Skip to main content

Pashto Sherona. Logay logay De Krama Oor De na Kram

Rahmat Shah Sayel Ghazal. Pashto Sherona. Logay logay De Krama Oor De na Kram


لوګې لوګې دې کړمه اور دې نـــــه کړم

سوړ اسويلې دې کړمه شور دې نه کړم


هسې د تور کړمه پـــه تــــور دمينـــــــې

دہ خـــپلو دواړو سترګو تور دې نه کړم


پښتـــــو خو بل څه وې تا بل څه اوکړه

بـــيا بانـي دې کړم په کور دې نه کـړم


شونډې دپرانستې او چوپ پاتې شوې

پــر هـــر پر هر دې کړم ټکور دې نه کړم


ديار دزلــــــفــــو نه را   الوتـيـــــــه بــاده

سمسور دې کړمه خولور لُـوردې نه کړم


نن دې  راو کا تۀ په ډک محفل کښــــې

ښه شوه د خلکو دپيغور دې نـــه کــــړم


زۀ ستا دخيال دليونتوب سائـــــل ووم

هير که دې ډير کړمه خو نور دې نـه کـړم

                                                       Rahmat shah sail 

Comments