Che Zama Mena Sta Pakar Na Razi
Mala Janana Bala Laar Na Razi. Lyrics Of Pashto Song By Gul Panra.
Pashto Ghazal. Che Zama Mina Sta
Poet. Ikram Ullah Gran Baba
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر - اکرام الله ګران بابا
شعري ټولګه = زما غزل
د پاڼو شمېر = ۱۵۰ - ۱۵۱
چې زما مينه ستا په كار نه راځي
ماله جانانه بله لار نه راځي
د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړ
ماله په خوله چل د اظهار نه راځي
د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو
د دغې ګټې كاروبار نه راځي
د لېونو هوښياري هم ومنئ
په دښتو ګرځي ، خو په ښار نه راځي
هغوی په ورځ له ویرې سل ځله مري
چې ژوند غښتلو له په دار نه راځي
زما د زړه په چينه خولې دې كېږدي
چې ميخانو كې د چا وار نه راځي
یاره ګل ګل فکرونو وسېزلم
تاو د غصې په سور انګار نه راځي
د بنګړیو شړنګ په زولنو کې کېږده
ماله خوب نه راځي قرار نه راځي
ګران د سپرلي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.