Skip to main content

Parda, Hijab, Jalabab, Borqa, Burqa History And Origion.

Parda, Hijab, Jalabab, Borqa, Burqa History And Origion.

By Ameer Khan Yousafzai

Parda, Hejab And Burqa Before Islam.

لومړۍ برخه 

برقعه د اسلام نه مخکښې 

تاریخ پوهان وایې چې د نن نه څلور زره کلونه مخکې د عراق د د جله او فرات په غاړه میشت سمارا قام هغه وخت بورقه ښځو ته ور په سر کړه کله چې دوي په بزګرۍ ( کرکیله ) ګوتې پورې کړي . سماریان د انسانانو هغه ډله ده چې په تاریخ کې لومړی تهذیب یافته خلګ یادیږي ، هم دا خلګ وو چې څاروي یې په کار راوستل ، لکه په مثال اس ځنکلي وو دوي د انسانانو په کار راوستلو ، غوا او میښه ځنګلي وه دوي ترې د کور څاروي جوړ کړل چې د خوراک ضروتونه ترې پوره کړي .


څومره چې دوي جدید کیدل هم دومره د دوي ښځو د خپلو سړو سره برابر په کار روزګار کې ونډه اخستله ، په زمیدارو(بزګرو) ښځو کې او د مالدارو خلګو په ښځو کې د توپیر په توګه دوي بورقه ایجاد کړه یانې د غریب ښځې به زمیداره کوله نو د هغې لپاره به بورقه اچول مشکل وو د مالدار ښځې به په ارام په کور ژوند کولو نو هغې به د قیمتي کپړې بورقه کاروله 


دوهمه برخه 

بورقه د اسلام نه وړاندې 

په لومړۍ برخه کې چې څه رنګه ما ذکر کړې وه چې بورقه یا د ښځې هغه کالي چې مخ ،ویښته او وجود پکې پټ وي د نن نه څلور زره او دوه سوه کاله پخوا د سمارا ( قدیم عراقیانو) ایجاد دی ، په دغه وخت کې به د مالدارو خلګو ښځو بورقه اچوله دا چې د هغې او د غریب خاندان سره تعلق لرونکې په مینځ کې فرق څرګند وي .

دوهمه وجه یې دا هم وه چې کومې ښځې به د مباشرت لپاره کارولې کیدلې نو د هغې او پاکو ښځو په مینځ بیلول هم وو .


یوناني جغرافیه پوه سټرابو د نن نه دوه زره کاله پخوا په خپل کتاب کې لیکي چې د ماده ( میدیا) ښځې داسې لباس اچوي چې د هغوي مخ ، ویښته او جسم نارینه ذات ته په نظر رانه شي .


دغسې په دریمه صدۍ عیسوۍ کې عیسای لیکوال ترتولین لیکي چې په جزیره عرب کې د عربو ښځې بورقه د روایتي لباس په توګه کاروي .




بورقه ، حجاب یا نقاب د اسلام نه مخکې 

دریمه برخه 

تاریخ پوهان وایې چې دنیا ته د حضرت عیسی علیه السلام د راتګ نه دیارلس سوه کاله وړاندې په اشوري سلطنت کې پرده په ښځو فرض عین وه ، اشوروي تهذیب د عراق په پخواني تهذیبونو کې تر ټولو یاد تهذیب بللی کیږي .

دوي باقاعده د ښځو د پردې لپاره رسمي قانون هم جوړ کړی وو د دوي د رسمي قانون څلویښتمه ماده صرف د ښځو د حجاب په اړه ده .


کومو ښځو چې به پرده نه کوله نو ددغې قانون د لاندې به په هغې د وخت نظام جرمانه لګوله یا به یې نورې سزاګانې ورکولې 

کومه ښځه چې به د خپل کور نه د خپل محرم سره یا یواځې د کور څخه بهر وتله نو پرده به یې لازمي کوله 

د دوي د رسمي قانون د ۴۰ څلویښتمې مادې د لارې هغه ښځو ته د پردې اجازت نه وو کومې ښځې چې به د مباشرت لپاره کارولې کیدلې او یا هغه ښځې چې د مالدارو په کورونو کې خادمانې وې .


که یو سړي د خپلې وینځې یا د بازارۍ ښځې سره واده کول غوښتل نو د هغه لپاره لازمه وه چې ۵ ګواهان راوبلي او د هغوي په وړاندې د هغوي سره د وخت مطابق نکاح وکړي او ومني چې دا زما کور ودانې ده نو بیا د هغې وینځې یا سیکس ورکرې( بازارۍ ښځې ) لپاره لازمي وه چې په پرده کې ژوند وکړي .


د اشوریانو نه پس خخامنشي سلطنت ( قدیم فارس ، افغانستان ، مرکزي اسیا منځني ختیځ ) د ښځو لپاره هغه قوانین وضع کړل کوم چې په اشوري سلطنت کې پلي کیدل .

د دوي نه پس ساساني سلطنت د ښځو ژوند ژواک نور هم محدود کړو او د سختې پردې د لاندې یې راوستلي ، 

د ښځو په ګواهۍ ورکولو قدعنونه ولګیدل او د دوي د کور نه بهر کار روزګار د حسرو بادشاه په زمانه کې نور محدود شو .





د بورقې یا حجاب یا نقاب په حواله زما د مدلل او د تاریخ پر بنسټ ولاړ لیکونو نه زما موخه دا ده چې پښتانه او بیا په خاصه توګه مولایان دې خبر وي چې بورقه اسلامي ایجاد نه دی بلکې د اسلام نه وړاندې هغه خلګو ایجاد کړې کومو چې به خپلو باچایانو ته د خدایانو درجې ورکولې .


بحرخال د دې لیکونو نه زما موخه دا هم نه ده چې پښتنې دې سرتورې شي ، په پښتنه ټولنه کې چې کله یوه ښځه بې نقابه بې بورقې د کور نه بهر ووځي یا د کار په عرض یا د بازار نه د سودا په عرض نو دا د هغې او د هغې د خاندان خپله خود اعتمادي ده هیچا ته حق نشته چې په هغې فابریکیټیډ فتوې ولګوي او د اسلام نه یې خارج کړي .


زه بیا واضحه خبره کوم چې د بورقې په حواله زما د لیکونو اصل مقصد د ملایانو او د هغوي په قبضه کړې شوې ټولنه کې افراطیت ، بنیاد پرستي راکمول دي .

کله چې هم مونږ افراطیت ته شکست ورکړو نو ممکنه ده چې په ښځو کې خود اعتمادي پیدا شي او د بنیاد پرستو د منګولو نه ځان وژغوري .


بل مقصد مې دا دی چې دې هرڅه ته زمینه مساعده شي کله چې هم یو عمل ته زمینه نه وي برابر نو هغلته د بنیاد پرستۍ نه په شپه او ورځ کې آزادي اخستل هسې عبس دی .


په اوسني شرایطو کې زه خپله د پښتنې تور سرې د اوږدې لوپټې قایله یم ځکه ټولنه دې حد ته رسیدلې چې ظالمان کلونه کلونه صرف د نوره احساس او اسما اخلاص انتظار کوي چې دوي به کله نقاب ښکته کوي .

Parda, Hijab, Jalabab, Borqa, Burqa History And Origion. Pashto pedia Info Blog. Pashtun Parda, Burqa And Women. Pashto Times Pashto articles, Pashto History, Books 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso