History OF Swat State. Pashto Book about Swat State. Book Review
په پښتو ژبه کښې ليکلے شوے د سوات د رياست وړومبے تاريخ
ليک: ډاکټر محمد علي ديناخېل
۱۲م اپرېل ۲۰۲۰
د سوات رياست بنياد په ۱۹۱۵ کښې سېد عبدالجبار شاه کېښودو او په ۱۹۱۷ کښې ميا ګل عبدالودود د سوات د رياست بادشاه مقرر کړے شۀ ۔ د سوات رياست په ۲۸ جون ۱۹۶۹ په پاکستان کښې ضم کړے شۀ ۔ مختلفو خلقو د سوات د رياست تاريخونه په اردو، پښتو او انګرېزۍ ژبو کښې ليکلي دي ۔
په پښتو ژبه کښې د سوات د رياست اولنے تاريخ سېد عبدالغفور قاسمي ليکلے دے ۔ د دې تاريخ نوم "تاريخ رياست سوات" دے ۔ دا کتاب د ډاکټر سېد محمد محمود زيدي (عليګ) په اهتمام په حميديه پريس بيرون کابلي ګېټ پېښور کښې په ۳۰م جولائي ۱۹۳۹ شائع شوے دے ۔ د دې کتاب يو بل ايډيشن په يوسفي پرنټنګ پريس پېښور کښې چاپ شوے دے ۔ سېد عبدالغفور قاسمي يو بل کتاب "اعليحضرت حکمران رياست سوات کے سوانح حيات" په نوم په اردو کښې ليکلے دے کوم چې د حميديه پريس پېښور د مالک او منېجر ډاکټر سېد محمود ذېدي (عليګ) په اهتمام چاپ شوے دے ۔ دلته به مونږ د سېد عبدالغفور د ليکلي شوي کتاب "تاريخ سوات" کوم چې د ډاکټر سېد محمد محمود زيدي (عليګ) په اهتمام په حميديه پريس بيرون کابلي ګېټ پېښور کښې په ۳۰م جولائي ۱۹۳۹ شائع شوے دے ، جائزه اخلو ۔
دا کتاب په ۲۶۰ مخونو مشتمل دے چې پکښې اخري څلور مخونه يوه ضميمه ده ۔ د دې ضميمې سرخط دے " دکنديا د قومونو سېدو شريف ته راتلل او د اعليحضرت حکومت منل ۔ د دې کتاب کتابت سېد صحت الله اضاخيلي (ډاکخانه پبي ضلع پشاور) کړے دے ۔ د دې کتاب د ضرورت او اهميت باره کښې ليکوال ليکلي دي چې دا کتاب مې ځکه وليکلو چې د سوات د رياست جامع او مستقل تاريخ نۀ دے ليکلے شوے ۔ غېرو قومونو د پښتون قوم د بربريت، ظلم او جهالت متعلق ليکل کړي دي او دوي غافل پاتې شوي دي ۔ مصنف دا هم ليکلي دي چې د پښتنو په باره کښې صرف اخون دروېزه ليکل کړي دي خود دغه ليکلو نه چا خلاصه راويستلې ده او نۀ چا عام کړي دي ۔ دلته دا خبره د يادونې وړ ده چې د اخون دروېزه نه علاوه هم بعضي نورو کتابونو د سوات او د سوات د يوسفزو تاريخ ليکلے دے لکه تواريخ حافظ رحمت خاني وغېره خو دا ممکنه ده چې مصنف د دې کتابونو نۀ نۀ ؤ خبر ځکه چې تواريخ حافظ رحمت خاني نسخه ډېر وروستو په لندن کښې موندلے شوے وه ۔ د دې کتاب اغراض او مقاصداو په پښتو ژبه کښې د ليکلو وجوهات مصنف پخپله داسې بيانوي ۔
"ما په دې وجوهاتو يو کتاب "هديه ودوديه" په اردو ژبه کښې تاليف کړے دے ۔ ليکن د عامو خاصو پښتنو وروڼو د فائدې او معلوماتو د پاره "تاريخ سوات" اود هغوي د اميرانو مختصر حالات متعلق مې دا کتاب په پښتو ژبه کښې وليکلو ۔ چې پخپله ټولو پښتنو ته بالعموم او يوسفزو ته بالخصوص خپل ځان او خپل مشران او رسم ورواج او خپل نسب په ښۀ شان سره واضح شي ۔ علاوه د هغې نه يو ضروري غرض د دې کتاب متعلق دا دے چې په موجوده وخت کقې د رياست سوات او د بادشاه صاحب د سوات د حالاتو نه کل پښتون قوم خبر شي ۔ چې څه رنګ د يوسفزو قوم د يو مدبر اولوالعزم بهادر منصف بادشاه د سيوري لاندې د ارام عمر تېروي ۔ او د پستۍ او د نېستۍ د کوهي نه دې بادشاه دوي راوويستل او په هر حيثيت سره په ټول سرحدي قومونو کښې دوي ممتاز شو۔"
د دې کتاب څه حصه په نظم کښې ده او څه په نثر کښې ۔ په دې حقله مصنف ليکلي دي چې منظوم حصه د تاج مځمد خان زېب سر د فکر نتېجه ده ۔ د يوسفزو د ماضي حالات او واقعات مصنف د مختلفو تاريخي مصادرو په حواله بيان کړي دي ۔ په دې منابعو کښې تاريخ صوبه سرحد، حيات افغاني، اخبار الصناديد، سالنامه کابل، حيات حافظ رحمت خان، مخزن افغاني، تذکره (تذکره الابرار والاشرار)، د زېب سر قلمي مکتوبات، د شريف الله مولوي صاحب مدرس فتحپوري (دهلي) قلمي مسوده وغېره شامل دي ۔
لکه چې وړاندې ذکر شو چې د دې نه مخکښې مصنف په اردو کښې د "هديه ودوديه" په نوم هم په دې موضوع کتاب ليکلے وۀ نو بيا د دې کتاب ضرورت څنګه پېښ شۀ نو په دې حقله يوه خبره خو دا ده چې هاغه کتاب په اردو کښې ؤ او دا په پښتو کښې خو د مصنف په نزد د دې کتاب بل ضرورت د هغه په الفاظو کښې دا دے ۔
" زما تاليف هديه ودوديه کښې اګر چې کل ماضي واقعات د مستندو تاريخونو نه ماخوذ دي او د حال واقعات او اعليحضرت د کارنومو تفصيل او د بدو رسمونو انسداد وغېره دا زما په علم اليقين او مشاهده مبني دي ۔ ليکن بيا هم هغه د يوسفزو او د بادشاه صاحب د حکومت يو معمولي خط و خال دے پوره تفصيل پکښې نشته او د تاريخ منشا هم هله پوره کيږي چې د کوم قوم يا د يو نامور حالات ليکلے شي هغه کښې حتي المقدور پوره تفصيل وي ۔"
په دې کتاب کښې چې د کومو موضوعاتو عنوانات ورکړے شوي دي هغې کښې لوئے عنوانات دا دي : د تاريخ خوبۍ، دعائے حق د بادشاه صاحب د سوات (منظوم)، د پښتنو نسب، نسب، ملکي اهميت، راجه کنشک، رام راجه، راجه وراټه۔، راجه بيټي، راجه هوډي، ګراکافر، افغانستان او مسلمانان، سوات او د دله زاکو حکومت، سلطان اوېس، د يوسفزو په سوات او سمه کښې داخله، د يوسفزو او د مندڼو تقسيم، سلطان شاه منصور، محمد اکبر بادشاه او يوسفزي، پير تاريک او يوسفزي، سکهان او يوسفزي، سېد احمد صاحب بريلوي او يوسفزي، برټش حکومت او يوسفزي، حضرت بابا صاحب د سوات او يوسفزي، مشر مياګل صاحب عبدالحنان او يوسفزي، کشر ميا ګل صاحب عبدالخالق، اعليحضرت بادشاه صاحب د سوات او د قبيلو سره سياسي تعلقات، د بادشاه صاحب د حج سفر، نواب صاحب د دير او يوسفزي د سوات، سېد عبدالجبار شاه او يوسفزي د سوات، د عبدالجبار شاه او د اعليحضرت بادشاه صاحب اختلاف، نواب دير او اعليحضرت حکمران د سوات، د نواب دير اوله حمله په سوات، سنډاکۍ ملا او د بادشاه صاحب مخالفت، د ادينزي د سوات نه بيلېده او د دير رياست سره د هغې الحاق، د رياست وسعت، د دربند او د سوات د رياست اخري مقابله، د جماعتونو حفاظت، حفظان صحت شفاخانه او مويشي هسپتال، دوامي بندوبست اراضيات يا توري وران خسڼي، بجلي، ټيليفون ډاک او سړکونه، تجارت، د بدو رسمونواصلاح، د وسلې تخفيف، عدالتي نظام، فوځي انتظام، د ترقۍ دور، تعليم، دفترونه، چهټيانې، جېل خانې، مصارف، تاليف قلوب، خاتمه، وجه تسميه، حدود اربعه، ابادي، ژبې، رقبه، محل وقوع، مزکه او پېداوار، معدنيات، ابپاشي، تجارت، مشهور غرونه او کنډوونه، څاروي، تجارتي مقامات، قومي او ملکي تقسيم، فهرست قلعه جات رياست سوات، د ليدو قابل عمارتونه او ځايونه، عېن المال، طرز حکومت، د ګورنمنټ برطانيه او د بادشاه صاحب تعلقات، د بادشاه صاحب ذاتي حالات اخلاق عادات نام و نسب، فتح بشام لاهور، د فتح پټن اوکيال حقيقي وجوهات ۔
د يادونې وړ ده چې د هديه ودوديه او تاريخ سوات مضامين تر ډېره حده يو شان دي ۔ د دې دواړو کتابونو يوه مجموعي ترجمه په انګرېزۍ کښې هم شوې ده کومه چې په کال ۱۹۴۰ کښې چاپ ده ۔
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.