Skip to main content

Ghulam Mustafa Durrani Aka GM Durrani, Broadcaster And Singer From Peshawar.

Ghulam Mustafa Durrani Aka GM Durrani, Broadcaster,Indian Film  Actor and Singer From Peshawar. 

Who Was GM Durrani? Biography Of Ghulam Mustafa Durrani. 

غلام مصطفی درانی G M Durrani

درانی صېب  1919 پېښور کې زېږدلی وو، په خټه محمد زی وو، پلار یې عبدالکریم درانی یو تعلیم یافته هنرمند خو ډېر سخت ګیر پښتون وو، زوی غلام مصطفی یې ډېر ښه سندریز غږ خاوند وو، کله کله به یې پېښور کوڅو،  کار ځای یا ملګرو سره د رفیق غزنوي کمپوزونه زمزمه کول نو ملګرو او چم ګاونډ به ورته ویل بمبي ښار ته لاړ شه ستا غږ د فلمونو دی، ال انډیا رېډیو اکاش واني سره یوه زړه اڼټرویو کې ویلي چې فلمونو نه خو بمبي ښار نوم سره به مې زړه ټوپونه وهل، پلار یې چې په سندرو زمزمو خبر شو نو کار ځای یې چې د انځورګرۍ دکان وو بدل کړ او خپل تره سره یې دکان کې کېنول


لږه موده وروسته شپاړس کلنی کې 22 روپیو سره له کوره وتښتي او لاهور ته لاړ شي، ال انډیا رېډیو لاهور کې کار پیل کړي همداسې بیا دهلي او بمبي ال انډیا رېډیو اکاش واني سره دندې تر سره کړې، څه موده وروسته 1943 کې بیا د هندوستان فلمي ډګر ته ورننوځي، 


یو څو فلمونو کې د هیرو په توګه راغی او سندرې یې هم  ورته وویلې خو بیا فلمونو کې کار ځکه پرېښود چې انجونو ښځو سره ښکته پورته کېدل ورته سپک کار ښکارېدۀ، خو ډېر ژر د هندي فلمونو تر ټولو مشهور یاني سټار سندرغاړی شو، ببا یې وروسته کمپوزونه هم جوړول، ستر ستر د موسیقۍ تړون او فلمونو جوړونکي به ورته په قطار او انتظار ولاړ وو، مشهور سندر غاړی محمد رفیع هم له دراني صېب اغېزمن وو او د دراني په نقل یې سندرې ویلې، دراني صېب ډېر ټوکمار وو او لتا منګېشکر نوې نوې فلمي نړۍ ته راغلې وه او دراني صېب یې سپین رنګه جامو (لباس) پورې کومه ټوکه وکړه او لتا منګیشر خپه شوه او لوړ غږ یې وویل نور تا سره یو ځای سندرې نه وایم، مشهور موسیقار نوشاد هم دراني صېب ته وویل چې لتا نوې ده او ستا خوي او عادتونو سره بلده نه ده لږه ګزاره کوه


لتا رېښتیا هم بیا کار ورسره و نه کړ هغه ځکه چې 1951 کې دراني صېب د سندرو، راډیو او فلمي نړۍ ته خدای په امان وویل، دیني اړخ ته راغب شو، ږیره یې پرېښوده، له بانک یې ټوله خپله شتمني راویستله او په غریبانو یې وویشله، لږه موده وروسته ورسره پیسې ختمې شي، مفلسي زور وکړي نو له یوه ملګري قرض واخلي او خوراکي توکو دکان خلاص کړي، وایي ږیره مې ځکه پرېښوده چې خلک مې و نه پېژني، 1956 کې بیا (هم سب چور هې) فلم ته سندره ووایي خو محمد رفیع او مکېش دوران وي، دی له خلکو هېر شوی وي


دراني صېب مورنۍ ژبه پښتو وه خو په هېندي، اردو او پنجابی ژبو یې بشپړ کنټرول درلود او راډیو له لارې په دې څلورو ژبو سندرې ویلي دي او راډیویې ډرامې یې وړاندې کړي.

دراني صېب په اړه مشهوره وه چې ځان ته به یې اصلي پښتون ویل او ډېر ویاړ به یې کول چې اصل پښتون یم، دا خبره یې اکاش واني سره یوه اڼټرویو کې هم کړې، چې زه هغه کره پښتون یم چې چای څښل هم ورته عیب ښکاري.

ویل کېږي دراني صېب د عروج او ځوانۍ په مهال خپل ګاډی له شرابو ډک ګرځول، ښه مست او په ژوند مین انسان وو خو بس ناڅاپه یې هر څه ته لغته ورکړه.

#ورک #پښتون

 By Azmat Gharanai.


GM Durrani Bio Data

G. M. Durrani Born In 1919 At Peshawar, Started Career As Broadcaster At All India Radio Lahore In 1943.










Ghulam Mustafa Durrani Aka GM Durrani, Broadcaster,Indian Film  Actor and Singer From Peshawar. 

Who Was GM Durrani? Biography Of Ghulam Mustafa Durrani. Pashtuns In All India Radio And Indian Film Industry. Bio Data Of Ghulam Mustafa Durrani Actor and Singer From Peshawar. Pashto Times Pashto Info Blogs and Bio.

Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto World. Pashto Pedia, Pashto Wikipedia.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso