Skip to main content

Nawagai Momando Wrana Krala. Pashto Folk Song Background and lyrics.

Nawagai Momando Wrana Krala. Pashto Folk Song Background and lyrics.


*ناواګۍ مومندو ورانه کړله د دير نوابه* !


دا سندره زما ډېر خؤښه وه خو زۀ پۀ کښې ډېر شکي هم ووم 

هغه وجه دا وه چې چا به په يو قسم وئېله او چا به پۀ بل قسم وئېله نو ما دا تاريخي حقيقت نۀ ګڼلو نو نن مې د مولا خانزېب صېب کتاب لوستلو نو ټول تاريخ مې مخې ته راغلے ډېر خوشحاله شوم او غوښتل مې چې د ملګرو سره يې شريک کړم مختصرٙٙ ـ

 

د دې سندرې شاليد دا دے چې کله د باجوړ ناواګۍ د نوابي رياست نواب صفدرخان دهغۀ زوي مندالي خان ګؤښه کړو او مندالي خان د دغه رياست خان شو ,(دلته ښاغلې په صفدر خان هم خبره کړے خو زۀ خپل ليک زياتول نۀ غواړم ) وئېل کېږي چې مندالي خان ډېر مست سړے وو په سپين اس به سور ګرځېدۀ انګرېز کليف او پتلون به يې اچؤلے وو د پړانګ په څرمن به پۀ دربار کښې ناست وو د خپل رعيت سره يې ډېر ظلم کؤلو پۀ 1912ز کښې د مومندو په سيمه د ساپو قبيلې څۀ اويا کسان يې پۀ ظلم قندارو خاښ پۀ سيمه کښې   د غؤنډۍ له پاسه پۀ ګټه حلال کړل  د دې کسانو د وژنې سبب دا ؤ چې د ساپو خلکو د ناواګۍ د سيمي دوا غلجي يوه ورځ مړۀ کړل۔ مندالي خان د ساپو قندارو نه قاتلان وغوښتل۔ساپو دغه قاتلان و نۀ سپارل پۀ نتجه کښې يې دغه پېښه منځ ته شوه


يوه ورځ پۀ قندارو کښې د مندالي خان سپاهيانو د تورسرو پۀ سرونو منګي د اسونو نه پۀ نېزو ووهل او مات ئې کړل د ساپو قبيله پۀ دې کار هم خفه شوه ۔ د هغه مړو په وينو ککړې جامې دساپو قبيلې تر سلاله او شونکړې پۀ مومندو قبيلې د فرياد لپاره وګرځولې ۔ د ماصل خان مومند په مشرۍ کښې په کال 1912ز کښې لښکرې راپاڅېدې او مندالي خان يې د قام په مټ د خانۍ نه ګواښه کړو او لکه د کشؤنده يې د سيمه نه وزغلولو  ناواګۍ هم پۀ دغه لښکر کښې ورانه شوه  بيا د هغه بل ورور چي په چارمنګ کوټکې کښې مېشت وو احمد جان خان نومېدو  ډېر ساده مزاج انسان و قام سره يې رويه ښه وه۔کوم زور زياتے به يې نه کؤلو ۔بيا روسته  دمومندو سره د نورو خانانو اړېکي خرابېدۀ کله ناکله جګړې به پکښې هم کېدې چې تقريبا درې ځل پکښې ناواګۍ ورانه شوې وه ناواګۍ سيمه چونکې د دې رياست نه بلکې د مغلو د وخت نه تاريخي پلازمېنه وه او د هغه دور د قامونو په صلاح به رياست چلولے شو۔  خو چې کله به جګړه جوړه شوه نو دې سيمه به پکښې اغېزمنه کېده دغه تاريخي ارزښت نن هم د ناؤګۍ د سيمې دے ۔ دا اولسې سندره پۀ دغه شلېد کښې وئېل شوې او پۀ پښتو اولسي ادب کښې ډېر شهرت لرې 


پۀ کابل کښې چې کومو سندرغاړو وئيلې  ده نو په هغې کښې د دير نواب ياد شوے دغه سندره د 1912ز د دؤر سره اړين  ده او د دير نواب ته پکښې فرياد دے 

او د کوزې پښتونخوا سندر غاړي دښار نواب يا د جانې زويه  يادوي

  نو دا د روسته دور سره اړه لرې چې په ښار کښې د نواب سردار خان نه پس دهغۀ زوے محمد جان خان د 1938ز پورې واکمن وو چې په جاني به يادېدو محمد خان چې په خپل وخت کښې ډېر زورور خان وو  د دۀ د مرګ نه پس د دۀ ځوي عبدالسبحان خان و د جاني زويه عبدالسبحان خان ته وئېلے شوي ځکه اخري جنګ هم 1969ز کښې شوے وو دغه شان د ناؤګۍ او د ښار نواب تر منځ هم د دغه دور نه ورستو ديارلس کاله فتنه چلېدلې ده ۔ غټ غټ جنګونه به په کښې کېدل چې د غلو غونډ  او پېورې په جنګونو يادېږي په سوونو خلک پکښې مړۀ شوي  پۀ دغه باب نور هم وقعات ښاغلي خانزېب مولا راوړې لږ لږ مو ترې واخست  او کۀ څوک يې ګورې نو د هغه دا کتاب دې تر لاسه کړي (باجوړ د تاريخ په رڼا کښې) 


دې سندره کښې د جانې زويه يا د ښار نوابه! يا د دير نوابه دا فريادونه دوۍ ته شوي وو 

نو کۀ پۀ  هر ډؤل وئېل کېږي فقط تاريخي حقيقت لري 


ليکچر د مولنا خانزيب صېب د کتاب نه

 

رقم الحروف شهزاد انقلابي




Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso