Skip to main content

Pakistani Rupee Devaluates Against US Dollar. Major Reasons Explained

Pakistani Rupee Devaluates Against US Dollar. Major Reasons Explained. Why PKR Loosing Value Against US Dollar. Economics Info


پاکستان کې یو ډالر 200 روپو ته ورسیدو


پاکستان کې د ډالر نرخ پرله پسې په بره روان دی اؤ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د درېوؤ روپو اؤ۲۶ پیسو د اضافې سره د بینکونو دننه یو ډالر په ۱۹۹ روپۍ تبادله شوی خو بیا په خلاص مارکیټ کې د ډالر نرخ تر ۲۰۰ روپو هم اوښتی دی.


دڅېړونکو وینا ده ترڅو چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره دپاکستان معاملې نه وي ترسره شوي د روپۍ په ارزښت کې به د کمي دا لړۍ تم نه شي.


د ډالرو په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په داسې حال کې پرله پسې بې قدره کيږي، چې په پاکستان کې اقتصادي کار پوهان وايي، په ملک کې اقتصادي او غېر يقيني صورتحال روان دی اؤ د زر مبادلې ذخیرو کې دکمي اؤ درامدي بل کې د ریکارډ اضافې په څېر د عواملو له امله تاریخ کې په وړومبي ځل ډالر قابو دوؤ سوؤ روپو ته رسیدلي دي.


تیره ورځ د کاروبار په پائ کې د ډالر نرخ یوه روپۍ اؤ ۵۶پیسې سیوا شوی ؤ اؤ یو ډالر په ۱۹۵ روپۍ اؤ۷۴پیسو پلورل شوی ؤ.


د پاکستان د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د پاکستان درامدي بل سېوا دی، تجارتي خساره سېوا کيږي او حکومت ته يې سپارښتنه کړې چې هغه څيزونه چې ضروري نه دي د بهر نه راغوښتل دې ودرول شي.


وړمه ورځ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي وؤ، وزيراعظم ته يې ويلي چې د لګژري څيزونو راغوښتل دې ودروي.


د هغه په وېنا هغه څيزونه لکه ګاډي او ورسره نور څيزونه چې ضروري نه دي، او د هغې په سر شپږ اربه ډالره ورکول وي نو که دغه څيزونه ودرول شي، دا شپږ اربه ډالره به بچ شي.


د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې نه وي شوي په هېواد کې به بې ثباته حالت روان وي.


د اقتصادي چارو کار پوهه سلمان شاه وايي، په روان وخت کې د ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې ضروري دي، پکار ده چې پاکستان خپلې مسلې د نړيوالې ادارې سره شريکې کړي او اداره چې کومې خبرې تجويز کړي نو په هغې عمل هم پکار دی.


هغه وویل که د ايي اېم اېف سره خبرې نه کيږي نو دغه غېريقيني صورتحال به روان وي.


د پور د پروګرام بحالۍ لپاره د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ مهمې خبرې د چهارشنبې د ورځې څخه د قطر په سرښار دوحه کې پېل شوي دي.


د پاکستان د خزانې وزارت په يو ټويټ کې ويلي دا خبرې به د مې د 25 نېټې پورې جاري وي.


د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې شروع شوي چې د امريکايي ډالرو په مقابله کې 

 دپاکستاني روپۍ ارزښت په تېزۍ سره غورځېږي او د پاکستان د مرکزي بینک د غېر ملکي زرمبادلې ذخيره هم 10.31 بېلېنه ډالرو ته راکښته شوې ده.

Pakistani Rupee Devaluates Against US Dollar. Major Reasons Explained

Voa Deewa Radio Report.



Pakistani Rupee Devaluates Against US Dollar. Major Reasons Explained. Why PKR Loosing Value Against US Dollar. Economics Info

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso