Our Village And Cricket. Village Cricket Memories By Dr. Didaar Yousafzai.
#_زمونږ_کلے_او_کرکټ
زمونږ پۀ کلي کښې د کرکټ د جراثیمو تخم ډاکټر طیب علي شاه د ۱۹۷۹ د ورلډ کپ نه پس وکارۀ ـ بیا ئې دا لوبه خپل ورور ته اوښودله ـ ما دغه جراثیم د کراچۍ نه راوړي وو ـ نو دغسې پۀ لږه موده کښې د کلي د کرکټ اولنے ټیم تیار شۀ ـ چې پۀ هغې کښې د ډاکټرصېب نه علاوه فاروق علي شاه، محمود علي شاه، محمد رسول خان، فضل سبحان، عبدالجبار، سېف الله استاد صېب او زۀ شامل ووم ـ د دې نه مخکښې به پۀ کلي کښې والي بال کېدۀ ـ او هلکانو به نورې سيمه ایزې لوبې لکه موڅۍ، امپړا ککے، ټیکان، غوذان او پېسې کولې ـ
پۀ کلي کښې د لوبې څۀ خاص مېدان نۀ وۀ ـ مونږ به اکثر لوبې له د کلي قبلېز لاس ته لوئے خوړ له او کله به د کلي کوز لاس ته د مهک خوړ له تلو ـ نوې نوې لوبه وه ـ یوه ورځ ډاکټر صېب سېف الله تۀ وې ـ "زۀ به داسې بال ولم ـ چې هغه به راګرځي" ـ هغه حېران هم شۀ او مسکے هم ـ او ورته ئې وې چې " دا څۀ غوائي دے څۀ ـ چې ته به ورته وے ـ هاو واپس کیل له راشه او دے به را وګرځي" ـ مونږ ټولو وخاندل ـ ولې سېف الله استاد صېب څۀ موده پس پوهَ شۀ ـ چې واقعي بال هم د غوائي پۀ شان راګرځېدے شي ـ
یو ملګرے خدائے بخښلے جواهر شاه به اکثر د خوړ پۀ غاړه ناست وۀ ـ لوبه به ئې کتله ـ یو ماښام د خوړ نه واپس روان وو ـ ما ته ئې وې ـ چې " دا فاروق علي شاه اکثر دې خپل ورور ته وائي ـ چې بائي جانه سپین بال ورته وکړه ـ خو دے پۀ مخه هغه تور بال ولي ـ سپین بال خو ما ونۀ ليد " ـ ما وخاندل او بیا مې پوهَ کړۀ ـ هغه قار شۀ ـ " وې ئې هسې چوتېږئ لګئ، ځان له مو کار جوړ کړے ـ زۀ د یوې هفتې نه دې له راځم چې دا بال به څنګ سپینیږي" ـ
عیدالجبار به ښۀ تېز بالنګ کوۀ ـ خو پۀ مټ (جرک) به ئې ویشتۀ ـ یوه ورځ مېچ سخت وۀ ـ ډاکټر صېب پرې اعتراض اوکړۀ ـ چې " ته پۀ مټ بال ولې پۀ دې به اوټ نۀ منلے کیږي" ـ هغه ورته اووې ـ " ولې ته ئې پۀ ښپې ولې څۀ؟ ته خو ئې هم پۀ مټ ولې ـ لاس ته چورلے او لاس زۀ چورلوم ـ تۀ زما د بال نۀ یرېږې ځکه؟ چې ستا سره یم نو وے چې ټیک دے ـ او چې ستا سره نۀ یم نو غلط دے" ـ او بیا ئې له قاره هغه ډکي لرې ګذار کړۀ ـ کوم چې مونږ د وکټو له پاره نال کړي ووـ او مونږ واپس کور ته روان شو ـ
کلونه پکښې تېر شو ـ کرکټ پۀ علاقه کښې عام شۀ ـ ټورنامنټونه به کېدل ـ یو ځل د سرسینۍ ملګرو ټورنامنټ جوړ کړے وۀ ـ مونږ پکښې هم برخه اخستې وه ـ پۀ دغه وخت کښې زمونږ پۀ ټیم کښې سرن زېب، خورشید علي، رفیق او د رشید نه علاوه نور ملګري هم شامل وو ـ د سرسینۍ ښۀ ټیم وۀ ـ خو جهان عالم او حېدر شاه به همېشه پۀ جنګ پسې بډې راښکلې ـ نو د دوي جواب له به مونږ هم د خپل طرفه یو دوه تنه ښۀ تېره کړي وو ـ او زمونږ مېچ به لکه د انډیا او پاکستان مقابله وه ـ
پۀ ټورنامنټ کښې مونږ سېمي فائنل ته ورسیدو ـ دوه ورځې پس تپوس له لاړو ـ چې د خپل مېچ ورځ مالومه کړو ـ نو د هغو کمیټي مونږ ته اووې چې " تاسو د ټورنامنټ نه بهر شوي یئ" ـ سرنزېب ورته اووې ـ چې "مونږ خو سېمي فائينل ته رسېدلي وو ـ نو څنګ بهر شو ؟ " هغو پسې کاپي راواخسته ـ او دروغ پۀ رښتیا ئې د رن رېټ خبرې شورو کړې ـ چې "ستاسو نه وروستو دوه مېچونه شوي وو ـ او مونږ ګټلي دي ـ ستاسو نه زمونږ رن رېټ ښۀ شۀ ـ نو مونږ به سېمي فائینل کوو" ـ
ښۀ تود جنګ پکښې اوشو ـ خو هغو نۀ منله ـ او مونږ ئې هم دغسې خړې سترګې واپس کړو ـ د ماسخوتن مانځه نه پس مونږ راغونډ شو ـ د خورشید علي ټرېکټر ته وختو ـ مخې ته ئې ورته بلېډ ولږوۀ ـ او شاته ایوه ـ پۀ خوړ کښې ائین کمر طرف ته روان شو ـ د ټرېکټر لائټونه مو مړه کړي وو ـ د خوړ پچ وۀ او ډېر پۀ ګرانه ئې جوړ کړے وۀ ـ اول ئې لکه د شاړ پټي پکښې ایوه وکړه ـ بیا ئې پۀ بلېډ کښې هغه خاوره د خوړ اوبو ته اویشته ـ او پۀ اخیره کښې ئې ورته غټې غټې ګټې واړولې ـ او دغسې روان ټورنامنټ پۀ حق ورسېدۀ -
ډاکټر ديدار يوسفزے
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.