Skip to main content

Qanoon Da Cha Dapara Day? Omar Khogyani Pashto Blog

Qanoon Da Cha Dapara Day? Omar Khogyani Pashto Blog King Akbar, Slavery And Pir Rokhan Baba.


قانون د چا دپاره وي؟


ما د یوې هندۍ لیکوالې کتاب لوستلو چې د اکبر باچا پهٔ اړه یې لیکلی دی او ډېر تعریفونه یې پهٔ کې کړي دي. د څهٔ وخت لوست وروسته لږ فکر کې شوم چې یرغلګر واکمن کهٔ هر څومره عادل شي نو هېڅکله هم د مقبوضه خاورې یو تابعدار او بل ویښ ځوان ته پهٔ یوه سترګه نهٔ ګوري او نهٔ هغه کس ته څهٔ قانوني حق ورکؤل کېږي دا دواړه کهٔ د یوې مور بچي هم وي.

د کتاب پهٔ ۳۵۹مه پاڼه کې یې لیکلي وو چې اکبر باچا د ۱۵۶۰م کال پهٔ شاوخوا کې غلامي ختمه کړې وه. د هغې وخت د مغل دربار یو تکړه وزیر ‘فتح-الله شېرازي لیکي چې؛


«په دې ورځو کې زهٔ د اګرې نه ګجرات ته روان شوم او یو ملګری مې لرلو. هغهٔ یو غلام (پهٔ اګره کې) خرڅ کړو. د ښار کوټوال د دې نه خبر شو نو د غلام (اصلي) مالک یې ونیولو او د کلا دروازې ته یې یوړو او غؤږونه یې ورته پهٔ وړوکي مېخ سوري کړل چې نورو ته یو خبرداری ورکړي.»


دا د اکبر باچا جوړ شوي قوانین وو چې د هغهٔ د طرف نه ټاکل شوي هر ګؤرنر او کوټوال پهٔ ډېر ښهٔ انداز پلي کؤل خو کهٔ تاریخ ته سم وګورو نو د غلامۍ د ختمؤلو دا قانون د پښتنو/افغانانو دپاره نه و! ځکه چې د شېرازي دا لیک تقریباً د ۱۵۶۵م کال دی. د دې لیک نه پوره ۲۰ کاله وروسته پهٔ ۱۵۸۵م کال کې د روښانیانو او د مغلو د ‘رالېږل’ شوي خادم اخوند دروېزه تر مینځ یو جنګ وشو چې روښانیانو پهٔ کې ماتې وخؤړه او پیر روښان پکې شهید شو. د جنګ نه وروسته د پیر روښان ښځهٔ بي بي شمسو د همدې رالېږل شوي اخوند پهٔ لاس یو هندو سوالګر ته د یوې غلامې یا وینځې پهٔ څېر ورکړل شوه چې د همغې دين د تعلیماتو خلاف کار و د کوم دین د تر لاندې چې اخوند دروېزه د اکبر واکمني قایمه ساتلې وه او پښتانهٔ یې پرې وهل خو دلته زما مقصد دین نهٔ دی ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې د اسلام د نوم د لاندې هر څهٔ روان وو او دي. دلته د دې تاریخ د یادؤلو مقصد دا و چې د اکبر د غلامۍ خلاف قانون پهٔ اګرې کې د یو کوټوال د طرفه پلي کېداې شو چې اکبر به ترې هېڅ خبر شوی نهٔ و کهٔ نکوټوال څهٔ نهٔ وو کړي خو د یو ستر شخصیت چې د لکونو خلکو پیر و، د ښځې پهٔ غلامۍ کې د ورکؤلو خلاف نهٔ د اکبر کوم کوټوال یا ګؤرنر څهٔ قدم اوچت کړو او نهٔ اکبر پخپله حال دا چې د هرې پېښې نه اکبر خبرېدو. 


د اکبر باچا دا قانون یو ځل بیا هغه وخت قانون پاتې نهٔ شو کله چې د پښتنو پهٔ لاس د ملندري د تاریخي ماتې نه وروسته د اکبر د شپې خوبونه حرام شو او د بیربل د هلاکېدو لهٔ لامله یې دوه یا درې ورځې نهٔ څهٔ خؤړلي وو او نهٔ یې څهٔ څکلي وو نو د پښتنو د ځورؤلو دپاره یې خپل هندو او مسلمان وزیران او جرنیلان د اباسین لوديځو غاړو ته راواستؤل او د پښتنو پهٔ ځمکو یې کلاګانې جوړې کړې چې بیا یې ترې د جنګونو دپاره ګټه پورته کؤله.

د حیرانتیا خبره دا ده چې هغه مغلو پیر روښان او د هغهٔ پیروانو باندې د کفر فتوې لګؤلې وې چې دینِ الاهي یې جوړ کړی و. د تاریخ نه ثابته ده چې ملحد او عیاش اکبر باچا پخپله و چې نهٔ یې اسلام ته کتل او نهٔ خدای ته. تر دې ډېره د حیرانتیا خبره دا دهٔ چې د پښتنو د ځپلو دپاره اکبر هندو جرنیلان (راجه مان سنګهـ او راجا ټوډرم مل او داسې نور) رالېږلي وو چې اسلام ورباندې وګټي. د جنګونو پهٔ دوران یې چې څومره پښتانهٔ نيؤلي وو نو دا یې سېنټرل ایشیا ته د غلامانو پهٔ شکل د خرڅؤلو دپاره ولېږل چې دا هم د اکبر باچا د قوانینو خلاف کار و.


خلاصــه-؛


 تر نن ورځې پورې زمونږ قام کهٔ د هر چا د واک لاندې ژؤند کړی دی نو خپل حقوق نهٔ دي ورکړل شوي. د اکبر نه تر دې دمه هر ظالم واکمن پښتانهٔ پهٔ یو نوم او بل نوم ؤژلي دي او همېشه یې زمونږ پهٔ خاوره د نفاق تخم کرلی دی. کله چې هم مونږ د ظالم د ظلم خلاف غږ پورته کړی دی نو داسې زورؤرو مونږ د اسلام پهٔ نوم وژلي یو کهٔ پخپله څومره هم بې دينه یا د اسلام خلاف وي! او د خپلو قوانینو یې هم لا خاطر نهٔ دی کړی. تر نن ورځې پورې چې پښتون د چا د واک لاندې ژؤند کړی/کؤي او د خپل حق غوښتنه یې کړې ده یا یې پهٔ قام کې د لږ شعور پیدا کؤلو کوشش کړی دی نو یا خو یې پهٔ کور کې نظربند کړي دي، یا ترې جېلونه ډک دي او یا ترې ځمکې ډکې دي چې د ډېرو پهٔ کې نهٔ کفن مالوم شوی دی او نهٔ د قبر ځای. خلاصه دا ده چې تاته به هله د انسان پهٔ سترګه کتل کېږي کهٔ تهٔ د جابر واکمن هر ظلم باندې خولهٔ، غؤږونه او سترګې پټې کړې او ضمیر دې پهٔ ابدي خوب اودهٔ کړې ګني نهٔ خو د هغه وخت قانون ستا دپاره دی او نهٔ بل څهٔ



Qanoon Da Cha Dapara Day? Omar Khogyani Pashto Blog King Akbar, Slavery And Pir Rokhan Baba. Akhund Darweza And Peer Rokhan. Wife Of Peer Rokhan And Akhundarweza. Pashto Pedia. Pashto History, Pashto Info.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso