Skip to main content

How To Learn Pashto Langua

How To Learn Pashto Language Reading, Writing And Script. Learn Pashto Words, Pashto Grammer, Pashto Writing With Pashto Alphas


پښتو زده کئ پښتو بولئ او پښتو ليکئ

زه فخر کووم چې زمونږ پښتو دومره پيچيده او مشکله ده چې د پښتو ادب تکړه تکړه پوهاند (فروفيسران) يې په املا کښ واضحه غلطيانې کوي خو بل طرفته دا د خفګان خبره هم ده چې تر اوسه پورې مونږ ولې په خپله پښتو ژبه غبور خاصل نکړی شو؟

خلق وايي اينګلش يو غټ بحر دی خو چې زه کله پښتو ته خيال وکړم نو دا ماته يو مکمل کائنات ښکاره شي 

که وکتلې شي نو د اردو نه پښتو ډيره خوږه او روانه ده ډيره عجيبه او غريبه ژبه ده چې سړی يې ليکي نو دا احساس ورته کېږي چې زه هم شکر دی قام پرسته يم او په خپل وطن مئین يم 

زما ډير ملګړي دي هغوي ټول ماته ميسجونه په رومن پښتو کښ ليکي

کله چې ورته زه ووایم چې يار خپل د پښتو رسم الخط ليکئ سړی پرې ښکلې ښکاري نو هغوي وايي چې مړه مونژ په پرائويټ سکول کښ سبق ويلی دی نو ځکه نه راځي چې څوک سرکاري سکولونو کښ سبق ووايي نو د هغوي پښتو املا ښه وي 

زه حيران شم چې پرائويټ سکول کښ خو ما هم سبق ويلی دی نو بيا ولې زه يې لږه ډېره ليکلی شم خو اصل خبره دا ده چې تاسو مړه يئ 

ډير خلق د قام پرستئ دعوې کوي خو کم اصل څيز چې دی هغه ورله نه ورځي 

زه غواړم چې زما ټول ملګري هغه که د فېسبوک وي او که په اصل زندګئ کښ وي پښتو زده کي 

يو پښتون له اردو ورځي او پښتو نه نو ددې نه غټه د رسوايئ خبره کومه وي 

زما مطلب هرګز دا ندی چې اردو مه ليکئ . اردو هم ليکئ او وايئ خو کم از کم دا پښتو خو زمونږ مورنۍ ژبه ده مونږ له پکار دي چې عزت ورله ورکو

لاندې زه داسې نیمګړې غونده کوښښ کووم چې د پښتو ګرامر ولیکم چې ځيني ملګري ترينه استفاده واخلي او پوهه شي

که څه غلطی اوشوه نه په ډيرې غريبۍ سره معافي غواړم او اميد لرم چې تکړه ملګري به يې راته ټيک کوي

...

...

( نرمه ی )

دا ی د  يوګړيز نومونو دپاره استعماليږي لکه زمری اوړی سپرلی منګی لرګی 

د يو چا صفت کولو دپاره هم استعمالېږي

لکه

 بريالی (ابدالي بريالی دی)

ننګيالی (خوشحال بابا ننګيالی وو)

ښکلی (فهد ډير ښکلی دی)

* د یوګړيز فعل (کار کونکي) دپاره هم استعمالېږي لکه

زده کونکی

څيړونکی

خرڅونکی


........

........

اوږده ې

د ډير ګړيز (جمع)ښځينه نومونو دپاره استعماليږي خو چې هغې توري پايه په ه شوي وي لکه 

ښځه ښځې 

مڼه مڼې 

کيله کيلې 

غوښه غوښې 

بيلګه بيلګې 

شېبه شېبې 

دا ې د (د) او (ته) سره استعمال کښ راځي 


د (د) نه پس به دا ې استعماليږي

لکه

(د دغې) ونې شاخونه 

(د مڼې) اوبه ګټوري دي 

(د هغې) وخت نه پس 

چې د کومی جملی مخې ته (ته) راغلې وي شاته توري به په ې سرګند کېږي لکه

(هغې ښځې *ته  مې) څه وويل

دې ونې *ته اوبه ورکړه 

د ښځينه نومونو د صفت کولو دپاره دا ې په کار راوستلی شو خو چې کله تورې (جمع) وي

ښکلې 

ښځې

خوږې مڼې 

سرې غوښې 

ښې بېلګې 

خوندورې شېبې 

بس خو چې چرته ښځینه نامه راغلي وي هلته يې استعمال سيوا دی 

(يې) د دريم تن په باره کښ په کار راځي لکه 

نه *يې اوري 

نه شي *يې کولی 

دا کار *يې وکړ 

(دې)

دا *دې ولې وکړ 

دا *دې څه دی 

دا *دې همزولې نه دی 

(مې)

د ځان دپاره پکار راځي يا د (زما) بل فارم دی 

دا مې خوښ دی 

ومې کړ 

دا مې ندي ويلي .

په نورو ځايونو کښ چرته چې (دې) راځي 

ژوندی دې وي 

دې ته په پښتو کښ څه وايي 

د دې په خاطر مې معاف کړی

.

دا ې د ځينو تورو په پای کښ راځي لکه 

په کې 

تر لاندې 

پر باندې 

نندارې

وغيره وغيره

دا ې په ځينو نومونو کښ د غږ له مخې هم استعمالېږي لکه 

هېواد 

ډېر 

داسې 

پکې 

کېناستل

پرېښودل

لېږل 

کېدل 

کېدای شي 

وغيره وغيره 

........

........

سرګنده ي 

دا ي د کارونو (فعلونو) اوړون کښ چې په 

present time 

وي او کار کونکې يې دريم کس جمع/واحد (هغه/هغوي)وي  استعمالېږي

لکه 

هغه کار (کوي )

هغوي کار (کوي )

احمد دلته نه (راځي)

ځيني نرينه نومونه چې پای يې په (واحد)  نرمه ی شوي وي 

لکه 

يو ګری = يوګړي 

ملګری = ملګري 

سپرلی = سپرلي 

*د نرينه جمع تورو په حساب کښ هم راځي خو چې جمله کښ د چا صفت شوی وي لکه 

زمونږ ملګري تل بريالي راځي 

(بريالي دلته ستاينوم دی او دا چې ملګري ډير او نرينه دي نو بريالي لیکل کېږي 

زمونژ هيوادوال مېړني خلک دي 

(دلته ميړني ستاينوم دی او هيوادوال ډير دي نو ميړني ليکل کېږي

د ستاینو يا صفتونو نومونو څخه منځته راوړل شويو نومونو په پای کې لکه 

خوشال : خوشالي

خوښ: خوښي 

ناروغ : ناروغي 


........

........

لکۍ واله ۍ 

په ځينو ښځينه نومونو د واحد په پای کښ استعمالېږي لکه 

ډوډۍ 

خولګۍ

نړۍ 

لړۍ 

جلکۍ 

د ډير ګړيز (جمع ) په پای کښ چې د هغو تورو پایه په (ي) او (ۍ)  سر ته رسيدلي وي نو لکۍ واله ۍ پکار راوستی شو لکه 

خوشالي: خوشالۍ 

ناروغي:ناروغۍ 

زاري:زارۍ

نړۍ:نړۍ 

لړۍ:لړۍ 

هم دغه شان چې د پورنتو لفظونو سره (د) ملګری وي . د مثال په توګه

خوشالي : د خوشالۍ شېبې 

ناروغي: ددغې ناروغۍ لامل څه دی؟

او دغه شان چې چرته هم جمع توری راشي او (د) ورسره وي نو د جمع توري پایه به په لکۍ واله ۍ بدليږي  

.......

.......


همزه واله ئ 

هغه وخت په کار راځي چې په کار کولو کښ کار کونکی  دويم کښ ډير ګړيز (جمع) (تاسو ) وي 

او د د پوښتنې په بڼه وي لکه 

تاسو څه (کوئ )

هلکانو تاسو کله (راغلئ )

هم دغه شان دا ئ د امر په بڼه استعمالېږي لکه 

ماشومانو راځئ ډوډۍ وخورئ.

ملګرو دلته راشئ او کينئ .

نرمه ې په څرګنده ي ځنګه بدلېږي ؟

هغه نرينه نومونه (جمع) دپاره چی (واحد) يې په نرمه ی پايېدلي وي لکه 

سړی : سړي 

لرګی:لرګي 

بچی:بچي 

.....

.....

په (پر) او (په) کښ څه فرق دی ؟

دا دواړه 

prepositions 

دي چې په بيلو ځايونو کښ په بيلو مانو سره استعمال کې راځي  

#پر 

دا د انګليسي ژبې د ان (On) سره سمون خوري 

مثال

زما کتاب (پر) میز باندې پروت دی 

my book is (on) the table

هغه خپل بکس د توڼۍ پر سر اېښی دی .


دا تورې د وخت يا نيټو څرګندولو دپاره په کار راځي لکه 

هغه د جيټ مياشتې (پر) ۱۸ تاريخ زېږېدلی وو 

دا توری د لامل (وجې) څرګندولو لپاره استعماليږي لکه 

احمد يې (پر)څه ووهو ؟ 

ته (پر)هغې ځای کښ څه کول ؟

جمال (پر)موټرسايکل ولې خوږ شو ؟

کله نه کله تړون يا خپل کار څرګندوي لکه 

زه د پښتو (پر) پنځه يې ګانو يوه ليکنه کوم 

دا کله کله په لنډو ويناګانو کې راځي لکه 

ورځ پر ورځ 

ګام پر ګام

پر تا وياړ کووم

پر طالبانو مئين يې؟

*په.........

دا توری ځای څرګندوي لکه 

زه په کور کښ يم 

زه په لاره يم 

هغه په کابل کې دی 

کله کله دا مهال يا وخت څرګندوي لکه 

زه (په) 2022 کښ کابل ته راغلم 

هغه په تيره مياشت کې وفات شوی وو 


ځينو لنډو ويناګانو کې

په دې اړه

په ډې ډول وغيره وغيره

......

......

(په کې) او (پکې) کې څه فرق دی؟

په کې يو فري پوزيشن دی چې دا د (چيرته) پوښتنې ځواب ورکوي 

دا د انګليسي ژبې د اِن

 (in) 

سره سمون خوري

I'm in home

زه (په) کور کې يم 

now ahmad is present (in) college

دا وخت احمد (په)  لیسه (کې) دی 

nangyal live a life (in) city

ننګيال (په)ښار  کې ژوند کوي 

(پکې)..........

پکې يو قيد دی چې درې بيلا بيلو حالتونو کې راځي 

يوځای څرګندوي او له  يو ځای سره د اړيکې په توګه کارول کېږي 

دا د انګليسي ژبې د انسائډ 

(inside)

 سره سمون خوري لکه 

ماته بونير خوند راکوي ځکه جانان (پکې) اوسېږي

هغه څيز څه؟ چې زه (پکې) کمزورې يم 

پکې کله نه کله د (اړه) مانا ورکوي لکه 

زما خو دغه خبره خوښه ده ته پکې څه ويل غواړې ؟ 

...

...

په خپله او پخپله کې څه فرق دی؟

(په خپله) د يو څيز قيمت/څښتنوالې/تول څرګندوي او د څيز ښځينه بڼې لپاره راځي لکه 

په خپله خاوره سوله غواړم 

احمد په خپله کوټه کې ناست دی 

(پخپله) يو کړونه ده چې يو کار څرګندوي چې د يو کس لخوا ترسره شوې وي لکه 


زه پخپله دا کار کووم 

احمد پخپله دلته راغی

زه پخپله تپوس کولې شم !

عادل يوسفزئ



How To Learn Pashto Language Reading, Writing And Script. Learn Pashto Words, Pashto Grammer, Pashto Writing With Pashto Alphas. Pashto Pedia, Pashto Times, Info. Pashto Language Word, Pashto Language Words. Pashto Language 2022. Learn Pashto Words In 2023. Pukhto Zda Kawal. Pukhto Lekona

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso