Spinoza. Dutch Philosopher Spinoza Biography And Works. Pashto Info
«سپینوزا»
................................
اسپینوزا
(Spinoza)
، (۱۶۳۲- ۱۶۷۷)
یو هالنډی فیلسوف ؤ چې د دیکارت د ځوانۍ معاصر ؤ. د هغه پلار یو یهودي تاجر ؤ چې هالنډ ته په مهاجرت راغلئ ؤ. د رزق پیدا کولو دپاره هغه عدسي پالش کولي او خپل فارع وخت کښې به د فلسفې نړۍ ته دننه کیدو او د داسې سختو سوالونو ځوابونو د پیدا کیدو په هڅه به ؤ. د هغه مهم فلسفي کتاب «ایتیکا» یا «اصول اخلاق» دی چې د هغه د مړینې بعد چاپ شوئ دی.
د اسپینوزا په آند د روح (عقل) او جسم ترمنځ هیڅ جدایی نه شته. هغه وایي انسان صرف د یوې مادې څخه جوړ شوي دي. اسپینوزا د دیکارت ددي نظریې سره همغږی نه ؤ چې ګواکی روح او جسم دوه جلاء مادې یا برخې دي. د اسپینوزا دپاره دا صرف یوه ماده ده.
هر څه وجود لري د خدای پورې مطیع او کم کیدلئ شي. د دیکارت په نظر په ماده
(matter)
کښې د حرکت راوستلو علت یا وجه خدای دی.
خدای د روح او جسم ترمنځ د تعامل علت دی. مګر د اسپینوزا په نظر داسې د روح او جسم تعامل وجود نه لري او نه د دیکارت سره همغږی دي.
روح او جسم دواړه یو دی به خدای کښې. او له دی وجې اسپینوزا د مونیزم
(Monism)
یا احادیت طرفدار دی. د اسپینوزا په نظر فکر او وسعت د خدای دوه تظاهرات یا صفات دي. انسان ددي دوه صفاتو یا تظاهرات څخه جوړ شوي دی او نو ځکه هر څه خدای پورې مطیع او کم کیدئ شي.
خدای بی نهایت، ابدی او منفرد دی. هر څه چې وجود لري، په خدای کښې او د خدای د وجې وجود لري. د خدای بهر هیڅ وجود نه لري او د خدای بغیر په څه پوهیدل لاممکن دي.
......................
٫٫نړۍ به خوشحاله وه، اګر که انسان څومره چې د خبرو کولو صلاحیت لري هغومره د خاموشۍ صلاحیت لرلئ.٬٬ {سپینوزا }
٫٫کله چې زه یو څه په دقت سره په نظر کښې ونیسم، ما داسې یو خاصیت هم پیدا نه کړ چې په اطمینان سره د بیدارۍ حالت او د خوب لیدلو حالت یو د بل جلاء کوي. ته څنګه دومره په اطمینان سره پوهیږي چې ستا ټول ژوند یو خوب نه دی؟
{دیکارت}
سرچېنه:
د فلسفې د یو کتاب څخه راخیستل شوی مقاله.
ژباړه: حیران
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.