Skip to main content

Points To be remembered And Cared In Social Life.

Points To be remembered And Cared In Social Life.

دا خبرې مې په لېنګډن کې ولوستلې، نپوهېږم د چا دي، خو خوښې مې شوې. په انګلیسې کې وې او ما لنډې وژباړلې. 


۱

که یو چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي

۲

که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ

۳

له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست؟ ولې ماشومان نلرئ، ولې کور نه اخلئ او ولې...؟

۴

که تاسو کومې ودانۍ او داسې بل ځای ته ننوځئ چې دروازه لري‌ او  ستاسو تر شا بل کس ولاړ وي، دروازه ورته خلاصه ونیسئ چې هغه هم ننوځي، په دې کار سره نه کوچني کېږی

۵

که له ملګري/ملګرې سره چېرې په سفر ځی او د موټر کرایه یې ورکړه، بل ځل هڅه وکړئ چې تاسو دا کار وکړئ

۶

تل د بل د نظر درناوی وکړئ، دویم نظر د یوې مسئلې د حل بدیل وي

۷

هېڅکله د خلکو په خبرو کې مه غورځوئ، اجازه ورکړئ چې خپلې خبرې خلاصې کړې. هاغسې چې وايي: ټولې خبرې یې واورئ او بیا یې چاڼ کړئ

۸

که په کوم ملګري مو ټوکې وکړې او هغه ته یې خوند ورنکړ، ټوکې مو بندې کړئ‌ او بیا یې مکوئ دا کار د دې ثبوت دی چې تاسو مقابل جانب ته درناوی لری

۹

هر چا چې درسره زیاته یا کمه مرسته وکړه، خامخا یې مننه وکړئ

۱۰

کله چې څوک ستایئ، د خلکو په مخکې او په عام محضر کې یې وستایئ، خو که انتقاد او نیوکه پرې کوئ، بیا یې خاص ځای کې وکړئ

۱۱

هېڅکله د چا په زیات وزن او چاقوالي ‌باندې خبرې مکوئ، ضرورت یې نشته

۱۲

کله چې څوک درته په خپل تیلیفون کې کوم تصویر ښکاره کوي، یوازې هماغه تصویر وګورئ او په تیلیفون کې نورې ګوتې مه وهئ. ښايي ځینې محرم اسناد یا تصویرونه وي چې تاسو یې باید ونه وینئ

۱۳

که کوم همکار یا ملګري درته وویل: زه نن ډاکټر ته ځم. دا پوښتنې مکوئ چې ولې ځئ، څه تکلیف لرئ؟ دا شخصي پوښتنې دي‌ او ممکن هغوی نا راحت شي. فقط دومره ورته ووایاست: روغتیا مو غواړم

۱۴

څومره درناوی او احترام چې د خپلې ادارې او دفتر مشر ته لرئ،‌ هماغومره د دفتر د یو عادي صفا کار درناوی او احترام هم وکړئ. له عادي کس سره ستاسو بد چلند، ستاسو شخصیت ټېټوي

۱۵

-کله چې تاسو سره څوک خبرې کوي، په تیلیفون کې ګوتې مه وهئ، دا ډېر احمقانه کار دی

۱۶

که چا له  تاسو څخه مشوره نه وي غوښتې، په خپل سر مشورې مه ورکوئ

۱۷

له خلکو د عمر او معاش پوښتنه مکوئ

۱۸

هېڅکله د بل په کار کې کار مه لرئ

۱۹

چې پور مو واخیست، بېرته یې ژر خلاص کړئ، دا ستاسو رښتنولي ښيي

۲۰

که په لارې او کوڅې کې له چا سره خبرې کوئ،‌ خپلې تورې عینکې،‌ چې په لمر کې په سترګو کېږي، له سترګو لېرې کړئ. دا مقابل جانب ته ستاسو درناوی ښکاره کوي او خبرو کې مخامخ کتل مهم دي

۲۱

د بې وزلو په مخکې د خپلې شتمنۍ او ښه ژوند په اړه مه غږېږئ‌ او د هغو خلکو په مخکې، چې اولاد نلري، د خپل اولاد په اړه خبرې مکوئ



#ژوند

#اداب

#تجربه


Points To be remembered And Cared In Social Life. Social Norms Explained In Pashto. Pashto Times, Pashto Pedia, Pashto Info, Da Kaar Khabari, Ghwara Wena, Pashto Aqwal E Zareen. Pukhto Wena

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso