Skip to main content

Pashtuns Are Saka Or Saak. Origin Of Pashtun Tribes. Who Are Pathans?

Pashtuns Are Saka Or Saak.

Origin Of Pashtun Tribes. Who Are Pathans? Pashtuns History Pashto

پښتانه ساک دي ؟ اوله برخه 


د پښتنو د اصل نسل  په حقله  مختلف نظريات پوهانو وړاندې کړي دي خو دوه غټې نظريې چې دي يوه د بني اسراٸيليت  نظريه ده چې بنياد ٸې د نعمتالله هروي کتاب مخزن افغاني دے چې په 1612ء کښې د جهانګير  په دور کښې ليکلے شوے دے ـ  په دې کتاب کښې په دې خبره زور دے چې پښتانه بني اسرائيل دي او زمونږ مولان صاحبان چې کيني نو په ممبر بغير د څه تحقيقه د دې کتاب په بنياد پښتانه د بني اسرائيلو پورې تړي ـ دويمه نظريه اريايي ده يعني  جديد تحقيق دا خبره ظاهره وي چې پښتانه  د بني اسرائيلو سره هيڅ مشابهت نه لري دوي د اريايي قبيلو يا د قومونو نه يو قوم دے ـ د دې نظرٸې بنياد  په ژبپوهنې يا لينګويسټک  باندې ولاړ دے ـ کله چې يورپين مستشرقين يعني په مشرقي ژبو باندې پوهه لرونکي دلته برصغير ته راځي او په مشرقي ژبو کار شروع کوي ـ نو دوي  رګ ويد چې د نړۍ د ټولو نه زوړ کتاب ګڼلے شي په هغې کار کوي او په ژبه ٸې کار کوي او د هغې سره سره  په اوستا نومې کتاب کار کوي چې د زردشتيانو  مذهبي کتاب دے ـ د دې دواړو کتابونو ژبې خپلو کښې مقايسه کوي او د هغې نه دا نتيجه راوباسي چې دا دواړې ژبې خپلو کښې ډېرې نيژدو دي ـ د دې دواړو ژبو سره سره کليپروت په پښتو ژبه  کار کوي او دا سړے دا خبره ثبوت ته رسوي چې پښتو ژبه د رګويد او اويستا د ژبو سره تړون لري نه چې د عبراني ژبو سره ـ داسې ميکس مولر او ګريرسن په دې نورو ژبو هم کار کوي  ـ تومب ينګ دې ژبو ته اريايي نوم ورکوي ـ او کليپروت يو اصطلاحي نوم ورکوي چې په انډو ژرمن باندې مشهوريږي ـ  دا مستشرقين  د دې ژبو ويونکو ته  اريايي اقوام واٸي او هم دغسې دا نظريه تر نن وخته پورې  ښه په زور او شور کښې راوانه ده ـ  خو د دې نظريې سره څنګ پر څنګ چې يوه بله کومه نظريه اوس وخت کښې راوانه ده هغه د ساک ساکي او اساک ده ـ 


    ساک ساکي اساک  دا داسې نظريه ده چې د ډيرو پوهانو نظر ٸې د خپل ځان پلو را اړه ولے دے ـ 

    د دې نظرٸې په منونکو کښې د د ذکر وړ پوهان  ډاکټر مجاور احمد زيار ، سعدالله  جان برق ، دوست شنوارے ، جميل شموزے ، حبيب الله تږے او داسې نور پوهان دي ـ خو ياده دې وي ّچې برق صيب دغه ساک يا اساک د ارياٶ  نه بيل خلق ګڼي او دا نور پوهان دغه ساک په ارياٶ کښې دننه يوه ډله يا قوم ګڼي ـ 

په راتلونکې برخه کښې به ساک د مختلفو پوهانو د څيړنو لاندې څيړو ـ ـ ـ 


نور بيا ـ ـ ـ


پښتانه  ساک دي؟ دويمه برخه 


  د برق صيب په خيال اساک  د اريا دښمن يا مخالف دي چې تورانيان ورته هم وٸيل شوي دي ـ 

د تاريخ په رڼا کښې دغې خلقو ته ساک ، سک ،سکيت ،سګيف او داسې نور نومونه اخستي شوي دي ـ

زمونږ د برې پښتونخواه يو شمير پوهان  دغه ساک د سيتهين  يوه څانګه ګڼي ـ او چي هيروډوټس په خپل کتاب هسټوريا کښې کوم ساک ياد کړي دي  دا بل څوک نه بلکښې  د پښتنو څه قبيلې وې ـ خو بيا سوال دا پيدا کيږي ـ او ځينې خلق به بيا دا سوچ کوي چې دا ساک پښتانه وو يا د پښتنو د نن وخت څه قبيلې وې نو بيا د هيروډوټس پکتاٸي  څوک وو؟ نو زما دا نظر دے چې د پښتنو څه قبيلې هم په دغه پښتونخوا کښې د خپل نوم سره اوسيدلې خو روستو دغه ساکو ورسره لکه د نن وخت د سيدانو او قريشانو خپل ځان ضم کړے دے او په پښتنو کښې ورک شوي دي او لکه نن سيدان قريشان پښتو ژبه دود دستور لکه د پښتنو کوي او سوچه پښتانه  دي او پکار هم ده ځکه چې پکښې اوس د پښتنو سوچه وينه ميکس شوې ده او اکثريت په اقليت حاوي وي يعني ډېر په لږو باندې حاوي شي او د لږو وجود د وخت سره ختميږي لکه نن زمونږ سره هندکيان ژوندے مثال دے چې هم ژبه ٸې په ختميدو ده او هم دود دستور او روايات ٸې د پښتنو په رنګ کيدونکي دي دغه رنګ دغه ساک هم دي چې په پښتنو کښې ضم شوي دي او په هر څيز پښتانه شوي دي خو په نومونو کښې ٸې اوس هم د اساکيت رنګ شته ـ  زمونږ د برې پښتونخوا   پوهان چې د ذکر وړ نوم ډاکټر مجاور احمد زيار  دے  ساک د پښتنو نيکونه ګڼي او پښتو ژبه د ساکي ژبې نمسې ګڼي ـ يعني  پښتو ژبه د ساکي ژبې نه راوتې ژبه ګڼي ـ زيار صيب په خپل کتاب ( پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کښې) ليکي :

پښتنو نيکونه  د سکه، ساکه،کاسيانو او ساکانو په نومونو يادېدل او پښتو هم د ساکې ژبې نمسۍ زباد شوې ده. نورې اوسنۍ ساکي ژبې له اړوندو سکه ټبرونو سره، لکه : (قفقاز يا کوکاس ته کوچېدلې) اوسيتي او12- 13 پاميري ژبې يې له نژدې خويندو څخه ګڼل کېږي.

ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانواو پارسيانو ترڅنګه پنځم نومېرلی او پېژندلی آرياني ټبر ګڼل کېږي چې تر زېږد ( ميلاد) پېړۍ  له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه (قفقازه ) تر شمال لويديز چين، هندو کشميره سترې سترې  ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) رامنځته کړې او د مقدوني سکندر په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اَر (اصلي) ټاټوبي (باکتريا يا بلخ او د آمو شاو خوا سيمو) دفاع کړې او را وروسته يې د لومړي خپلواک افغاني دولت په توګه يوناني- باختري واکمني رامنځته کړې ده . ترنن څخه 2196کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سويل ته راوکوچېدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه (زرنج) يې په خپل نامه "ساکستان" ونوماوه چې راورو سته پرسيستان واوښت. په دويمه زېږدي (ميلادي) پېړۍکې چې د ساکستان امپراتوري ړنګه شوه، په شمال کې ساکي توکمو کوشانياتو د بلې اېمپرا تورۍ بنسټ کېښووه چې د هېواد پر شمال، لويديځ او سويل سربېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل ""


انشاءالله  نور بيا ـ ـ ـ 


نور اپريدے

نور اپريدے




Pashtuns Are Saka Or Saak.

Origin Of Pashtun Tribes. Who Are Pathans? Pashtuns History Pashto Times Pashto Blog about Pashto, Pashtuns, Saka Or Sak Tribes. Pashtuns Relation With Ancient Saka Tribes. Pukhtono Ki Tarikh. Pathano Ki Tareekh. Pashtun Koon Hain, Pathans Koon Hain? Pashto Info, Pashtuns ancient history.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso