Khushal Khan Khattak Aw Mughals. Pashto Info. Understanding Khushal Khan Khattak Baba.
د ننګیال یوسفزي له وال څخه کاپي
کتاب
رمغانِ خوشحال
دريمه برخه ✍️
په کال 1657 کښ شاه جهان ناروغه شو او د سلطنت کار روزګار نه پاتې شو د بادشاه د علالت په وجه د بادشاه په ځامنو کښ د تخت نشينئ لپاره جنګونه شروع شول او دا جنګونه نور په 1658 کښ تيز شول
د بادشاه دوه مشری ځامن دارالشکوه او شهزاده شجاع ځان خان ملګري وو او دوه کشري ځامن مراد بخش او اورنګ زيب ملګري وو او خپلو کښ يې جنګونه کول دې وخت کښ د مغلو سلطنت وړو وړو برخو کې تقسيم شو هو د شاهزادګانو په دې جنګونو کښ اورنګ زيب کامياب شو .
شاه جهان چي د خپل مشر ځوئ دارالشکوه طرفدار وو کشر ځوي اورنګ زيب زندان کښ بندي کو او هم په زندان کښ وفات شو
اورنګ دپاره اوس ميدان صفا شو هغه بادشاه شو او عالمګير لقب يې اختيار کو دا کال 1659 وو
د تخت نشينئ په دې جنګونو کښ د يوسفزو مشر بھاکو خان د دارالشکوه طرفدار وو دارالشکوه خوشحال خان هم خپل طرفدار کول غوښتل خو خوشحال خان اونه منله او د اورنګ زيب طرفدار شو په کوهاټ کښ د يوسفزو په ډله چې د دارلشکوه د استقبال دپاره ولاړ وو خوشحال خان حمله وکړه او د يوسفزو لښکر يې تس نس کو دغه شان دارالشکوه د يوسفزو په ځمکه پناه اغستلو کښ ناکامه شو .
په دې جنګونو کښ خوشحال بابا چې د اورنګ کم خدمات کړي وو د هغې په بدل کښ اورنګزيب هم خوشحال بابا ته د خټکو سرداري او ورسره د بادشاهي لاري حفاظت خواله کو او نور يې هم په دربار کښ ځائ سيوا شوا
په دې زمانه کښ مهابت خان د کابل صوبې ګورنر وو او د پيښور ښهر د ده په لاس کښ وه دا هغه مهابت خان دې چې په پيښور کښ يې په نوم د مهابت خان جومات يادګار دې چې دې د علي مردان ځووئ وو د علي مردان په صوفيانو کښ قدر او غزت وو او صوفيانو لطرفه د قندهار کورنر وو هو ولې بيا يې د هغي سره عداري وکړه او قندهار يې شاه جهان ته ورکړو
خوشحال بابا د مهابت خان منظور نظر وو هو په کال 1661 کښ مهابت خان دکن ته بدل شو او د کابل ګورنر سيد امير ولږيدو
سيد امير ښکلي اخلاقو مالک ووخو ولي مغروره بد خويه وو
او په پيښور کښ د سيد امير نائب عبدالرحيم شو د دې تبديلو سره د خوشحال خان د تقدير ستورې هم په ګردش کښ شو
داڅې مغلوميږي چي د يوسفزو او خټکو تنازعه کښ د سيد امير او عبدالرحيم د دارالشکوه پاليسي خوښه وه او د خټکو په ځائ يې د يوسفزو امداد ته اماده شو او د بھاکو خان مرسته يې کوله
د اورنګزيب د تخت نشينئ پسې زر يو فرمان جاري شو دا فرمان د راهدارئ د محصول د مغافئ په اړه وو او د قبائلو نه علاوه په ټول مملکت خاوي وو. عبدالرحيم د سيد امير په مشورې سره د بادشاه په اجازت دا فرمان په قبائلو هم نافز کړو او د پلار نيکه د وختو چې خوشحال خان ته د اټک د مخصول اخستو کم اجازت مغلو ورکړې وو هغه منسوخ شو خوشحال خان په دې ډير سخت په زره غم جن شو خو ولې په ظاهره يې هيڅ ونه وئيل او هغه پخوانئ وفادارئ يې کوله .
نو دا فرمان د يو سازش نتيجه وه چې دې فرمان کښ د خوشحال خان خپل رشته داران هم شامل او د خوشحال خان د ګرفتارئ يوه بھانه وه .
د يوسفزو بھاکو خان چي کله دربار کښ د دارلشکوه سره ملاقات کړې وو د هغي ورځ نه د خوشحال خان وقار په دربار کښ کم شوې وو او مغلو خيال کولو چي خټکو د بادشاهي دربار د طاقت نه ډيره موده استفاده حاصله کړي ده مونګ له پکار دي چي د پښتنو د طاقت ورو قبيلو لاس ونيسو کمې چي د خټکو نه زوراوري دي خټک هسي هم مونږ الټه استعمالوي او زمونږ په وجه يې يوسفزي زليله کړل او ځمکي يې تري هم اونيسلې او مغل او يوسفزي يې بې ګناه جنګ کښ اموخته کړي دي د مغلو په دې اجلاس کښ سيد امير او عبدالرحيم هم ناست وو
په کال 1662 کښ د بادشاه په اجازت سره نوې پاليسي وشوه چي کوم سردار د دي فرمان خلاف ورزي کوي هغه سره دي بد سلوک وشي او سمدستي يې د دي سره خوشحال خان خټک ته سيد امير حط راوليږلو چې پيښور ته لاړ شي او عبدالرحيم سره ليده وکي خوشحال خان سمدستي د حکم تعميل وکو او پيښور ته لاړ شو هلته ګورنر خوشحال بابا بندي کو او بيړو کښ يې دهلئ ته روان کو .په دې وخت کښ د خوشحال خان عمر پنځوس کاله وو .
خوشحال بابا د راجپوتانې د جې پور ښار سره نزدي په رتنھبور کښ دوه نيم کاله قيدي شو بيا اګرې ته راوستې شو او ازاد کړې شو خو ولې وطن د تلو اجازت ورته نه وو چې دهلي کښ يو قسيم بندي وو چي خانه نشين ورته وايي.
خوشحال بابا دا ټول واقعات په يو اوږد ترتيب بند کښ په تفصیل سره ليکلي
چې د دې بيت نه شروع کيږی
يو بد خوب وو چې مي اوليدو سهر
سترګې مې ړندي شوي ناقرار شوم په بستر
په دي ترتيب بند کښ خوشحال بابا د خپلو نيولو واقعه بيا زندان کښ د تکليفونو وختونه او د مغلو رويه ډير په تفصيل سره ليکلې ده .
زندان کښ دا شعر واي
پس له بنده دې دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولې مخ مکې ته
يا مغلو سره رزم
يا يو ګوټ د غره نيولي
لمونځ روژه دلوستو بزم
تقريباً شلو نظمونو کښ خوشال بابا اورنګ ته په زندان کښ بد رد ويلي او شاعري انداز کښ يې د خپل زړه بړاس اوباسلې دې
لکه واي
رامغلوم شو د اورنګ عدل و انصاف
د ده ښه مسلماني ښه اعتکاف
او داڅي يو اوږد نظم وليکي
جاري.......
څلورمه برخه ✍️
د خوشحال خان ازادي او د مغلو څلويښت زره لښکر تباه کول !!!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.