Skip to main content

Geelani Piraan, Gilani Peeran Sook De? History Of Piraan In Afghanistan.

Geelani Piraan, Gilani Peeran Sook De? History Of Piraan In Afghanistan.


ګیلاني پیران 


اوږدوالي مخنیوی له وجې د جرړي بیخ نه راسپړم ، خو د پير ګیلانیانو په پیژندنه هیله ده دا څو کرښې بسنه وکړي. دوې خپله خټه شیخ عبدالقادر ګیلاني یا غوث اعظم دستګیر سره ګډوی .نوولسمي پیړۍ له پیله ، چیرته چی د ښکیلاک انګریز لاس وهل شوی، ورسره جوړه، دوی هم په جغرافیي ستراتیژکه سیمه کې استوګن شوی دي. ګیلانیان په لسګونو مذهبي څانګو ویشل شوی ، چې لنګرونه یي ظاهراً د طریقت خپرولو په پلمه د دجال ځالی او استخباراتی دندې تر سره کوی. زمونږ په هیواد کی د دوي دوه درګاه وي، چي یوه یی «حسبی» او بله «نسبی» ده په شرارت بوختې دې، حسبی طریقی پیروان لا د امیر دوست محمد خان په زمانه کې، کله چی د روسانو له خوا انګریزان په برتانیاوي هند کی د هرات له لوری د کواښ لاندي ؤ، د پیر سید سعدالله ګیلانی په مشری، د سوداګرو په جامه کی د اسلام قلعه له لارې راننوتل، چې ورسته بیا د سردار یعقوب خان دربار ته په لار وموندولو سره یي، ان د خپلوالۍ اړیکه غوټه کړه. سردار یعقوب خان د امیر شیر علي خان په وړاندی یاغي شو، او د ګندمک د تړون عامل هم ؤ. دوي اوس قادریانو په نامه شهرت لري.



د «نسبی» طریقت خپرونکي شیخ سید حسن گیلانی مشهور په نقیب صاحب ګڼل کیږي ( «نقیب» روحاني لقب دي، چي د عثماني امپراتوری پلازمیني، قسطنطنیه نه د پیرانو مشر ته ډالۍ کیده)


سید حسن ګیلانی، په تنکۍ ځواني کې، انګریزانو د بغداد نه لندن ته بوته، دي لا د منځنی ښوونځی په زده کړو لګیا ؤ، چی د افغانستان او هندوستان (اوسنی پاکستان) د پولې په دواړو خوا، د تور او سپین غرونو او رغونو، په دښتو او کروندو کی، هغه د کراماتو او معجزو تودې اوازې تر هری حجری او چوتری پوری ښوري وري څپې وهلې؛ په دی وجی یي د ولسې وګړو د زړونو په تل کی ډوبه مینه تر لاسه کړی وه او په زرګونو کلیوالو او په ځانګړی ډول خلجې کوچیانو ورته نادیده د مریدی غاړه ایښی وه


د انګریزانو له پاره د پیرانو جوړول، او د دوي په مټ خپلو موخو ته رسیدل ښورا ارزانه او کامیابه طریقه وه، ځکه ذاتی د دوی مقام د نورو روحانیونو په پرتله لوړ او په اسانی سره د ساده ملایانو او عامه پرګنو اذهان برمټه کولو سره په سیاسی ډګر کی یی پریکنده لوبه لوبولي شوه؛ دوی د افغانانو په تاریخ کی په یو غږ سره لوي، لوي نظامونه ودان یا ویجاړ کړی دی (د پیر صابر شاه نه نیولي، چې د کندهار په لویه جرګه کې د احمد خان «احمد شاه بابا» په سر د غنمو واږي کیښود تر نورالمشایخ حضرت فضل عمر مجددي پوري چې د غازي امان خان اسلامي امارات یی دړي وړي کړه). د مذهبي اصولو سره سم پیران، د ژوند کومه کړنلاره چی خپلو مریدانو ته په ګوته کوی، هغوی اړ باسی ، چی لکه د تریاکو نشه یانو په څیر په ړندو سترګو په روان وی ، نو د دی کړنلاری په وسیله دوی د مریدانو په بطن کې د وجدان، ملتدوستي، هیواد پالنی او...روحیي وژني په ځای شیطان او قریش پرستي تخم کري


کله چې افغان-انګلیس دویمی جګړی، پس منظر کی د افغان ولس په سینه ښکیلاګر ښامار داړی خښې او د دیورند خاپ یی راښکود او امیر عبدالرحمان خان د پیښور په دویم سفر کې ؤ، چې ګیلاني ورنه غوښتنه وکړه، چی ده ته اجازه ورکړی، چی افغانستان کې استوګن شي او اسلامي امارات تر بیرغ لاندی خپل ژوند ته ادامه ورکړی ، خو امیر د دا ډول اسلامپالو په موخه او مزاج ډیر ښه پوهیده او غوڅ منفعي ځواب یي رد کړ، چی بیا په ۱۹۰۵ کال کی په امیر حبیب الله خان د انګریزانو له خوا په یوی اقتصادی او سیاسي معامله کې وتپل شو.

دی بې ځنډه د خیبر دره په لار، د سلګونو مریدانو«مخبرانو» او چوپړیانو قافلي په سر کې په فیل سور، د طریقت خپرولو تر پوښښ لاندی، د ننګرهار سره‌ رود ولسوالی د چهار باغ په سیمه کې (چیرته چې د ۱۸۴۲م. کال افغان ـ انګلیس په شخړه کې د پینځه لس زره کسیزه ښکیلاکګرو ورستنې نیمچه ژوندې پرنګې (ډاکټر برایدون) درملنه شوی وه استوګن کیږی.

تاریخ شاهد دي، چې هند نیمي وچي ته په لومړي ځل لا په ۴۴هـ.ق. کال کې د مهلب بن ابي صفره له خوا د خیبر په دره تللي، اسلام سپیڅلي دین خپور شوی ؤ او په همدي لار ورسته سلطان محمود غزنوی د ګجرات ایالات په «سو» مندر کې د هندوانو نامتو بت «منات» په شپږو ټوټومات کړی ؤ، خو دا د انګریز په لاس جوړ شوی اسلام لومړني کاروان و، چې په زغرده بیرته په همدی لار یی د شرارت په موخه راستون کړ.

د پیرانو لنډ مهاله رسالت ، د دیورند کرښې له وجه د انګریزانو په وړاندی د قبایلو پاریدلی خوسې سړول ، د جرمني هیواد سره د امیر حبیب الله خان اړیکي څارل او د اړتیا په صورت په افغانستان باندي انګلیس د بیا برید ته لار هوارول، او اوږد مهاله پلانونه یي، په هند باندی د روسانو احتمالی یرغل مخه ډب کول ؤ، نو ځکه ننګرهارـ کابل ـ کندوز کې میشت شول.

نقیب صاحب، وتوانید چي د استوګني له پیل څخه په شاهي درباریانو خپل رنګارنګ دمونه چوف کړی او د هغوی سره ډیري اړخیزي خپلوالۍ اړیکي تاو او پیچ کړی. هغه په څرګند سیاسې ډګر کې غازي امان الله غورزنګ سره خیانت وکړ چې په ضد یي د شینوارو اترخیل او سنګوخیل قومونو په پارولو کي فعاله ونډه ولوبله، کړني یي په تفصیل سره هغه مهال د سردار عنایت الله خان له خوا غازي امان الله خان ته راپور شوه، خو ورسته یي بیا د حبیب الله بچه سقاو اسلامي نظام ننګه هم ونه کړه او نادرشاه ته یي شاهي دستار په سرکړ.

د ده په کال ۱۹۴۷ د پاکستان زیږد په درشل کې ساه وښته او چارباغ کې خښ شو؛ د هغه نه د پیري لقب برسیره،په پوله پرتو قبایلو کی په زرګونه مریدان، ننګرهار،لغمان، کابل او کندز... کی په زرګونه جریبه ځمکه او باغونه زامنو ته «سید علی گیلانی د پیر سید اسحاق ګیلاني پلار او پیر سید احمد ګیلانی ته په میراث پاتي شوه، چې دوي دواړو کې د مذهبي چارو تر سره کولو دومره شیمه نه وه څومره چې د عيش او نوش ډیر مینوال ؤ، نو ځکه یی د مریدانو شمیر ورځ د بلي په کمیدو شوه. موده ورسته یي ( پیر سید علی گیلانی) د مستۍ تاوده تاو د بی خودی په نشه کې سکته وکړه او په میراث پیر سید احمد ګیلانی خیټه واچواله. 

پیر سید احمد ګیلانی ۱۹۳۱ کال کې د سره رود په والسوالۍ کې دنیا ته سترګي غړولي او د ابتدایه ښونځي ورسته په کابل کې د ابوحنیفه په لیسی کې په زده کړو بوخت ؤ، چې ۱۹۵۲ کال کی ( د امیر حبیب الله لمسۍ) «عادله جان» سره واده وکړ، په ۱۹۶۰ کال کی د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځې پای ته رسیدو ورسته، په عراق، مصر او عربستان کی لوړی اسلامې زده کړی وکړي. دی فطرتی غلي، تړم مزاجه او د سړیي سیني خاوند ؤ، چې ورسته د تحصیله د ژوند لویه برخه غربی اروپا ته سفرونو کی وه، نو ځکه په پیری غیبې شهرت درلود. دی د «قراقول پوتکو» لیږد (صادراتو) او «پیژو» «peugeot» موټرانو وارداتو او نندارتون رسمې سوداګری هم ؤ. 

د ۱۳۵۷کال د ثور ۷ په بدلون کې د خلقیانو واک ته د رسیدو سره (چې هغوی هوډ درلود دا رقم مخلوق سټه د ټولې هستې او نیستې سره د افغانستان له خاوری پوپنا کړي ) ده چټک د پاکستان په لور پښی سپکي او هلته د اي.ایس.اي له خوا د اسلام اباد په ګاردن رود او راولپنډی په مول رود کی لوړ بیه کورنه ورکړل شو. خو خلقې واکدارانو یی د همدي کال د قوس په میاشت کې ځمکې په بیوزلو بزګرانو وویشلي او نوره شتمني، چې په هغه مهال د پینځو میلیونو ډالرو اوښته ، ضبط او بیت المال ته وسپارله.

ده د غربیانو او څیمڅیار خوړو عربو په مرسته د نورو شپږو تنظیمو په څنګ کې د افغان حکومت په وړاندی «محاذ اسلامې» تنظیم جوړ او جهادي چاري مخته بوتلې. 

په ۱۹۹۲ کال کې د دویمي سقاویه واک ته په رسیدو سره، ګر چې د مجاهدینو د رهبري شورا غړي ؤ، برهان الدین رباني سره د لانجو پس، د باندنیو چارو وزارت په ګډون ټول پستونه پریښودل او پاکستان ته ستون شو


۲۰۱۲ کال د مي په میاشت کې، ښځه د وفات نه ورسته، دي هم د لوی خپګان په رنځ اخته کیږي، چې خپله هم په ۲۱ د جنوری ۲۰۱۷ کال کې مری


د ده نه پینځه اولاده، دوه زامن هر یو پیر سید حامد ګیلاني او پیر سید محمد ګیلاني او دري لوراني، بیګم فتانه ګیلاني، بیګم مریم ګیلاني او بیګم زرین ګیلاني پاتي دي، چي لوراني لا په کابل کې د ملالي لیسي زده کړیالي وی چي درباری ځوانانو سره د بدلمني داغ او پاکستان کې ای.ایس.ای مامورینو سره د نامشروع اړیکو درلودلو سره ځانګړی شهرت درلود



Hamayun Dost.



Geelani Piraan, Gilani Peeran Sook De? History Of Piraan In Afghanistan. Pashto Info Blog about Piraan. Who Are Pirs? Who Are Peers. Pashto History Blog. Peraan Aw Mureedaan, Pir Aw Mureed. Pashto Times, Pashto Pedia, Info

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso