Skip to main content

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved

Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved.



تور ګيسو دې په چندڼ باندې ښامار دي

تورې زلفې د سنبل د نوبهار دي


چې وَ ملا او کوناټيو ته دې ګورم

اويزاندې پاغوندې په نري تار دي

.

تورې سترګې د هوسۍ د خطا شوې

چې وَ څړ وَ تَه پرتې په سنبل زار دي

تورې وروځې دې لينده، باڼه دې غشي

عاشقان يې زخمي شوي په ګوزار دي

مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره

بیدلان يې په سَرونو خريدار دي

.

دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی

د خطا د ملک اصلي نافې ترې زار دي

.

سپينه پوزه دې د غوټۍ د زنبق ده

چې چاپير ترې نور ګلونه د ګلزار دي

بناګوش دې نسترن دی غوړېدلی

د چنبې تر ګلو به دواړه رخسار دي

سپينه خوله که دې غنچې سره نسبت کړم

د غنچې غوټۍ کله شکربار دي

.

دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لعلو

سپين غاښونه بې بها دُر شهوار دي

.

ښايسته زنه دې سيب د سمرقند ده

چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي

صراحي د سپينو زرو، سپينه غاړه

سيم آسا اوږې دې هم په دغه شمار دي

واړه تن دې د حلب تر ښيښې صاف دی

چې رازونه دې درون ترې نمودار دي

.

سپنې لېچې دې مصرۍ تُورې تېرې کړې

چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي

.

د ياقوتو نګينې، د سرهٔ نوکونه

ځای په ځای دې په اوږدو ګوتو کتار دي

چې مې ستا د تيو ښه ننداره وکړه

هغه کلک په لذت ډک خواږه انار دي

د نامه غوټۍ دې ګل دی د ګلابو

کیڼ او ښې د ګلو پاڼې پرې انبار دي

د نامه دې کښته دم وهلای نه شم

هم هغو زده چې خبر په دا اسرار دي

د پنډيو تر صفت دې نه رسېږم

ولې سپينې په سپينوالي تر چوتار دي

.

سپینې پښې دې د زنيق ګلو پاڼې 

د پښو ګوتې دې کلۍ د انار دي

.

تمام قد دې په مثال د سبر ونه

ولې سم ولاړ دې عين د چنار دي

سر ترپايه ننداره يې ځان دې جوړ کړ

تر تا ځار واړه راڼۍ د هندوبار دي

.

ستا مثال په هندوبار کې راښکاره شو

د لوبيا دانه يوه، مټر خروار دي

.

د ټيکۍ د دُکدکۍ لعل او دُر دې

ګوښي ګوښي واړه کيل وته تيار دي

.

ته خو ډېر مهر کوې، عمر دې ډېر شه

د خوشحال خټک دې تش مهر پکار دي

.

خوشحال بابا


Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved. Pashto Poetry, Pashto Classic Ghazal Poetry By Khushal Baba, Khushal Khattak Baba Kalam, Da Khushal Khan Khattak Shayeri, Pukhto Shayeri, Pukhto Kalam, Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto World, Pashto Learning, Pashto Language.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso