Dr. Khaliq Ziar Pashto Poetry. Pashto Sherona. Two Lines Poetry.
Pashto Sherona By Khaliq Ziar
خيال مې نه شي که دې ښې ورځې خاوند شم
چې ترڅو پورې ملا شته او ممبر شته
****
په ما به هم سترګې راپټې کړي څوک
په ما به هم يو تن جنت ته لاړ شي
****
چې يې د سکول په ځای ملا له لېږو
اخــــــلو د خپلو ماشومـــــــــانو ازار
يو کار که ډېر هم مقــــدس وي زياره
چې په خپل وخت نه وي نو نه دی پکار
****
که يو جنت ته هم ځو خو رښتيا خبره دا ده
زما لاره جدا ده او د ملا لاره جدا ده
چې خال یې د تندي نه شي نکريزې د لاسونو
دا ستا وينه ائ زړه نوره د کوم مرض دوا ده؟
له زوره که د زړه د ماتېدو چېرته خبر شوې
د سر په ماتېدو به شکر وباسې فرهاده
زاهده په جنت کې به پرانیستې تڼۍ ګرځم
تړلي مې ټول عمر د خوارانو سره ملا ده
(ډاکټر زيار)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.