Skip to main content

Pukhtano. Pashtuns, Pathans. Who Are Pashtuns? Who Are Pathans?

Pukhtano. Pashtuns, Pathans. Who Are Pashtuns? Who Are Pathans?




پښتانه 


د تاريخ په حقله  چې ما هر څومره کتابونه ولوستل که هغه انګريزانو ليکلي که خپلو پښتنو نو چا پښتانه د ديوانو اولاد ياد کړي دي چا  د فرعونيانو پورې تړلي دي او چا  بني اسرائيل او اريا ګڼلي دي ـ  خو زما يو نظر دے او هغه دا دے چې نه خو پښتانه بني اسرائيل دي اونه  د هغې اړخ نه راغلي دي ـ پښتانه د آمو او اباسين ترمينځه د زرونو کالو نه پراته دي خو داسې نه ده چې لکه نن ټول پښتانه ځان ته پښتانه واٸي يا يو قوم ځان ګڼي بلکښې  دا پښتانه  ډېر روستو د قاميت اړخ ته راغلي دي دا ورکوټې ورکوټې قبيلې وې خو د دې قبيلو  ژبه دود دستور يو بل ته ډېر نيژدو وو ـ خو داسې هم نه ده چې هډو پکهت ياپښتون ځان ته قبيله نه وه ـ


 پکهت يا پښتون  د دې آمو او اباسين ترمينځه  يوه غټه قبيله وه او ښه زوروره قبيله وه ـ او د دې خبرې  تصديق مونږ د رګويد  د پکهت  او پکتويس نه هم کوے شو چې دا پښتو يا پکهت قبيله په دې خواشا کښې يوه ډېره سر تيزه او زوروره قبيله وه ـ د رګويد نه علاوه د پښتون او د پښتنو د وطن ذکر هم اوستا او هم يوناني او چيني سياح کړے دے او دا د دې خبرې نه اندازه لګي چې دا پکهت يا پښتون قبيله چې وه دا ډېره زوروره وه په دې وجه باندې دې ټولې علاقې يا د امو نه تر اباسينه پورې به پکتيکا يعني پښتونخوا خواه وٸيل کيدل ـ 


داسې هم نه ده چې په دې پکتيکا کښې يواځې هم دا پکهت يا پښتون قبيله اوسيدله بلکښې  نورې هم ورسره بلها قبيلې اوسيدلې چې د دې پښتون قبيلې سره ٸې هم ژبه هم دود دستور ډېر نيژدو وو ـ کله چې مونږ تاريخ ګورو نو د دې پکهت قبيلې سره بلها قبيلې ژوند کوې لکه سيتهين يا اساک چې روستو په قوم بدل شوے دے يا پښتون قوم کښې ضم شوے دے داسې ګندهاري قبيله چې د پېښور يعني اباسين خواشا کښې اوسيدله داسې اپاريتي قبيله چې پوهان ٸې د نن وخت اپريدي  ګڼي  او هيرو ډوټس هم ياد کړي دي ـ


 داسې اسپاسي او ګوري اساکيني او داسې نورې بلها قبيلې لکه د سکندر مورخينو  مساګا او او داسې نورې قبيله يادې کړې دي ـ  دا ټولې قبيلې چې کله۔  يو وحدت  ته راټوليږي نو چونکۍ پکهت يا پښتون قبيله پکښې زروره وه او دا وطن هم د دې قبيلې په نوم د بهر نړۍ خلقو پيژندل نو  دا ټولې قبيلې چې راټولې شوې نو د قوم شکل ٸې اختيار کړو چې پښتون قوم ورته وروستو اووٸيل  شول ـ  لوستونکو ته دې پته وي چې قوم او نسل کښې ډېر غټ فرق دے ـ داسې دا يوڅو قبيلې چې هم رګويد او هم يوناني سياح يادې کړې دي دا ټولې ټولې قبيلې د دې خاورې  زړې قبيلې دي دا د چرته نه راغلې نه دي بلکښې  دې قبيلو ته د بهر نه بلها خلق راغلي دي او په دوي کښې ٸې ځان غيب کړے دے د دوي ژبه مذهب دودستور هر څيز ٸې خپل کړے دے او د دې خاروې اصل بچي ګرځيدلي دي ـ 


مثال ٸې مونږ سره د نن وخو قريشان ، سيدان دي چې اصل خاوره ٸې عرب ده خو دلته د تبليغ په غرض يا په بل غرض راغلي دي او پښتنو په خپله سينه کښې ځاے ورکړے دے او دې عربو  د پښتنو هر څيز خپل کړے دے او اوس اصلي پښتانه ګڼلي شي ـ


 داسې که مونږ د پښتنو خواشا کوم خلق بهرني ګورو نو دا خلق د تجارت په غرض راغلي دي خو خپل شناخت ٸې نه دے باٸيللے خو راوان دے اوس ٸې رورو باٸيلي  او ډېر زر به اوګورو چې دا خلق به هم سوچه پښتانه شي ـ پښتو لکه چې مونږ ته پته ده دا يواځې   د ژبې نوم نه دے بلکښې  د ژوند د تيرولو طريقه او پښتو هغه څوک ګڼلے شي چې پښتو واٸي او پښتو کوي که پښتو هم وي او سپک کار وکړي نو پښتون نه شي ګڼلے يعني مونږ ورته وايو چې ته خو هډو پښتون نه ٸې ـ خو که يو پنجابے  يا قوميت ٸې چې بل څه وي خو چې د غيرت کار وکړي نو مونږ ورته وايو چې څه د پښتو کار دې وکړو ـ 


نور اپريدے



Pukhtano. Pashtuns, Pathans. Who Are Pashtuns? Who Are Pathans? Pukhtana Sook De. Pashtuns And There History, Pashtuns And Bani Israel. Links Of Pashtuns And Bani Israel. Pashtuns. Pashtuno ki Tarikh. Pukhtana Sook De? Info

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso