ اغيارو پلورلی دی، پهٔ خدايي خدمتګار تحريک کې هم دغه بې ننګه او قام خرڅي خلک لږ ډېر شامل ؤ. کله چې د ډاکټر خان صېب وزارت مات شو نو د خدايي خدمتګار تحريک يؤ څو کمزوري او بې ضميره ممبران هم د قيوم خان ملګري شول چې د ډاکټر خان صېب پارليماني سيکتر مياں جعفر شاه، د ګلي کهړۍ ارباب عبدالرحمان خان، د کوهاټ د ځنګل خېلو پير شهنشاه، د احمدي بانډې سالار اسلم او د کرک د بوګارې جرنيل صاحب ګل پکې د يادونې وړ دي. د ممبرانو د اغيستلو دغه کار ښهٔ پهٔ درز کې روان ؤ او جناح صېب پخپله هم پهٔ دغه کار کې برخه اغيستله او د لا نورو ممبرانو د اړولو هڅه يې کوله، غوښتل يې چې قيوم خان پهٔ صوبه کې اکثريت ترلاسه کړي. ځکه چې هغه پهٔ دې پوهېدلو چې کهٔ قيوم خان پهٔ ښکاره اکثريت ترلاسه نهٔ کړي نو بيا د هغهٔ د وزارت هېڅ جواز نهٔ جوړېږي نو همدا لامل ؤ چې ګڼ شمېر ممبران يې پهٔ بيه واغيستل او دا هم د دې وطن پهٔ تاريخ کې لومړی ځل ؤ چې د خلکو د اکثريتي رائی پهٔ مقابل کې منتخب ممبران پهٔ بيه واغيستلی شول او لا دغه لړۍ تر نن ورځې دوامداره ده. پهٔ کوم وطن کې چې د اولس پهٔ ووټ ټاکلی شوي ممبران د وزارتونو، شخصي ګټو او يؤ څو پيسو خرڅيږي هلته د جمهوريت، قانون، دستور او يوې مهذبې ټولنې جوړېدلو ټولې لارې بندېږي، ايمان، عقيده، نظريه، غيرت او پښتو هلته هېڅ مانا نهٔ لري. دغه خلک پهٔ دالان د ګډېدونکې ډمې نه هم بدتر وي ځکه چې هغه يوازې ځان خرڅوي خو دغه خلک قام او د قام راتلونکی خرڅوي. کهٔ دغه خلکو د قيوم خان مرسته نهٔ وه کړې نو پهٔ پښتون قام او پهٔ خاصه توګه پهٔ خدايي خدمتګارانو چې کوم قيامتونه تېر شوي دي دا به نهٔ وو راغلي.

مسلم ليګ پهٔ عملي توګه نهٔ خو د پيرنګي خلاف تحريک چلولی ؤ او نهٔ يې د وطن پهٔ آزادولو کې کومه برخه اغيستې وه بلکې پهٔ 1946م کې د هندوستان د آزادۍ او د پاکستان د غوښتنې نه هم وروستو شوي وو او دا خبره يې منلې وه چې بايد پهٔ متحده هندوستان کې دننه يؤ مرکزي حکومت جوړکړی شي. مسلم ليګ تل پيرنګی خپل دوست او ملګری ګڼلو. پهٔ پښتونخوا کې ګڼ شمېر زاړهٔ نوابان، د پيرنګي جاګير خواړهٔ خانان او خان بهادران د مسلم ليګ غړي وو خو د خدايي خدمتګارانو پهٔ وزارت کې يې هر څهٔ لهٔ لاسه ورکړي وو نو د قيوم خان پهٔ وزارت کښېناستل خو هغوی لهٔ خدايه غوښتل. 

د خانانو، نوابانو او خان بهادرانو تر څنګ سرکاري افسران هم د خدایي خدمتګارانو خلاف شول. د دغه افسرانو دوه قسمونو وو، يوه هغه ډله وه چې پهٔ مخ ملازه يې افسرۍ ترلاسه کړې وې او زياتره د خانانو، نوابانو او خان بهادرانو خلک او خپلوان وو او دويمه ډله هغه وه چې پهٔ وړو څوکيو نوکران وو او قيوم خان ورته د لوړو څوکيو لالچ پهٔ دې شرط ورکړی ؤ چې خدايي خدمتګاران به ختموئ. ياده دې وي چې د خدايي خدمتګار تحريک پهٔ وزارت کې د نوکرۍ لپاره د مخوريز، نواب او خان پهٔ ځای اهليت شرط ؤ او پهٔ باقاعده توګه به د يوهٔ امتحان نه پس نوکري ورکړی کېدله. نو همدا لامل ؤ چې مخوريزو او شتمنو خلکو د خدايي خدمتګارانو د دغه پاليسۍ سخت مخالفت کولو او د قيوم خان سره يې د هغوی د ختمولو پهٔ پلان کې پهٔ خلاص مټ مرسته کوله.

کله چې قيوم خان پهٔ دې خبره پوه شو چې د خدايي خدمتګار تحريک نور ممبران خپل ضمير، ننګ او غيرت خرڅولو ته نهٔ دي تيار نو د جبر او زور نه يې کار اغيستل پېل او د خدايي خدمتګار تحريک د غړو پهٔ نيولو او بندي کولو يې لاس پورې کړو. قاضي عطاءالله خان به پهٔ بې ننګه او قام خرڅه ممبرانو پسې ګرځېدلو نو لومړی يې هغه بندي کړو، سالار یعقوب خان، باچا خان رحمة الله عليه، د صوابۍ د زېدې عبدالعزيز خان، د تورډېرو منفعت خان او ولي خان يې هم ونيول. او دغه لړۍ وخت پهٔ وخت دوامداره وه. هره ورځ به د خدايي خدمتګار تحريک غړي پهٔ جيلونو کې اچول کېدل نو هغوی دا پرېکړه وکړه چې د حکومت د دغه ناروا چلن او د تحريک د مشرانو د نيولو پر ضد يوه احتجاجي غونډه کيږي. کله چې حکومت خبر شو نو د خدايي خدمتګار تحريک پاتي شوني د سر سر غړي يې هم ونيول، غوښتل يې چې دغه احتجاجي غونډه ناکامه کړي. پهٔ ټاکلې ورځ چې د شا و خو سيمو خدايي خدمتګاران چارسدې ته راروان وو نو پهٔ لاره به پوليسو او ملېشې ووهل ټکول او ويل کيږي چې چارسدې ته ټول پُلونه يې تړلي وو، کهٔ کوم خدايي خدمتګار به يې موندلو نو لاس پښې به ورله تړل او سيند ته به يې غورځولو.

د پاکستان د رياست د جوړېدلو پهٔ کال پوره کېدلو کې لا دوه ورځې پاتې وې، د 1948م د اګست د مياشتې دولسمه نېټه وه چې خدايي خدمتګاران پهٔ ګڼ شمېر د چارسدې پهٔ بابړه نومې ځای کې د مياں فصيح باچا پهٔ حُجره کې د يوهٔ سولييز(پرامن) احتجاجي لاريون لپاره راغونډ شول، سالار آمين جان ولاړ ؤ، د ټولو حاضري يې واغيسته، تقريرونه وشول او د باچا خان رحمة الله عليه او نورو خدايي خدمتګارانو د راخوشي کولو غوښتنه او وړانديزونه وشول. بيا لهٔ هغه ځايه جلوس روان شو، پهٔ بازار تېر شو او کله چې د غازي ګُل بابا مقبرې ته ورسېدل نو پرېکړه دا وشوه چې د مقبرې ترڅنګ پهٔ جوړ شوي جومات کې به د ماسپخين مونځ کوو او بیا به لاريون وباسو خو هغوی نهٔ وو خبر چې قيوم خان ورته پهٔ دغه جومات کې فوځيان کښېنولي دي، کله چې خدايي خدمتګاران جومات ته ورنژدې شول نو لومړی پرې د شا و خوا د مسلم ليګيانو لهٔ کورونو نه ډزې وشوې ګڼ شمېر کسان مړهٔ او ټپيان شول، دوی جومات ته روان شول خو د جومات نه پرې فوځيانو ناڅاپي ډزې پېل کړل او پهٔ ډېره بې دردۍ يې د هغوی قتل عام وکړو. د شا و خوا کورونو نه تورسرې قُرانونه پهٔ سر راوتې او چغې سورې يې وهلې چې ډزې مهٔ کوئ خو هغه ظالمانو ګڼ شمېر تورسرې د قُرانونو سره شهيدانې او ټپيانې کړې. د شا و خوا کورونو ګڼ شمېر ماشومان هم د ظالمانو د ګولو خوراک شول. د پوليسو سره چې کارتوس ختم شول نو پوځ د مشين ګنو خولې پرانستې. پهٔ دريم بريد کې څو لاسي بمونه هم وغورځول شول. او تر نيم ساعته پهٔ بې وسلې اولس دغه ناتار روان ؤ. قيوم خان پخپله د پوليسو او ملېشې پهٔ بدرګه د پېښې ځای ته راغلی ؤ او دغه هر څهٔ يې څارل.

ويل کيږي چې پهٔ دغه پېښه کې شا و خوا شپږ سوه يا شپږ نيم سوه خلک شهيدان شول، خو ځينې نور وايي چې د مړو کره شمېره د دې نه هم زياته وه. ښاغلی فضل رحيم ساقي وايي چې کله باچا خان بابا د جيل نه راخوشی شو نو زهٔ پخپله د هغهٔ سره د بابړې د شپږ سوه نه زياتو شهيدانو کورونو ته د دُعا او فاتحې لپاره ورغلی يم. دغه ورځ ډېره عجيبه وه، د ظلم، جبر، بربريت او زیاتي منظر ؤ، چاپيره د زمکې د خدايانو يو داسې جنوني فوځ ؤ چې ځانونه يې د حضرت محمد (ﷺ) امتيان ګڼل، پهٔ مينځ کې يې بې وسه، تش لاس او پهٔ خپلو وينو کې لت پت خدايي خدمتګاران پراتهٔ وو او د خدای د بندګانو نه يې د ژوند سوال کولو خو د هغوی جرم ډېر سخت او د نهٔ بخښلو جرم ؤ نو ځکه پرې دغه جنونيانو هم زړهٔ نهٔ سوځولو او پهٔ خلاص مټ يې پرې ډزې کولې او يؤ يؤ يې وژلو. د هغوی جرم يواځې دا ؤ چې د باچاخان او د هغهٔ د ملګرو د بندي خانې نه د خلاصي لپاره يې د سولييز احتجاج پرېکړه کړې وه کوم چې د هغوی آييني، قانوني او جمهوري حق ؤ خو آيين، قانون او جمهوريت چرته وو؟

عيني شاهدان وايي چې شا و خوا دوه نيم سوه شهيدان يې د جيندي سيند ته وغورځول او لاهو يې کړل. چا چې به د خپلو شهيدانو مړي وړل نو لومړی به يې ترې د هغه کارتوسو/مرميو قيمت اغيستلو کومې چې به د هغه شهيد پهٔ وجود لګېدلې وې. او همدغسې يې د ټپيانو نه هم د هغوی پهٔ وجود د لګېدلو مرميو قيمت اغيستلو. دا د نړۍ پهٔ تاريخ کې يوه ډېره عجيبه او ځانګړې پېښه ده چې خلکو خپل دشمن ته د هغهٔ د هغه مرميو قيمت ادا کړی دی چې د هغوی وروڼه، زامن او خپلوان يې پرې ويشتلي وو. کوم خلک چې ټپيان شوي وو نو قيوم خان حکم وکړو چې پهٔ يوهٔ هسپتال کې به يې هم علاج څوک نهٔ کوي او کهٔ کوم ډاکټر يې علاج وکړو نو هغهٔ ته به سخته سزا ورکول کيږي. د مسلم ليګ د نيشنل ګارډ غړي به پهٔ هسپتالونو ګرځېدل او ډاکټرانو ته به يې اخطارونه ورکول. کهٔ کوم ټپي شوی خدايي خدمتګار به يې پهٔ هسپتال کې پهٔ لاس ورغلو نو پهٔ پرهرونو کې به يې ورته مالګې اچولې او يا به يې پورې تاودهٔ سيخونه نيول.

د قيوم خان پهٔ دغه هر څهٔ هم تنده ماته نهٔ شوه، پهٔ سبا ورځ يانې ديارلسم اګست يې د مسلم ليګ د نيشنل ګارډ غړي او پوليس د خدايي خدمتګارانو د کورونو پهٔ تالا کولو او پهٔ کورونو کې پرتو ټپيانو پسې راولېږل. دغه وحشيانو به د خلکو لهٔ کورونو نه هر څهٔ وړل. تر دې چې د تور سرو د غاړې کالي به يې هم د کورونو نه وړل. د خدايي خدمتګارانو د کورونو لوښي لرګي به يې نيلام کول او مسلم ليګيانو به ترې اغيستل. چې کوم څهٔ به يې نهٔ شو وړلی نو يا به يې مات کړل او يا به يې وسوځول. د خلکو پهٔ غوجلو کې ولاړ څاروي به يې يا پهٔ ډزو ويشتل او يا به يې حلالول. پهٔ سبا ورځ يانې پهٔ څوارلسم اګست د پاکستان د جوړېدلو جشن ؤ، د مسلم ليګ مشرانو د جشن جلوسونه ويستل، ګډاګانې وې، ډمامې وې، باجې او سورني وو او لهٔ قصده به د هغه کورونو پهٔ خوا ورتلل چې خلک يې دوه ورځې وړاندې دې رياست شهيدان کړي وو او لا يې د قبرونو خاورې او وينې نهٔ وې وچې شوې. دوی به ورته د کور مخې ته ډمامې او باجې غږولې او ګډا به يې کوله. دغه د انساني اقدارو بلها سپکاوی ؤ خو هغوی انسانيت او انساني اقدار څهٔ پېژندل؟ او کله چې دغه مسلم ليګيان د ګډا، باجو او سورنو غږولو نه راوزګار شول نو يؤ ځل بيا د خدايي خدمتګارانو پهٔ کورونو د پوليسو سره ورسر شول او لوټ مار او چور چپاول يې پېل کړو. د صوبې ټول جيلونه يې د خدايي خدمتګارانو نه ډک کړل. هره اونۍ به قيوم خان پخپله او يا د هغهٔ وزير مياں جعفر شاه د هريپور جيل ته ورتلل، د ټول حال احوال نه به يې ځان خبرولو او د جيل واکدارانو ته به يې وويل چې څومره وس مو رسي نو خدايي خدمتګاران تنګوئ، هر رنګه بدني او نفسياتي سزا ورکوئ او سخته او تکليف پرې تېروئ چې بخښنه وغواړي او د مسلم ليګ سره يو ځای شي. پهٔ جيلونو کې د اچولو نه وړاندې به يې د زياتره خدايي خدمتګارانو بې عزتي کوله، پهٔ کلو، لويو لارو، سړکونو او بازارونو کې به يې بربنډ ګرځول، پهٔ لاره تېرېدونکې ټانګې او لارۍ به يې ورته ودرولې او خلکو ته به يې ويل چې تماشه يې وکړئ. د انسانيت او انساني اقدارو د سپکاوي دغه داستان ډېر اوږد دی او بلها دردناک هم دی کوم او دا هر څهٔ د دې رياست پهٔ نګرانۍ کې ترسره کېدل.

د بابړې د خونړۍ پېښې نه يوه مياشت وروسته قيوم خان پهٔ صوبايي اسمبلۍ کې وويل؛ ”ما پهٔ بابړې کې د قانون ۱۴۴مه دفعه اعلان کړې وه. کله چې خلک تسليم نهٔ شول نو پهٔ دوی ګولۍ وچلولی شوې. دا خلک ډېرخوش قسمته ؤ چې د عسکرو سره ګولۍ ختمې شوې، ګنې يؤ سړې به هم ژوندی نهٔ وی پاتې شوی. ياده دې وي چې ۱۴۴مه دفعه د ضلعې د حکومت پهٔ اختياراتو کې وي خو د چارسدې د هغه وخت ډپټي کمشنر هدايت الله خان طورو وايي چې نهٔ خو زما نه چا تپوس کړی ؤ او نهٔ ما پخپله ۱۴۴مه دفعه لګولې وه.

دا خونړۍ پيښه کهٔ بل ځای شوې وای نو کېدای شي بلها ډېر کتابونه به پرې ليکلی شوي وو خو لهٔ بده مرغه نهٔ خو پښتون اولس ته د دغه پېښې تاريخ پهٔ سمه توګه مالوم دی او نهٔ تر اوسه پخپله ملت پالو ډلو د بابړې پهٔ اړه د پلټنو تکليف کړی دی او نهٔ يې دا معلومه کړې ده چې پهٔ دغه بدمرغه او خونړۍ پېښه کې څومره کسان مړهٔ او ژوبل شوي وو. د دې پېښې پهٔ اړه ليکلي معلومات هم د نيشت برابر دي او څهٔ چې خلکو پخپلو سترګو ليدلي وو، هم هغه راپاتې دي. دا پهٔ رياستي نګرانۍ کې د پښتون اولس د ټول وژنې د روانې لړۍ لومړی کړۍ وه او دغه لړۍ لا تر دې دمه روانه ده. د بابړې نه واخله تر نن ورځې د پښتون اولس دغه ټول وژنه هم هغه شان روانه ده او لا سر به يې تر څو وي.

ای د بابړې شهیدانو!

ستاسو روحونه دې ښاد وي.

حوالې/کتابيات:

1. باچا خان او خدايي خدمتګاري دويم ټوک ليکوال: خان عبدالولي خان

2. خدايي خدمتګاري ليکوال: فضل رحيم ساقي

3. لهٔ پير روښانه تر باچا خانه  ليکوال: علي خان محسود

4. خدايي خدمتګار تحريک، د احمد ليکنه ايډيټر جومه خان سوپي

5. د ولي خان بېلا بېل تقريرونه

6.  بېلا بېلې مجلی

While India was winning freedom, the idea of undivided India or a separate secular state for the Pashtuns of the North West Frontier was rejected by both the British and the Muslim League. The Pashtuns of NWFP (Khyber Pukhtunkhwa) were forced to become part of Pakistan, where before 1947 there was a clear majority of Congress due to the Khudai Khidmatgaar of Bacha Khan. No one from India or Congress helped the Pashtuns to get out of this unjust situation. 

Bacha Khan accepted Pakistan with a broken heart and told Gandhi Jee that "You have thrown us to wolves".


But this didn't stop there, the loyalty of Bacha Khan & his movement was seen with a sight of doubt in Pakistan, In June, 1948 Bacha Khan was out on political visit to the Southern NWFP, when he was arrested, all of his male family members, leaders of Khudai Khidmatgaar, his friends and all the political leaders of Pashtuns were arrested and put into jails across the country. To demand their release, and against the unjust arrest a public demonstration was arranged at the home town of Bacha Khan, in the village of Babra (Charsadda). Almost 6,500 political workers from all-over the province gathered, and thousands more weren't allowed to join in because of the blockage of roads. On the dommy day of 12th of August, the Khudai Khidmatgaars came to the ground where the demonstration was to be held and all of sudden, the border police and para military forces on the order of chief minister Qayum Khan Kashmiri and Governor general Jinnah opened fire on the unarmed non-violent protestors, from the roof of a mosque. The bullets from the machine guns were pouring like rain drops and everyone in ground was bathed in the red blood of thier own. 

Thousands of innocents were hit, women came out running from homes with Qurans on thier heads, which is a gesture of respect and truce in Pashtun society which wasn't respected and the firing continued. The forces also used grenades on the protestors. Numerous women, kids and elderly persons were also hit and died on the spot. 

This act of cruelty doesn't stop there, those who were running from the site were thrown from bridge into the river by forces. Many injured and dead bodies were also thrown into river. Doctors in the hospitals weren't allowed to treat any injured protestor.

After this apocalyptic event, the forces started taking penalty from the families of the injured and dead (for breaking section 144, which was imposed after the event), one would only get the body of thier loved ones if they paid fine, which at the time was a huge amount. Then they started raids on the houses of Khudai Khidmatgaars, anyone wearing or having red clothes was arrested, many houses were burnt to ashes and hundreds are still missing from the event!


The list of those injured goes more than a thousand, while the exact figure of those who died there with courage and bravery is still unknown, because a list of the dead were burned on the ground, but according to sources the number was higher than 700 including women, children and elderly persons.


The daughter-in-law of Bacha Khan, wife of Abdul Wali Khan also came running to the the site and was hit, besides that she was busy in treating the wounded, she even tore her shawl to treat the injuries. Later, after few months she died while giving birth to her only son Asfandyar Wali Khan.


When in 1956, Bacha Khan was released from jail, 8 long years had passed to the tragic events but still the wounds of the Pashtun nation were fresh, he was welcomed with warm tears, a public gathering was held on the site of the event, thousands of people were there when a poet, Abdul Malik Fida, who was also the eyewitness of the massacre sang his all time famous poem, and it seemed that he had written the poem from the blood of his heart: 


With my coffin under my arms, I’m off to the battlefield!

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!

Ready for sacrifice, I’m headed to meet my Creator!

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!


Karbala’s fate is now fate of Charsadda

Agreed upon by the treacherous, the evil-wishers

Sacrifice seekers r crying n pain

I’m competing with my people in sacrificing

With my coffin n hand, I’m off to battlefield

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself


 It’s a fight in the defense of my Land

And what a glorious battlefield it is!

Mother, I must leave; my heart is restless

I must shed my blood for my land

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!

With my coffin in hand, I’m off to the battlefield


Pass me my red uniform, Mother,

Brush my hair and put kohl in my eyes

Pukhtuns are counting on me

I’m off to sacrifice myself for Pukhtun soil

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!

With my coffin in hand, I’m off to the battlefield


At one side lie the canon & machine guns

All the might of the government forces

At the other side lie my barehanded people

I stood there stunned at the disproportionate force of terror


 Women carrying children in their arms

And the Qur’an on their heads

As they sing the cry of the battle:

“O’ the Pride of Afghans [O’ Bacha Khan], I will win you with my sacrifice!”

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!


God will be Judge on the Day of Judgment.

And the Prophet (s.) will testify on our behalf

Then it will be the turn of the martyrs and the warriors

I will show my bullet-riddled chest to my Creator

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!


 O’ Abdul Malik, sacrifice yourself for your people!

Raise your voice for justice!

Give new life to your nation!

If God wills, I will intercede on your behalf

I’m coming, O’ Death! Don’t trouble yourself!

________________

When Bacha Khan heard this poem, tears poured out of his eyes and so of the crowd of thousands in front of him.


The legacy of Babra Massacre isn't over, nor it will ever be. This is a glamorous wound mark on the forehead of Pashtun history comprising of thousands of years. Awami National Party owns the legacy of Babra massacre till this day. Today, this day is celebrated in the memory of those who laid thier lives in the path of liberty, this day reminds us the sacrifices our elders made, we will put up our voices against oppression, injustice and  inequality every year on this day until the end of days or the end of oppression, injustice and inequality.


Jibran Umarkhel

President Pukhtun Students Federation Islamia College Unit.


#BabraMassacre1948




Downplayed Massacres by Waseem Altaf. History Of Babarra Massacre 1948. 

Babara Waqia, 12 August 1948 Babarra Charsada Massacre. Da Babari Waqia. 12 August History

What Happened In Babarra Charsada.

Downplayed Massacres by Waseem Altaf. History Of Babarra Massacre 1948. 

Babarra Massacre on 12 August 1948. Read History NWFP. Da Pukhtano Karbala. 

Pukhtun Tareekh. Babara Charsada History.



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso