Skip to main content

Ahmad Shah Baba. 250th Anniversary Of Ahmad Shah Abdali

Ahmad Shah Baba. 250th Anniversary Of Ahmad Shah Abdali, The Founding Father Of Present Day Afghanistan.


د احمدشاه بابا  د ۲۵۰ تلین پۀ ویاړ!


ليکوال: کاندید اکادمیسین م.ا سيستاني 

ژباړن : سيلانی


روح دې ښاد! احمد شاه بابا، چې افغانستان دې موږ ته پۀ میراث پرېښود.


 کله چې وینو لږ و ډېر ۶۰ میلیونه کُردان د نړۍ پۀ څلورو هېوادونو؛ عراق، سوریه، ایران او ترکیې کې خواوشا سل کاله د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د کُردستان پۀ نوم د یو خپلواک هېواد دجوړولو لۀ پاره وسلواله مبارزه کوي. تر دې دمه پۀ دغۀ مبارزه کې لۀ ۴۰۰ زرو زیاتو کردي نرینه، ښځینه، پېغلو، ځوانانو او ماشومانو سر ښندنې ورکړي، مګر دوی لا تر اوسه د يو خپلواک هېواد پۀ جوړولو او د خپلواکۍ پۀ تر لاسه کولو بریالي شوي نۀ دي. زۀ د هغۀ ۲۵ کلن ځوان او د افغانستان د بنسټ اېښودونکي پۀ سوچ کې شم چې هېڅ نظامي او حربي پوهنتون یې نۀ و لوستی، مګر لۀ نظامي او سیاسي زړورتیا څخه برخمن ؤ. 


احمد خان ابدالي د کندهار لۀ سدوزیو څخه ؤ، دی ۱۷۲۲ ز کال پۀ هرات ولایت کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. پۀ ۱۷۳۱ ز کال کله چې ددۀ مشر ورور ذوالفقار خان د نادر افشار لۀ خوا ماتې وخوړه، دی خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته راستون شو، هلته د شاه حسین هوتکي لۀ خوا زنداني شو او ۸ کاله یې پۀ زندان کې تېر کړل. کله چې نادر افشار پۀ ۱۷۳۸ ز کال د کندهار ښار فتح کړ، دی او مشر ورور یې ذوالفقار خان لۀ زندان څخه د ایران مازندران ته تبعید کړل. احمد خان ابدالي پۀ ۱۸ کلنۍ کې د نادر افشار د پوځ لیکو ته د ننه شو او لۀ ۱۷۴۰ - ۱۷۴۷ ز کال پورې د نادر افشار پۀ یرغلونو او جګړو کې یې د افغاني پوځ سره ګډون درلورد او پۀ جګړو کې بریالی را ستون شو.


موږ بايد د رب ستاينه وکړو او لۀ احمد شاه بابا څخه مننه وکړو، هغه دا چې  دنادر افشار لۀ وژل کېدو وروسته، هغۀ د ايران لۀ خبوشان ( قوچان) څخه کندهار ته لۀ افغان جنګياليو سره يوځای  راستون شو. هغۀ ددې پرځای چې جنګيالي رخصت کړي تر څو خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو برعکس نوموړی د خپلو هېواد والو پۀ سوچ کې شو ترڅو هېواد وال يې د تل لۀ پاره د پرديو لۀ تېريو او ظلمونو څخه پۀ کراره شي. دی د افغاني لښکرو لۀ مشرانو سره وغږېدۀ او دوی يې پۀ شېرسرخ سیمه کې د لويې جرګې لپاره را وبلل، تر څو لۀ خپل منځ څخه يو کس د پادشاه يا زعيم پۀ توګه وټاکي، چې  لۀ دې وروسته ددې خاورې او افغانانو د مشرتوب مسؤوليت پۀ غاړه واخلي، چې بلاخره د اتو ورځو خبرو اتر او مذاکراتو وروسته پۀ جرګه کې ښکېل افغانان د پادشاه پۀ ټاکلو او د يو خپلواک هېواد پۀ جوړلو بريالي شول.


وروسته لۀ ۶۰۰ کلونو د پخواني خراسان پر کڼدوالو د افغانستان منځته را تلل او  د يرغلګرو خوارزمشاهیانو، مغولانو، تيموريانو، د هند بابريانو، تيموريانو، ايراني صفويانو او پۀ ځانګړې توګه د نادر افشار  هغه ظلمونه چې د خلکو لۀ سرونو څخه يې منارونه جوړول پۀ هر ځای کې و. هر ملي او با احساسه کس  دې ته اړ کوي تر څو دې ستر انسان (احمد شاه بابا) ته د درناوي سر ټيټ کړي او لۀ هغه څخه مننه وکړي، چې مونږ ته يې د افغانستان پۀ نامۀ هېواد پۀ ميراث پرېښود.


کلۀ چې موږ پۀ منځنۍ آسيا کې د کٌردي او فلسطيني وګړو بې سارې مبارزې او سرښندې  وينو، نو بايد ځانونه خوشبخته وګڼو، چې ۲۷۰ کاله وړاندې د اکتوبر پۀ مياشت کې ددې هېواد د يو زړور او پر وطن مين بجي پۀ مشري مو، پرته لۀ زيانونو او تلفاتو پۀ ۱۷۴۷ ز کال  د يو خپلواک هېواد بنسټ کېښود، تر څو لۀ دې وروسته هېڅ پردی صوبه دار، والي او حاکم زموږ پر وګړو واکمن نشي او خپلۀ د خپل برخليک واکمنان شو. یعنې خپله يې وکرو او خپله يې ورېبو او پۀ فردي او ټولنيزو لارو کې د هغه مصروفولو واک ولرو.


رښتيا هم که احمد شاه بابا نه وی،نن به مو د افغانستان پۀ نوم هېواد نه درلود چې بچيانو يې پۀ نوم وياړلي وی. احمد شاه بابا د يو زړور، سرښندونکي او د برخلیک ټاکونکو جګړو د فاتح او د یو افغان رهبر پۀ توګه، پۀ سفرونو کې د ربړو  او نورو ډېرو بېلابېلو حياتي او حیثيتي ګواښونو پۀ زغملو سره افغانانو ته وياړ ور پۀ برخه کړ.


احمد شاه بابا هېڅ کله خپل هېواد ته خيانت نۀ دی کړی او خپل هېواد وال يې خوار و حقير نۀ دي ګڼلي. هېڅکه يې ځان لۀ خپلو هيواد والو لوړ نۀ دی ګڼلی. هېڅکله يې پۀ عيش و نوش او خوش ګذرانۍ وقت نۀ دی تېر کړی.هېڅکله يې لۀ کوم بهرني ځواک څخه امر نۀ دی تر لاسه کړی، چې پرخپلو هېواد والو ظلم وکړي. احمد شاه بابا پرته د هيواد لۀ خپلواکۍ او د هېواد والو لۀ هوساينې او سوکالۍ څخه بله هيله او آرمان نۀ درلود. دا پۀ داسې حال کې ده،چې نوموړي خول اخيسته او خول به يې نورو ته وربښه، خو دۀ هېڅ کله پۀ خپل سر خول نۀ کېښود، بلکې د نورو هېواد والو پۀ شان يې لونګۍ پر سر کېښوده، لۀ هغوی سره به پر فرش کړې ځمکې کښېناستۀ او د هغوی ستونزو ته به يې غوږ نيو، ترڅو دمظلومانو غږ واوري. احمد شاه بابا د يو زړۀ سوانده پلار پۀ شان لۀ خپلو هېواد والو سره ناسته ولاړه درلوده، همدا لامل و، چې خلکو هغه ته «بابا» ويل.


 انګليسي د پلومات او تاريخ ليکوونکی الفنستون ليکلي: « پۀ رښتيا سره که چېرې پۀ آسيا کې کوم شاه د خپل ملت لۀ خوا د درنښت وړ وي، هغه پرته لۀ احمد شاه  بل څوک نۀ دی.» ( الفنستن، افغانان، ترجمه فکرتن، ۳۸۱ مخ )

لیکنه درسره خپره کړئ




Ahmad Shah Baba. 250th Anniversary Of Ahmad Shah Abdal.

Tags To Find This Blog Post & Page.

Ahmad Shah Baba. 250th Anniversary Of Ahmad Shah Abdali, The Founding Father Of Present Day Afghanistan. Who Was Ahmad Shah Durrani? Who Was Ahmad Shah Abdali . Father Of Afghanistan States. Pashto Times Pashto Pedia.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso