History Is Full Of Lies. Afghanistan History and Afghan People. Pashto Blog
By Hikmat Shinwari.
تاريخ درواغ وايي!
مونږ هيچا ته ماته نه ده ورکړې،او نه افغانستان د نړئ د امپراطوريو هديره ده،ټول ځبرځواکونه له برتانيې نيولې تر امريکا په خپل زور راغلي او په خپله خوښه بيرته تللي دي.
مات د افغانستان ولس دئ چى د برتانيې سره په جګړه کې يي نيم افغانستان (کوزه پښتونخوا)له لاسه ورکړه،خو برتانيه نن هم د نړئ يو غښتلئ نظامي او اقتصادي طاقت دئ،
مات د افغانستان ولس دئ چى د روسانو سره په جګړه کې يي يو نيم ميليون وګړي ووژل شول،درې ميليون معيوب شول،شپږ ميليون اړ شول چى افغانستان پريږدي او کډوال شي،خو روسان نن هم د نړئ ستر نظامي ځواک دئ،
طالبان ادعا کوي چى امريکا مو ماته کړه،سنګه ماته؟
تيرو دوه دلسيزو کې د امريکا سره په جګړه کې دوه لکه ملکي افغانان وژل شوي،اتيا زره افغان نظامي سرتيري وژل شوي،تر پنځوس زرو طالبان وژل شوي چى هغه هم نيمايي افغانان دي،خو برعکس
په دې دوه لسيزه جګړه کې دوه زره امريکايان هم نه دي مړه،نو اوس،مات مونږ شو که امريکا؟افغانستان خو ټول هديره هديره شو،ما خو چيرته په کې د کوم بهرني قبر ونه ليد.
نو حقيقت دا ده چى افغانستان د بهرنيو نه بلکې د خپلو افغانانو هديره ده.مونږ مات يو،چى د نړئ سيالان نه يو.
History Is Full Of Lies. Afghanistan History and Afghan People. Pashto Blog. Afghan history analysis. Pukhto watan, Jwand, Tarekh, Afghanistan The Graveyard Of Powers.
By Hikmat Shinwari
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.