Skip to main content

Ancient Pashtun Tribes, Pashtun Ancient Dynasties By Nazeefullah Nuzhat

Ancient Pashtun Tribes, Pashtun Ancient Dynasties By Nazeefullah Nuzhat


«د لرغونې زمانې نه د پښتنو ملي واکمني او د پښتنو اوسنی ملي ناورین»

لیکوال: نظیف الله نهضت

***

وړومبی برخه

/

لرغوني پښتانه

پښتانه د اصل نه اریایان دي، د هغوي اصلي ټاتوبی اوسنی بلخ دی، د تاریخي اسنادو په بناء اریایي قبایلو په بلخ کې خپل لوی مرکز او پلازمېنه جوړه کړه. پښتانه د هغۀ اریایي قبایلو یوه څانګه ده' چې په تاریخ کې د هنداو اریایي په نوم مشهور دي. دا نظریه د پښتون کلیمې او پښتو ژبې په تاریخي او لغوي څیړنې مبني ده


علمي څېړنو دا ثابته کړې' چې د اریایانو لومړی مسکن د پامیر لوړې سوکې او د امو د رود سرچېنې دي' چې بیا یې په بلخ کې خپل مدنیت جوړ کړ. باختر نه هند ته د اریایانو مهاجرت د 2000 قبل میلاد نه تر 800 قبل میلاد پورې اټکل شوی. پښتانه د 5 زره کلونو نه زیات لرغونی تاریخ لري؛ پښتنو خونړې جنګونه، لوی کړاونه او ستر تاریخي عظمتونه تیر کړې دي، په تیر تاریخ کې هغوي په مختلفو نومونو یاد شوې، د پښتنو ټاټوبی پخوانی بلخ، پخوانۍ ګندهارا او د مورخ هیرودت په اند پکتیک او پښتونخوا نومیده، پښتانه د توکم له پلوه اریایان دي، د اریایانو لرغونې کتاب ریګویدا په حواله 3500 کاله د مخه په اریایي سرودونو کی پکتها د پښتنو پاچا او پکهت د پښتون په نامه یاد شوی، همدارنګه په دغه کتاب کې د لسو اریایي قبېلو په جګړه کې پښتانه د پکهت په نامه راغلې. همدارنګه 500 کاله د میلاد نه دمخه د پاچا داریوش په وخت دغه پاچا د بحیره عرب د شاوخوا سیمو د معلومولو لپاره یونانی امیرالبحر کالی ساکس وګمارل شو؛ هغه د پکتیا په لار اباسین ته لاړ، هغه خپله سفرنامه ولیکله او په هغی کې یې د پښتنو سیمه د پکتیکا په نامه یاده کړه


د یادونې وړ ده چې پښتانه د افغانستان اصلي اوسیدونکي دي، هغوی د مخالفینو د ادعا په خلاف په اریایي توکم پوری تړاو لری، هغوي نه عرب او نه یهود دي، ددغو حقایقو د وضاحت لپاره محققینو او تاریخ لیکونکو ډېر کار کړی دی. هغوي عقیده لري چې اریایانو په افغانستان کې د اوستا کتاب او په هند کې د ریګویدا کتاب درلود' چې د هغوي نه راپاتې اثار د عالمانو او مورخینو لخوا د منبع او تاریخي اسنادو په حیث کارول کېږي



د باختر اریایي قبېلی یوه څانګه همدا پکت یا پښت او پخت ده' چې د بخدي په نوم هم یاده شوې ده. ددوې نوم بخدي په اوستایي کلماتو کې موجود دی، د اوسنې بلخ نوم د همدې قبیلی د نوم نه اخستل شوی دی، پښتانه لرغونی تاریخ لري' چې په اوستا او ریګویدا لرغونې مقدس کتابونو کې تر نن پورې موجود دي او په ټولو زړو اریایي سرچېنو کی د پښتنو نوم نښان، تاریخي دریځ او د استوګنې سیمې ښودل شوې' چې تاریخ یې د پښتون ملت په نوم پیژني.

پښتانه د اریایایي قبېلو هغه برخه ده' چې د هندوکش په جنوب کې راکوز شول، بیا د سپین غر په دواړو خواو یعنې د اریانا په جنوب شرقي سیمو کې میشت شول، د پښتنو د ځینو شاهانو نومونه هم په ریګویدا کې ذکر شوې دي، پښتانه د اریانا په جنوب شرقي سیمه چې د سپینتا ګوناګري یا سپین غر په نامه یادېده؛ چې بیا ددغه غره پر شاوخوا میشت شول او بیا یې د پکتیکا په نوم شهرت وموند. د پښتنو سیمې تر سندهـ پوری رسیدلې، د هیرودت په وینا; پښتنو پر پختیا او پختیخا، پکتیا او پکتیکا باندې هم خپل نومونه کیښودل' چې د پښتنو د سیمو او وطنونو معنا ورکوي؛ د تاریخي څېړنو نه دا معلومه شوه' چې د بلخ یا بخدي لومړۍ شاهي کورنۍ یعني پیشدادیان پښتانه وه. تاریخپوه ډاکټر توروایانا وایې; «پیشدادیان پښتانه دي' چې یما یې اخیري پاچا وه.»

حبیبي وایې: «پشدادیان یارداتان بارداتان پښتانه دي' چې په اوستا کې د پره ذاته په نوم یاد شوې دي' چی یو پاچا او پهلوان یې هوشنګه، د پره ذاته پیشداد پښتون په نوم ملقب وه.»

وتلی مورخ کهزاد دا ثبوت وړاندې کوي' چې یارداتان د بلخ بخدي سره تړاو لرونکي پښتانه دي' چې د بلخ بخدي، پخدي په نومونو کې یې هم اغېزه لیدل کېږي.


کیانیان هغه پخواني پیشدادیان دي' چې د کاوه په نامه یې په بلخ کې د واکمنۍ بله لړی پیل کړی وه، د پښتنو ددې شاهي کورنۍ مشر کاوه کواتا وه' نو ځکه دا کورنۍ د کاوه کیاني په نامه مشهوره شوه، د پښتنو بله شاهي کورنۍ د ګیومرتن سلسله ده، د بلخ دغه شاهی کورنۍ د پیشدادیانو  یارداتانو پښتنو کورنۍ نه پیل شوې، د پیشدادیانو سلطنت د زردشت د ایین د پیدایښت نه تقریبا درې زره کاله وړاندی منځته راغلی، د پښتنو ددغه شاهي کورنۍ موسس او مشر «ګیومرث» نومېده، هغه د ببر پوټکي څخه کالي اغوستل، د هغه قام هم د هغه په پیروی سره د حیواناتو پوټکي اغوستل، ګیومرث د بلخ په غرونو کې د خپل قام لپاره د اوسیدو ثابت او مشخص ځای تعین کړ، هغه خپل ښار جوړ کړ او د کوچيتوب ژوند ته یې د «زردشت» د پیدایش نه درې زره کاله دمخه د پای ټکی کېښود؛ نو ځکه پښتون ددې سیمي لومړنی ملت وه' چې د کوچیتوب ژوند نه یې ځایي ژوند پیل کړ، ګیومرث لومړی ملي مشر وه' چې د قام لخوا یی تاج په سر کېښود او په تخت کېناست او په نړۍ کې یې د لومړې ځل لپاره د تاج او تخت دود ایجاد کړ. استاد حبیبي وایې: «په اوستا کې ددې ذکر شوې، په پښتونخوا کې یو لوی پهلوان چې نوم یی هوشنک او د کیومرث د اولاد څخه وه; لقب یې پره ذاته پیشداد پښتون وه، دغو پښتنو د بلخ د البرز په غره کې یې د اناهیتا اریایي رب النوع لپاره قربانۍ کولې، د دیوانو سره جنګېدل او په اوه هیوادونو یې پاچاهي کوله.»

جرمنی عالم دنکرد د هوشنګ په اړوند وایې; «د دهقانۍ په رسم د حکومت کولو دود او د ولس ساتنه همدغه هوشنګ او دده کورنۍ پښتنو ایجاد کړل.»

سر اولاف کیرو او استاد احمد علي کهزاد وایې; «پیشدادیان پښتانه وه او ددوې پاچا هوشنګ په خپل هیواد «پارتا» یا پښتونخوا کې سلطنتي نظام درلود او په خپل نظام کې یې عدل انصاف منځته راوړی وه، ښارونه یې ودان کړل او د خپل ولس د سوکالۍ دپاره یې نوې لارې چارې جوړې کړې.»


تاریخ وایې' چې د کیاني یا کاوه خاندان اخیرنی پاچا «کاوه هوسرا وایا» د خپل ژوند په اخرو وختونو کی د خپلې پاچاهۍ تاج د بیټ نیکه په سر کېښود او بیټ نیکه په بلخ کې د پښتنو پاچا شو، بیټ نیکه په اوستا کې د اتریت په نوم یاد شوی دی، غرغښت یا ګشتاسب د بیټ نیکه زوی دی، ګشتاسب د پلار د مرګ وروسته د پښتنو پاچا شو.

سړبن په اوستا کې د سرند په نامه یاد شوی دی؛ کوم چې د زابلستان د پاچا ګورنګ شاه لمسی دی. د یادونې وړ ده' چې پښتنې قبېلی د غرغښت، بیتنې، سړبن او کرلان نه پیل شوې، د سړبن دوه زامن وه; شرخبون، خرشبون زامن یې شیراني، بړیڅ، اورمړ، ترین دي او د ترین درې زامن وه; سپین ترین او تور ترین، اودالی یا درانی او بیا نورې سلسلې.


یو ملت چې په کومه جغرافیه کې اوسېږي؛ تاریخ یې هم په هغۀ جغرافیه کې جوړېږي او په نړۍ کې د هغي جغرافیی په نوم یادېږي، د پښتنو د اوسنې ټاټوبی په اړه د نړۍ ستر محققان لکه; اکرستن سن، اولاف کیرو، جرمنی دنکرد، استاد کهزاد، حبیبي، ډاکټر توروایانا او نور په دې عقیده دي' چې پښتانه د هغي زمانو څخه په پښتونخوا کې اوسېږي' چې د تاریخ په یاد نۀ دي


د اوسنې لرغونپېژندونکو د نویو څېړونو د نتیجو په اساس د اریایانو تاریخ د 20 زرو کلونو نه زیات دی او په زمکه کې د کنګل د دورې د پای نه پیل کېږي' نو ځکه د پښتنو تاریخ د پښتونخوا تاریخ دی. لکه د فرانسویانو تاریخ د فرانس تاریخ، د جرمنیانو تاریخ د جرمني تاریخ او داسې نور


پښتانه د لرغونې اریایانو د زمانې راهسې په پښتونخوا کې میشت دي، پښتو ژبه د لرغونې اریایانو د ژبو د کورنۍ څخه ده. اوسنۍ پښتو د لرغونې پښتو څخه منځته راغلې ده



«د لرغونې زمانې نه د پښتنو ملي واکمني او د پښتنو اوسنی ملي ناورین»

لیکوال: نظیف الله نهضت

***

دویمه برخه

/

نورو ژبو ته د لرغونې پښتو ژبې بدلون:

کله چې د بلخ نه اریایانو شمال نه تر اروپا پورې مهاجرت وکړ او بیا غرب ته د اوسنې ایران خاورې ته مهاجر شول او په جنوب کې هند ته ورسیدل. د هغوي په ژبه او کلچر کې لوی بدلون راغی او د وخت په تیریدلو سره لرغونې اریایي ژبه چې لرغونې پښتو ژبه وه، بدلون وموند؛ د هغي نه زاړه پارسي بیا پهلوي او بیا اوسنۍ فارسي جوړه شوه.


اریایانو د جنوب شرق په لور هند خاورې ته د مهاجرت په وخت هم د لرغونې اریایي ژبې پښتو نه دغه ژبه په سانسکریت ژبې بدله شوه' چی بیا د اریایي سرودونو کتاب ریګویدا په سانسکریت ژبه ولیکل شو.

د یادونې وړ ده چې اوسنی افغانستان د لرغوني اریایانو په وخت او د غوري پښتنو د سلطنت او د هغي وروسته د پښتونخوا نوم درلود؛ د پښتونخوا نوم د اریایي مدنیت د پیل نه 5000 کلن تاریخ لري.



Tags And Keywords.

Ancient Pashtun Tribes, Pashtun Ancient Dynasties By Nazeefullah Nuzhat. Pashtuns History, Origin Of Pashtun Tribes From Balakh. Pukhtana Da Tareekh Pa Ranra Ki. Pathan Koon Hai, Da Pukhtano Asal Nasal. Pashtuns In Afghanistan, 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso