Skip to main content

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry.

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry. 

Life And Works Of Pashto Poet Ali Akbar Sial.


د ښاغلي اکبر سيال د شاعرۍ رنګين اړخونه


ليک: امان الله نصرت

By Amanullah Nusrat.

 د پښتو خوږژبی شاعر او ليکوال  ښاغلی اکبر سيال پلرنی کلي جندول معيار دی ، د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په درېيمه نېټه  د ملکنډ په بټخيله کې  زېږېدلی،  په خټه ترکلانی مست خېل او د افغان نپولېن غازي عمرا خان بابا سکه کړوسی دی۰

نوموړي خپلې  لمړنۍ زده کړې د ملاکنډ به تاڼه کالج کې کړي او د پېښور له پوهنتون څخه ېې په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی او اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي او په يوه دولتي اداره کې دنده لري۰

ښاغلی اکبر سيال پّه پښتو او پښتونوالې مين  خوږ ژبی شاعر دی  چې د شعر تومنه ېې د ولس او قام له مينې جوړه شوې او په وينه کې ېې د وطن د محبت سره ورګډ دي۰

ښاغلی سيال د خپلې  پښتنې خاورې په غېرتمنه غېږ کې زېږېدلی، پالل شوی او خاپوړې ېې پکې کړي دي نو ځکه خو ېې خټه هم پښتنه ده فکر او نظر ېې هم پښتون دي او ټول کړه وړه ېې پښتانه او د وطن له سرشارې مينې ډک دي۰


خيبر دی که شمشاد پکې جونګړې د زمرو دي

دا غرونه پښتانه دي دا سيندونه پښتانه دي


دې خاورې زېږولي خپله غېږ کې اتلان دي

نصرته ددې خاورې ولسونه پښتانه دي


  مونږ د اکبر سيال په رنګينه شاعرۍ کې د اولس د دردونو او د وطن او پښتنې خاورې د غميزو، ناخوالو او بدو ورځو تصويرونه او انځورونه  په روښانه ډول  ليدلای او لوستلای شو او نوموړي دا ټول ويرجن او غملړلي حالات په ډېر مهارت او ځيرکتيا د خپل شعر غېږې ته سپارلي او زمونږ مخې ته اېښي دي۰

سيال صيب نظم او نثر دواړه ليکي خو د نظم  پله يي پر نثر غوښنه او درنه ده او زيات وخت ېې پښتو شاعرۍ ته ځانګړی کړی دي او په دې لاره کې ېې ښه ډېر مزل او پرمختګ کړی دی۰

سيال صيب تل د مينې، سولې ، امن او ښکلا نغمې ويلي او له نفرتونو. جګړو او انساني ضد اعمالو څخه ېې خپله ژوره کرکه او نفرت ښودلی دی نوموړي تل د ظلم او نارواوو خلاف ښه په زغرده خپل غږ اوچت کړی او په خپله ټولنه او چاپېريال کې ېې په  هر ډول ظلمونو، بې انصافيو او ناروا چارو تنقيد کړی او هغه ېې غندلي او په ډاګه کړي دي۰

د سيال صيب وينا د وطن او ولس له پاکې مينې سرچينه نيسي همدا لامل دی چې  لوستونکي ېې په لوستلو د ستړيا احساس نه کوي او په ډېره  اسانۍ پرې اغيز کوي او خوند ترې اخلي۰

سيال تل هڅه کړې چې نوي او تازه موضوع او مطلب د خپل شعر لپاره وټاکي او له بيا بيا ويل شوو خبرو او تکراري موضوعاتو څخه ډډه کوي چې همدې ښه کوښښ او زيار ېې شاعري خوږه او رنګينه کړې او د شعر او ادب د مينه والو د پام وړ ېې ګرځولې ده۰

 د سيال  په شاعرۍ کې ځای ځای د وطن او ولسي موضوعاتو تر څنګ د مينې، مستۍ او ښايستونو نغمې هم غوږونو ته راځي چې د دده شاعري ېې خوږه او رنګينه کړې ده۰

وګورۍ په لاندې بيتونو کې ېې څومره په زړه پورې انځورګرې کړی چې واېې:

زمونږ د ژوند قيصه د مينې او ښايست قيصه ده

د چا د ژوند قيصې چې نورې وي نو نه دې راځي

دلته کې هر ميېن داو کړی زړه او سر په مينه

په چا چې پور د جانان پورې وي نو نه دې راځي


سيال که له يوې خوا د خپل وينې وينې وطن د ويرجنو حالاتو عکاسي او انځورګري کړې له بلې خوا ېې د يار او ريبار، مسټيو او خمارونو، مطرب او رباب، ګل او بلبل، ساقي او مينا ، وصال او هجران، سترګو او زلفو ، بنګړو او پېزوان او د ژوند د بېلابېلو رنګونو او د طبيعت د کرشمو  خوندور تارونه هم ترنګولي او غم او ښادۍ يا په بله ژبه خوږو  او ترخو ېې په شاعرۍ کې جوختې غاړې ورکړې دي۰

ښاغلی سيال وايي:

په وير کې به خندا او په ژړا کې به مستي کوو

مونږه ژوند پرست به په هر حال کې زندگي کوو

هر څو که وينې وينې اوښکې اوښکې دي حالات

مونږ به اخترونو او مېلو ته هر کلي کوو


نوموړی په خپل يو بل شعر کې  د زړه دردونه داسې چيړي:

نه ګور باڼه نه تودې شونډې نه ملالې سترګې

د ګل په مخ کې هغه څير د جانان نه جوړېږي

چې مې د خوب سره بلدې کړي بې خوبه سترګې

سياله نشه نشه شوګير د جانان نه جوړېږي

يا دا چې:

زمونو د کلو د بانډو زمونږ د غرونو ښکلي

په دې څلوېښت کاله کې مړه شول په لکونو ښکلي

د يزيد هسې نوم بدنام دی په يو څو مرګونو

ګنې زمونږ خو روزانه مري په سلګونو ښکلي


او بيا ېې  په بل ځای کې د خپل شعر لفطونو ته داسې ژبه ورکړې چې:

دا ځل د کلی نه چې ښار ته راځې

ماله منګی ماله رباب خو راوړه

زه پرې د خپل جانان تصوير جوړوم 

چرته قلم چرته کتاب خو راوړه


په يوه بل غزل کې څه ښه وايي:


فنکاره


چې نرۍ ګوتې د تمبل نه تاوېږي

جينکۍ ورته بنګړي بنګړي ګډېږي

ستا د ګوتو د کمال له برکته

دغه وچ لرګي هم ساه اخلي غږېږي

د شپېلۍ او د رباب نغمه چې اوري

پښتانه ورته په غرونو کې مستېږي

د سېتار په تار چې ګرمه شي سندره

د ګل څانګې ورته رقص کوي خندېږي

د سورنا د سر خواږه دې خاورې مه شه

اوده شوي احساسات پرې راپارېږي

ډولکي مار چې ډول له درز ورکړې په مينه

کنګل کنګل وينه اور اخلي تودېږي

د محل په لوی دالان کې د پيانو غږ

په خمار خمار جامونو کې کړنګېږي

د باجې خواږه خواږه پاسته سرونه

د ماسټر او صاحب ګل سره جوړېږي

د طبلې نه چې غږ پورته په کمال کړي

د ماس خان نه د مراد ګوتې زارېږي

د دې بيم د خوږ اواز له برکته

پاړوګر ته چمچې ماره هم نڅېږي

کوم عاشق چې سرينده په غېږ کې واخلي

معشوقه لکه خارو ورته چغېږي

تمبوره لکه سنګل د چينار ښکلې

چې رګس رګ يې لمغړې کوي ګرمېږي

ای زما د وطن ښکليه فنکاره

سيال به تل ستا په هنر باندې نازېږي


ښاغلی سيال تل د پښتنو د يووالي او يو موټي کېدو خبره کړې او  هغوی ېې  يووالي او ورورولۍ ته رابللي دي، ځکه هغه پوهېږي چې نفاق  او بې ځايه تربګنۍ د پښتون قام د ورکېدو او ختمېدو لامل کېږي او که پښتانه په يوه ټغر راټول او يو غږ او يو اواز نه شي نو هغه ورځ لری نه ده چې دا خواره واره ولسونه به د ځانځانۍ د تور ښامار ښکار شي او د نړۍ د تمدن او پرمختګ له کاروانونو به کلونه کلونه وروسته پاتې شي۰

خوشال بابا د پښتنو د ځانځانۍ او خپلسريو په اړه څه ښه ويلي:

اتفاق په پښتانه کې پيدا نشو

ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا


او په بل ځای کې وايي:

که هر څو ېې سمومه نه سمېږي

پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال


ښاغلی سيال تل په خپل افغانيت او پښتونولۍ ټينګ او ولاړ پاتی شوی او د وخت او حالاتو سړو تودو او ناخوالو ېې په اراده او همت کې هيڅ ډول کمزوري او سستي نه ده راوستې، د تزلزل ښکار شوی نه دی او په هر ډول لوړو ژورو کې افغان پاتی شوی او افغان به پاتې وي۰

ما ټيټ ورته لېمه کړل زما سر نه ټېټېده

شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

                                                                     حمزه بابا


 وګورئ د ښاغلي سيال دا لاندې غزل له څومره جمال او کمال او له هنري رنګينيو ډک دی:

د سرونو سمندر درپسې ګرځي

محبته لر او بر درپسې ګرځي

آهو چشمې زندګۍ بلا دې واخلم

د لېوانو لوی لښکر درپسې ګرځي

ته محور د رڼا ګانو يې لاليه

داسمان شمسس و قمردرپسې ګرځي

د سندرو يو ماښام ورته ډالۍ که

يو ويرژن ويرژن سحر درپسې ګرځي

د باميانو د بودا بابا قاتله 

غرېو نيولی دی ټول غر درپسې ګرځي

ته ترې چرته يې ورک شوی ګل اندامه

قندهاره پېښور درپسې ګرځي

سياله څه ګناه دې کړي پښتون ګله

بلاګان د بحر و بر درپسې ګرځي


غزل چې د پښتو منظوم ادب يوه غوره او پياوړې برخه ده او پښتنو بېلابېلو شاعرانو په مختلفو ادوارو کې د غزل اننګو ته د خپلو وينو سره او رنګونه ورکړي ښاغلي سيال هم په خپله شاعرۍ کې دا فورم زيات کارولی او په دې برخه کې ښه برلاسی او بريالی ښکاري ۰

د پښتنو ټولمنلي شاعر ښاغلی حمزه بابا په دې اړه څه ښه ويلي:

ستا په اننګو کې د حمزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم


حمزه ځواني زما غزل وخوړه

خامي مې داده چې غزل نه شوه


لا خو تخيل د حمزه تت نه دی

چا وی په پښتو کې غزل چرته دی


حمزه چې د غزل نه رنګينۍ دې ورکې نه شي

دا ښايي چې تل تل ولرې خيال نوی نوی


خوشال بابا هم په خپلو شعرونو کې وايي:

څه عجب غزل يې ووی

افرين په خوشال باندې


په نوروز کې دا غزل واخله مطربه

په اواز به دې بلبلې شي ساکتې


هم غزل مې په بياض باندې وګوره

زه خوشال خټک د زړه په وينو کښل کړم


د سيال د غزل ژبه خورا خوږه، سندريزه،  عام فهمه او له هنري ښايستونو او رنګينو ډکه ده همدا وجه ده چې غزليز شعرونه ېې د شعر د نورو فورمونو په شان ډېر  په زړه پورې، د لوړو خيالونو او نوو فکرونو درلودونکي ، هر اړخيز او ښکلي دي 

د نوموړي په شاعرۍ کې د ملي، تصوفي، اخلاقي او روماني  احساساتو، خيالاتو او جذباتو ترڅنګ ځای ځای  د سياسي ادب نښې او نښانې هم  څرکونه وهي او ترسترګو کېږي او لکه د رحمان بابا چې ويلي ېې وو:

په سبب د ظالمانو حاکمانو

کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي


ښاغلي سيال هم د خپلې ټولنې په سياسي حالاتو ژور نظر ساتلی او وخت په وخت ېې په خپل فن کې د سياسي  چارو او ټولنيزو ناخوالو  يادونه  او عکاسي کړې ده۰

لنډه داچې سيال  پښتو شاعرۍ ته نوې سا ورکړې، ځلاګانې او رنګونه ېې ورزيات کړي او تازه روح ېې وربښلی او که څوک ېې هر کلام او وينا لولی نو بې له شکه چې ژور اغېز به پرې کوي او هرو مرو به ېې خوښوي او خوند به ترې اخلي۰

زه نور ستاسو او د ګران سيال  د خوږې او تودې شاعرۍ تر منځ خنډ کېږم نه،  تاسو او ګران سيال ته د اوږود عمر او د ژوند په چارو کې د لا برياوو په دعا د خپل ليک ځولۍ رانغاړم او په  ستر او بښونکي رب مو سپارم ـ


په شاعرانه مينه او ولولو


٢٠۱۹/۵/۱۹پېښور



Tags And Keywords.

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry. Ali Akbar Sial Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pukhtana Attalan, Ghazi Umara Khan Of Jandul. Dir Lower, Dir Upper, Malakand Pashto Adab. Pukhto Adab Aw Ali Akbar Sial.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso